شنبه, اپریل 27, 2024
Homeمقالېدریایران او پاکستان ولي د افغانستان او اسرائیلو له استخباراتي اړیکو ویره...

ایران او پاکستان ولي د افغانستان او اسرائیلو له استخباراتي اړیکو ویره لري!؟

 شفیع الله شهیر  

په دې وروستیو کې ځینو ایراني او د هغو په تقلید افغاني رسنیو داسې راپورونه ورکړي، چې اسرائیلي ځواکونه په پټه او غیرقانوني توګه په افغانستان کې د امریکا یا متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندي شتون لري او خپل فعالیتونه پرمخ بیایې.د ایران د سپاه پاسداران Tasnim خبري اژانس ویلي چې اسرائیلي ځواکونه د افغانستان په لویدیځ کې د «شنډنډ» په نظامي اډه کې ځای پرځای دي او له دغه ځایه غیرقانوني فعالیتونه پرمخ بیایي. ایرانیان په دې نظر دي چې افغانستان د ایران ګاونډی دی، له دغه جغرافیې څخه اسرائیل دا هڅه کوي چې د افغانستان له استخباراتي ادارې څخه د ایران په اړه د مالوماتو په راټولو کې ګټه واخلی. دوی دا خبره هم کوی چې اسرائیل له نورو هېوادونو سره هم لکه له قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان او د خلیج له ځینو هېوادونو لکه بحرین، عمان او قطر سره د دا ډول موخو لپاره مرستي کوي. د نړۍ اکثره مسلمان هېوادونه، نه هم د اسرائیلو دولت په رسمیت پيژني او نه یې هم اوسني سرحدونه په رسمیت پیژني په دې کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې د اسرائیلو مرستې عملا ترلاسه کوي، په ځانګړي توګه د استخباراتو په برخه کې.

اسلامي هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې د اسرائیلو مرستې ترلاسه کوي دا مرستي په رسمي ډول نه ترلاسه کوي، دوی له اسرائیلو سره په رسمي اړیکو کې له احتیاط څخه کار اخلي، دا ځکه چې دا هېوادونه په کور دننه له مذهبي تندلارو سره لاس او ګریوان دي نو که چیرته په رسمي توګه له اسرائیلو سره د اړیکو خبره کوي، دا کار به مذهبي تندلاري د دوی په وړاندې زیات تحریک کړي. یو له دغو اسلامي هېوادونو څخه افغانستان دی.

که څه هم تر دې دمه داسې هیڅ ثبوت نشته چې په افغانستان کې د اسراییلو شتون تایید کړي خو ايرانيان ادعا کوي چې افغان چارواکي د دې لپاره چې د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو سترګې ور وا نه وړي او کورنی وضعیت یې بې ثباته نه کړي، نو نه اسرائیل په رسمیت پیژني، او په عين حال کې يې له مرستو هم انکار کوي. او یادې څرګندونې تر ډېره له اسرائیلو سره د شخصي دښمنۍ پر بنسټ کوي.

د اسرائیلو مرستې له افغان حکومت سره د ایران او پاکستان  لپاره خورا سختي او نه منونکي دي، دا ځکه چې پاکستان او ایران په تاریخي لحاظ له پخوا تر ننه، د افغانستان په بربادۍ کې غښتلی لاس لري. دا هېوادونه له اسرائیلو سره هم اساسي دښمني لري.

ایران او پاکستان د اسرائیلو او افغان حکومت له نږدیوالي څخه په ویره کې دي، دا ځکه، چې دوی (افغانستان او اسرائیل)  ایران او پاکستان ته د یوه داسي مشترک دښمن په سترګه ګوري، چې هر وخت یې بقاء او پرمختګ ګواښي. افغانان باید د خپلو دغو دوو دښمنو هېوادونو د کمزوري کولو او د ځان د غښتلتیا په موخه د اسرائیلو له استخباراتی او سیاسی پوټانشیل څخه پوره ګټه پورته کړي. لکه څه ډول چې د ایران له اسلامي انقلاب څخه مخکې په ۱۹۷۹م کال کې د دغه هېواد ټول امنیتي جوړښت« ساواک» (د ایران استخباراتي ادارې چې له انقلاب څخه وروسته منحل شوې) د اسرائیلو د اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا جوړې سوې، چې وروسته دا اړیکي په دښمني واوښتې. ترڅنګ یې پاکستان هم د امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو په همکاري آټومي وسلې ترلاسه کړې.

4 COMMENTS

  1. آیا اسرائیلی خبیث استخبارات به تر مسکو او واشنګټن قوی وی چي وکولای شی د ځینو افغانی کړیو او حتی دولت د تقوئې سبب شی؟
    هیڅکله
    موږ باید داسی یو استخباراتی – دفاعی میکانیزم رامنځته کو چي بېله د پردیو استخباراتو له مرستی پر پښو ودرېږی او په ضمن کی داسی وضعیت رامنځته کو چي د ټولو دخیلو خواوو د حساسیتونو مخه ونیول شی

  2. پاکستان هغه هیواد دی چه د اسرائیلو د استخباراتو سره ډیری مخفی اړیکی لری، د پاکستان خلک او ملایان هم په دي پوهیږی خو پدی خاطر خپل غږ نه او چتوی چه په دغه شیطانی کړونو کی د پاکستان خیر او ګټه ده.
    پاکستان او د پاکستان خلک د اسلام پر ځای ډالر غوره ګڼی، ددغه ناولی هیواد ټول کړه وړه غیر اسلامی دی.
    پاکیستان هغه فریبکاره هیواد دی چه افغانانو ته به یی ویل چه په روس جهاد فرض دی، مګر نن روسان د پاکستان پوځ سره مآنورونه او تمرینات کوی. په دي روانه جګړه کی امریکا دپاکستان څخه په افغانستان د لمړی ځل لپاره حملی او بمباردونه شروع کړه، همدا اوس په پاکستان کی د امریکا هډی عملا شتوالی لری. مګرځما افغان طالیب ته وای چه په افغانستان کی په امریکایانو جهاد روا دی.
    لنډه داچه پاکستان ته اسرائیل، روس، امریکا او یا مسلمان او غیر مسلمان مهم نه دی، فقط او فقط شیطانی حرکتونه او ډالری ورته مهمی دی.

    همداسی د ایران دغه ټول اخوندان چه نن دایران په لوړو چوکیو ناست دی، دغه اخوندان هم د اسلام پروا نه ساتی، دغه اخوندان په دي سره مخکی دی چه د شیعه او سونی په اختلاف کی خپله ګټه وګوری. دغه اخوندان په ډیر مخفی حرکت سره د نړی ټولو کفری هیوادونو سره په دي خاطر تماس لری چه هغوی ته وښایی چه سونی مسلمانان په خپله سونی او جهادی عقیده ستاسی مخالف دی، او هم د دغه سونیانو نفوس او اقتصاد کولای شی یو وخت تاسی ته لوی خطر پیداکړی.
    اوس سوال دادی چه که چیرته غیر اسلامی هیوادونه د پخوا څخه په ریښتینی ډول د ایرانی اخوندانو د حکومت په ضد وای، نو آیا ایرانی آخندانو به نن دغه اتومی، برقی او حتی بیولوژیکی وسلی، لری ویشتونکی راکیټونه، جنګی جازونه، بحری ډول ډول جنګی کیشتی ګانی او دغه اوسنی مدرنه ټکنالوژی او پرمختګ د کومه کړی وای. هغه پرمختګ چه سعودی، مصر او ترکیه ورته حیران دی.
    ایران د اسرائیلو، امریکی او روسانو سره په ښکاره دشمن دی او د پردی تر شا هغه مخفی او سونی ضد هیواد دی چه نن دهر سونی هیواد سره ډغره وهلی شی.
    یوه خبره د یاده ونه غورځوي چه کله دغه ټول ایرانی اخندان په ایران کی په قدرت رسیدل د دوی استوګنه، بچیان او کورونه په فرانسه، انګستان او امریکا کی وه. دا مانا چه د محمدرضاشاه پهلوی یا دایران د پاچا په
    وخت کی دغه اخندان په کلونو کلونو په اروپا او امریکا کی میشت وه، کله چه خمینی په قدرت ورسید نوبیا وروسته د فرانسی څخه ایران ته ولاړ.

    د مطبوعاتو په دغه مجازی او خیټالوژی نړی کی هر څوک هرڅه لیکی مګر مونږ ته پکار دی چه ژور تحلیل او فکر وکړو.

    والسلام

  3. پدې تبلیغاتو سره غواړي د افغانستان د اسلامی دولت په مقابل کې د خپلو هېوادونو او د ټولو مسلمانانو د کرکې او غوسې لپاره زمینه برابره کړي. اسراییل له پخوا له پاکستاني آی اس آی او ایراني موساد یا اوسني « سپه انقلاب » سره رسمي اوډېرې پېچلې اړیکې لري.
    اسراییل د فکیستان او ایراني آخندانو د دولتونو په مقایسه تر ډېرو د مسلمانانو په وړاندې له نرمښته کار اخلي. په ایران کې نژدې 40 سلنه وګړي سني مذهبه دي خو نه یو رسمي جومات لري او نه یو وزیر په دولت یا یو وکیل په پارلمان کې لري.
    فکیستان یواځې په سوات او وزیرستان کې تر 20000 شل زرو ډېر بېګناه پښتانه ووژل . د فکیستان په دستور د داعش ، حقاني شبکې ، طالبانو په واسطه هره ورځ لسګونه افغانان وژل کیږي آیا دا اسلام دی؟

  4. ما ته د پاکستان سره د دښمنۍ د هغو کسانو ادعا تر هغه پوری د منلو وړ نده څو ئې د پاکستان د اصلی بادار خیرن ګرېوان ته د اعتراض او غندنی منګولی نه وی ور اچولی
    دا به ستره غولوَنه وی چي د لندن لیبرال دموکراسی ته پر سجود پراته یو خو پر پلیدو کړنو یعنی د پاکستان پر ښکاره ملاتړ ئې سترګی پټوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب