جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېدریطالبان په انترنېټ کې څه کوي؟| ژباړه: محمد تمیم رحیم زی

طالبان په انترنېټ کې څه کوي؟| ژباړه: محمد تمیم رحیم زی

په وروستیو کلونو کې طالبانو د ټولنیزو شبکو، د خبري – تحلیلي بېلابېلو وېبپاڼو، ایمېل او ګرځنده ټېلېفون له لارې، د خبرونو د خپرولو او په پښتو، فارسي – دري، انګلېسي، اردو او عربي ژبو خپلې بېلابېلې اعلامیې؛ لسګونو سیمه ییزو او نړیوالو خبریالانو ته استوي.

د طالبانو اړوند خبري وېبپاڼو؛ خوځنده او له موخې سره سم عمل کړی او لږ تر لږه د نړۍ په ټولو مجازي شبکو؛ له ټویټره نیولې تر یوټیوب، فېسبوک، ټلګرام، ساونډکلوډ او ان تر انېسټاګرامه پورې فعاله ونډه لري. دا هر څه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان د جګړې اړخ د طالبانو ترهګرې ډلې دي؛ دولت بیا د خبر رسونې او د عمل چټکتیا په برخه کې د طالبانو په پرتله په کراتو ورو او بې پلانه عمل کوي.

تاسو ته به هم د دې پته لګېدلې وي، کله چې د افغانستان دولت ځینو رسمي وېبپاڼو او د وزارت خونو وېبپانو ته ورشئ؛ حتا په میاشتو یې منځپانګه نه ده تازه (اپډېټ) شوې. طالبان بیا د اطلاعاتو د لېږدونې او د انساني ځواک د جذب لپاره په انټرنېټ کې په پراخه او تړونۍ توګه فعال وي. دا به تاسو ته ډېره په زړه پورې وي، چې پوه شئ؛ د افغانستان دولت ځینې بنسټونه په ساونډ کلوډ یا ټلېګرام کې هېڅ ځانګړي حسابونه نه لري او په انسټاګرام کې هم پاشلی او نا منظمه حضور لري.

طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو، په افغانستان کې د خپل واک په موده کې ټلوېزیون، موسیقي، سینما او ان عکاسي (انځور ګري) یې د غرب نښانه ګڼله، دا یې حرام ګڼل او بند کړي یې وو؛ خو اوس بیا د طالبانو د مفتیانو او ملا امامانو اند بدل شوی او نوې فتواوې یې صادر کړې دي، تر څو دا ډله د اطلاعاتو د لېږدونې په موخه له پر مختللې ټېکنالوژۍ ګته واخلي. دوی پر مختللې ټېکنالوژي او انټرنېټ د الهي رحمت یو ډول ګڼي؛ خو پر دې بنسټ چې له اسلامي لارو چارو به په کې ګټه اخیستل کېږي.

له انټرنېټ څخه حرفه یي ګټنه

دا خبر به د نورو په پرتله د رسنیو او مطبوعاتو د کورنۍ لپاره په زړه پورې وي، چې د طالبانو اړوند پاڼې ډېرې حرفه یي طراحي شوې دي او تقریبآ له معیاري ډیزاینه په کې ګټه اخیستل شوې. د ویډیو د جوړولو په برخه کې حرفوي، اشنا او په کار پوه ګرافیست کاران ګماري. تر دې چې د طالبانو ځینې ویډیو اېډېټران له (اینفو ګرافیک) سره هم بلدتیا لري او له پرمختللو تجربو د برنډېنګ په طراحۍ کې ګټه اخلي. د دې ترڅنګ، د طالبانو له خوا چې کومې ویډیو ګاڼې د بېلابېلو ټولنیزو شبکو له لارې په بېلابېلو ژبو خپرېږي؛ طالبانو سره د یو ځای کېدو، د چاودېدونکو توکو د جوړونې، وران کاره وسلې، د طراحۍ کړنلارې او د ترهګریزو عملیاتو د ترسره کولو لارې چارې په کې روزنه ورکول کېږي.

د طالبانو اړوند خبري – تحلیلي وېبپاڼې، کار پوه، متخصصه او د لوړې کچې کسان جوړوي. په دې توګه د افغانستان له دولت سره د تبلیغاتي جګړې لپاره او همدا راز په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په باب، له مجازي فضا او انټرنېټ څخه پراخه ګټه اخیستل کېږي.

بې له شکه؛ د د طالبانو رسنیز او تبلیغاتي فعالیتونه د دوی د نظامي خوځښتونو په پرتله ډېر تأثیر لري. د دوی د فعالیتونو همدا برخه د دې لامل شوې، تر څو کوچنی خوځښت یې د ټولیزو خبرونو په سر کې ځای شي.

له رسنیز او تبلیغاتي فعالیت څخه پرته، هېڅ سازماني او تشکیلاتي فعالیت نه شي کولای، د پراختیا او ودې لاره پرانیزي، د پراخوالي حضور به یې د تېر په پرتله زیات کړي او د حاکمیت ستنې یې باید په کلیو او ښارونو کې کلکې کړي.

په تبلیغاتو کې د دولت په پرتله د طالبانو پرمختګ

طالبان هم په څو ژبو رسمي وېبپاڼې لري، چې له دې لارې خپل ډېری تبلیغات ترسره کوي. طالبان هر کله خپلې خبر نامې، اعلامیې، خبرتیاوې، ویناوې او پیغامونه د برېښنايي پست او ګرځنده تېلېفون له لارې له رسنیو او خپلو ملاتړو سره شریکوي؛ پداسې حال کې چې امنیتي بنسټونه هره ورځ، یوازې اعلامیې له رسنیو سره شریکوي او په هغو کې هم د امنیتي بنسټونو تر منځ همغږي نه وي.

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت په وار، وار د ترهګرو ډلو او په تېره بیا د طالبانو اړوند، خبري سرچینو د بندلو خبره کړې؛ خو په جدي او منظم ډول د دې پتو او وېبپاڼو د بندولو لپاره کوم مؤثر ګام نه دی پورته شوی او کومه مثبته پایله لاسته نه ده راغلې، چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د خبري – اطلاعاتي سرچینو د بندولو لپاره وي.

ترهګرې ډلې او له هغې ډلې بیا طالبان د اطلاعاتو په لېږدونه کې ډېر ځیر او دقیق عمل کوي، یو وخت د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن د اړیکو ټینګولو لپاره له ټېلېفونه ګټنه کوه؛ خو کله چې خبر شو، چې ټېلېفوني اړیکې او خبرې اترې یې اورېدل کېږي، نو بیا یې له دې لارې ګټه اخیستنه ودروله او دا د اطلاعاتو په لېږد کې د دولت په پرتله د طالبانو د یو ګام مختګ بېلګه ده.

طالبان د مجازي فضا په اډاڼه او د غربي هېوادونو په مرکزیت کې، پراخ حضور لري. تاسو په ګوګل کې د طالبانو په اړه د ډېرو ساده او د څارنې لپاره په خوله کې کلیمو سره کولای شئ، د دوی په اړه له لسګونو وېبپاڼو، وېبلاګونو او حسابونو سره مخ شئ؛ که چېرې د افغانستان دولت وغواړي په ډېرې اسانۍ سره کولای شي په لوړه کچه د طالبانو تبلیغاتي او رسنیز فعالیتونه درولی شي، خو تر اوسه په دې برخه کې رغنده ګامونه نه دي اوچت شوي.

له دې سره، طالبان په دې وروستیو کې توانېدلي تر څو د ټولنیزو شبکو، په بېلابېلو نومونو وېبپاڼو، ایمېل او ګرځنده ټېلېفون سره؛ په یوه وخت کې خبرونه او اعلامیې په بېلابېلو ژبو خپلو پلویانو ته ورسوي. دوی حتا د اینفوګرافیک د طرحې د خپرولو بېلابېل ډولونه، چې د پویا نمايي ځواکمنې وسیلې دي، هم په خپلو رسنیو کې اضافه کړي او له دې لارې خپل لیدونکي زیاتوي.

په بېلابېلو ژبو د څو وېبپاڼو حرفه یي مدیریت

الاماره، صدای جهاد، امارت اسلامي، مجلة الصمود، رادیو شریعت، اسلام وېبپاڼه، نن ټکی اسیا، دارالاقتاء، سنګر جهاد او حقیقت مجله د طالبانو د تازه خبر رسونې تر ټولو مهمې سرچینې دي.

طالبان خپل وروستي فعالیتونه شېبه په شېبه په پښتو، اردو، عربي، فارسي – دري او انګلېسي ژبو خپروي او په ټولنیزو شبکو کې هر چا ته د خپرو شویو راپورونو د متن لاندې د اند (نظر) حق ورکړل شوی او همداراز په خپرو شویو ویډیو ګاڼو کې یې د فعاله ټېلېفون شمېرې، وایبر، وټس اپ او ټلېګرام شمېرې لیکلې دي.

طالبان په امنیتي ځواکونو، پولیسو او د دولتي بنسټونو په کار کوونکو د برید فېلم ډکوي او له ځنډ پرته یې د مخاطبانو لپاره په ټولنیزو شبکو او خپلو خبري سرچینو خپروي. طالبان د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د خپلو نظامي عملیاتونو په ترڅ کې یو خبریال او فېلم اخیستونکی هم له ځان سره بیايي او د خپلو عملیاتو جزئیات د راپور په قالب کې له ولایتونو څخه د دې ډلې رسنیز مرکز ته استوي.

طالبان هم د مړه شویو کسانو د نوم اخیستنې په برخه کې د افغانستان دولت له تخنیکونو کار اخلي او په خپلو ټولو راپورونو کې، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او پولیسو شمېره څو برابره ښيي. په ځینو برخو کې طالبان خپلو موخو ته د رسېدو له پاره له تخصصي او پرمختللو وسیلو د خپلو پیغامونو د خپرولو لپاره کاروي.

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د غیرې نظامیانو د مرګ ژوبلې غبرګه ښودنه

په تېرو کلونو کې طالبانو دا درک کړې، هغه وخت او ځای چې په فېزیکي نړۍ کې لري؛ په انټرنېټ کې یې نه لري. دوی په تېرو کې د نظامي او ایدیولوژیکو روزنو لپاره مجبور وو، چې له پولو اخوا ولاړ شي. اوس که چېرې داسې سفرونه هم اړین وي، د طالبانو غړي ښه پوهېږي چې د دوی د اړونده وسیلو لکه: نقشه، یاد داښتونه او روزنیزو متنونه لېږد د دوی د بربنډېدو او افشا لامل کېږي؛ نو په دې اساس له دې لارې ګټه نه اخلي، ځکه پراخه نړۍ او چټک انټرنېټ یې په واک کې دی.

یوه بله موضوع چې د طالبانو د پام وړ ده، د ناټو د هوايي او ځمکنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د غیر نظامیانو مرګ ژوبله وه، چې د خپلو تبلیغاتو لپاره یې غوره کړې وه. ډېری وخت په جګړه کې حقیقت اهمیت نه لري، بلکې له عمومي فکرونو انګیرنه ده چې وړونکی او بایلونکی ټاکي. طالبان په دې تبلیغاتي جګړه کې تر ډېرې کچې بریالي شوي دي او په افغانستان کې مېشت ناټو او امریکايي ځواکونه یې بایلونکي معرفي کړي دي.

طالبان د عملیاتو په ترڅ کې له یو بل تکتیکه چې ګټه اخلي هغه دا دی چې، کله چې عملیات ترسره کېږي او په ترڅ کې یې طالبان وژل کېږي؛ نو طالبان دې موضوع ته داسې اړخ ورکوي، چې ګواکې د عملیاتو په ترڅ کې ډېری  ملکیان وژل شوي او خپل شمېر کم یا یې هم هېڅ نه څرګندوي.

دا خبره د افغانستان د دولتي ځواکونو په برخه کې هم صدق کوی. د طالبانو په وړاندې د خلکو د عمومي فکرونو بدلول، د اطلاعاتو خپرول او د امنیتي ځواکونو بې رحمه معرفي کول د طالبانو په وېبپاڼو او انترنېټي اپلیکېشنونو کې د دوی کړنلاره ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب