سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېدریویاړلی ژوند | را ټولونه او غورچاڼ : رحمت ګل عمری

ویاړلی ژوند | را ټولونه او غورچاڼ : رحمت ګل عمری

دویمه برخه :  

تشویش هغه مهال په طبیعي ډول په انسان کې پیدا کیږي کله چې خپله او یا دوستان یې له کړاو ستونزو سره مخامخ کیږي.

د عدالت پلي کول کفایت او زړورتیا غواړي.

غوره شخصیت پر غوره چلند او غوره عقایدو باندې باور لري.

غوره چلند بیا له اخلاقی ارزښتونو څخه سرچینه اخلي چې د هڅې او عمل له برکته د انسان په وجود کې راټوکیږي.

زړورتیا مونږ ته دا وړتیا رابښي څو غښتلی موقف ولرو او د فلج کېدو پر وړاندې مقاوم و اوسو .

د دوښمنۍ او ضد په وړاندې  صبر او حوصله د جرئت او زړورتیا نښه ده .

یو کس، خو چې جرئت او زړورتیا وسره وي په یو ځای کې اکثریت جوړوي.

له نیوکو سره د مخامخ کېدو وړتیا لرل د زړورتیا بل نوم دی .

مونږ داسې جرئت ته اړتیا لرو څوخپل محدودونکي باورونه ، ناسمې انګېرنې او پلمې وننګوي.

ريښتنې زړورتیا په خبرو نه بلکي په عمل ښودل کیږي.

اخلاقي جرئت په ارزښتونو کې ریښه لري.

اصولي خلک زړور دي خو ټول زړور خلک اصولي ندي.

د زړورتیا یوه ځانګړتیا داده چې انسان ته وړتیا وربښي چې له ستونزو سره مخامخ شي، خو ورته تسلیمېږي به نه .

هغه قدرت او ځواک چې په مټ یې بېچاره او بېوسه خلک ځورول کیږي، جرئت او زړورتیا نه ده

زړور تیا د یوه وخت عمل ندی، بلکي یو اتومات ځواب دی .

زړورتیا او جرئت مونږ ته د ژوند په څلور لارو کې ځواک رابښي.

کله چې د ژوند په بېلابېلو برخو سره مقابله ونشي، هرو شرایطو ته په لازم وخت ځواب ونه ویل شي، نو د  ماتې او ناکامۍ احساس به کوې.

ویلای شوو چې ثبات د صبراو زړورتیا ترکیب دی.

ډارن خلک له خپل اصلي مرګ څخه مخکې څو ځله مري، خو زړورخلک یوازې یو ځل د مرګ خوند ځکي. ( ویلیم شکسپیر)

لوبغاړي ګټونکي کیږي، لوبغاړي بایلي، لوبغاړي چمتوالی نیسي، لوبغاړی هڅه کوي، لوبغاړي لویږي خو بیرته پاڅیږي، لوبغاړي مخ ته ځي، مهمه نده چې پایله څه ده .

د زړورتیا پر وړاندې تر ټولو لویه آزموینه داده چې له ماتې وروسته زړه مات نشي.

له نورو سره مرسته له خواخوږۍ څخه سرچینه اخلي.

د منطق لرونکو موجوداتو په توګه مونږ کولای شوو قصدآ د خپل فکر بڼې او چلند ته بدلون ورکړو .

د لنډ مهاله ننګونې او کړاو له څنګه تېردل اوږ مهاله سرخوږی رامنځته کوي.

زورتیا په بانک د پیسو په څېر نده چې څومره ترې مصرفوې هغومره کمیږي، بلکې څومره زړورتیا چې کاروې هغومره بیرته زیاتیږي.

سم تمرین د چمتو اوسېدو لامل کیږي.

کمزوری خلک هېڅکله مخلص کېدلای نشي، او ډارن خلک هېڅکله د چارو په ترسره کولو کې له ځانه زړورتیا نه ښيي.

تجربه ډېره ښه ښوونځۍ خو فیس یې خورا لوړ دی .

هوښیار خلک له خپلو تېروتنو درس اخلي خو ډېر هوښیار خلک د نورو له تېروتنو درس اخلي.

زمونږ ژوند دومره اوږد ندی چې هر څه د خپلو تېروتنو زده کړو.

د وړتیا او شخصیت ترمنځ توپير دادی چې وړتیا مو یو لوړځای ته رسوي، خو شخصیت مو بیا په هماغه موقف کې ساتي .

کرکټر کومه ډالی نه بلکي هوښیاري ده .

غوره کرکټر لرونکي خلک له خپلو ارزښتونو سره ژوند کوي .

شخصیت ورونه پرانيزي خو کرکټر بیا هغه پرانیستي ساتي.

شهرت هغه څه دی ې نور خلک زمونږ په اړه فکر کوي خو کرکټر بیا هغه څه دی چې مونږ  د خپل ځان په اړه پوهیږو چې څه یو.

یو غوره او مسئولانه ژوند هېڅکله د یوه کمزوري شخصیت پر بنسټ نشي کېدلای.

ژوند د روح او اخلاقو سفر دی .

یو غوره کرکټر لرونکی انسان هېڅکله ناسم کار نه کوي که څه هم چې پوه شي چې هېڅوک یې نشي لیدلای .

د استقامت او ضدبارۍ ترمنځ یوه کرښه شته او هغه شهرت دی .

نور بیا …..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب