صفي الله خالد ||
د افغانستان په ساړه ژمي کې هم د جنګ تنور ګرم دی، هره ورځ په بیلا بیلو نومونو او تورونو د افغانانو ژوند اخیستل کیږي. ژوند هغه الهي ورکړه ده چې د ټولې نړۍ انسانان د یو ساعت لپاره ژوند چاته نه شي ورکولی، ولې زموږ په هیواد کې د جنګ له امله په لسګونو انسانان د هغه نعمته محرومیږي، چې د نړی ټول انسانان یې د راغبرګولو ځني عاجز دي. د ژوند کولو لپاره سوله ترټولو لوړه اړتیا ده دا چې په افغانستان کې دم ګړۍ د سولې هڅې ډیرې په تیزۍ سره پړاوونه وهي، د مخالف لوري سره ناستې او مجلسونه په پرلپسې توګه تعقیبیږي پایلو ته یې کله هیله مندي ښکاره شي او کله د یو لوري په انکار ټولې هیلې په اوبو لاهو شي. د سولې په اړه ورستي جریانات د بهرنیو او کورنیو رسنیو له لورې ډیر په دقت تعقیبږي؛ نو ځکه پری موږ دلته بحث کول نه غواړو. د سولې شته جریاناتو ته له یوې بلې زاويې پدې توګه کتنه کوو. د افغانستان په څلویښت کلنه غمیزه کې وخت ناوخت ډېرځلې د سولې غږونه پورته شوي، که تیر د څلورو لسیزو تاریخ ته لنډه غوندې کتنه وکړو؛ څو ځلې موږ د سولې فرصتونه له لاسه ورکړي. دا چې هغه مهال د سولې فرصتونه مو په داسې حال کې له لاسه ورکړي چې دهغه مهال په جنګ کې ښکیل لوري اوس په خپلو تیروتنو اعتراف کوي، که هغه مهال په جګړه کې ښکیل لوري د جذباتو په غرونو هسک نه وى؛ نن به دشته جنګونو، وژنو او ورانیو کوربانه نه واى. دا چې دتللو اوبو پسې بیل را اخیستل ګټه نه لري؛ نو یوازي دتیرو وختونو د فرصتونو دلاسه وتلو ځيني باید دا زده کړو چې بیا ځلې ورته تیروتنو څخه ځانونه وژغورو، تر څو د تلپاتې سولې په تامینولو کې پخوانۍ تیروتنې تکرار نه کړو. سولې ته اړتیا او بیړه مو تر هرچا زیاته ده؛ خو د تلپاتې سولې غوښتونکي یو. اوس مهال چې دسولې په تړاو کومې هڅې روانې دي، تر ډېره بریده پکې د افغان حکومت رول په حاشيه کې نیول شوى.
دمګړۍ د جنګ په لیکو کې د زیان کوربانه افغانان دي؛ نو اړتیا برېښي چې دسولې پروسې کوربه افغان حکومت وي. افغان حکومت چې د سولې لپاره کوم وړاندیزونه کړي په هراړخیزه توګه یې جنګ نفي کړی په ټولیزه توګه یې د جنګ مجوز له منځه وړی د خپل لوري يې هغه ټول اقدامات وړاندې کړي کوم چې په بنسټیزه توګه جنګ له منځه وړي.
د کابل په دویم نړۍ وال کانفرانس کې د ولسمشر له لورې ویل شوی وو چې سیاسي جنګیدونکو مخالفینو ته د سیاسي ګوند په توګه د فعالیت اجازه ورکوي او دوی کولی شي، چې رایو ترلاسه کولو په صورت کې د هیواد ولسمشري هم تر لاسه کړي.
د واک ترلاسه کولو لپاره د ولسواکۍ له لارې واک تر لاسه کول د یوویشتمې پیړۍ د مهمو غوښتنو څخه شمیرل کیږي. یوازې په جنګ ټینګار کول او د جنګ له لارې قدرت ترلاسه کول ناشوني دي، ځکه چې هیڅ کله به مسلح مخالفین په دې ونه توانیږي چې افغان حکومت راوپرځوي، پخپله د واک په ګدۍ کیني.
همدا راز حکومت هم نه شي کولی چې په ټولیزه توګه د مخالفینو ټول خوځښتونه له منځه يوسي، ترکومه به دا کور ګډې جګړه روانه وي او افغانان به پکې خپل ژوند، مال او حال له لاسه ورکوي، دا موږ په دې خاطر نه وایو چې موږ د حکومت د نفوس په سیمو کې استوګن یو، حکومت چې د سولې لپاره کوم وړاندیزونه کړي، په ټولیزه توګه یې د جنګ مجوز له منځه وړى، مخالف لوري دې هم د عامو افغانانو مشکلاتو باندې د نظر نیلی وځغلوي، د شته فرصت څخه دې ګټه پورته کړي، د شته فرصت د ضایع کیدو پسې به دلاس مروړول او یا د وخت په تیرېدو په پخپلو تیروتنو اعتراف کول به هیڅ ګټه ونه لري. په هېواد کې د تلپاتې سولې په هيله.