شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeټولنیزد وخت د بریالي مدیریت لارې چارې

د وخت د بریالي مدیریت لارې چارې

لیکنه: شمس الحق حیران

د وخت مدیریت له هغو ارزښتمنو مفاهیمو ګڼل کېږي چې د مخ پر ودې هېوادونو وګړي یې زده کړې ته سخته اړتیا لري. یوازې د وخت بریالی مدیریت دی چې ځينې ټولنې له نورو پرمختللې او ځينې هغه تر نورو وروسته پاتې کوي. دا خبره د انسانانو په هکله هم سل سلنه ريښتونې ده. ځينې وګړي وینو چې تل له ناسمو شرایطو او ستونزو سر ټکوي. محرومیت، د اړینو سرچینو نشتون او د نورو له خوا ناهيلې کوونکې څرګندونې د خپلې هرې هڅې پر وړاندې خنډ بولي. دوی د وخت مدیریت لاڅه چې اصلا د وخت تېرېدنې احساس له لاسه ورکړی وي. خوري، څښي، شپې سبا او ورځې بېګا کوي خو یوه شېبه هم پر دې فکر نه کوي چې څه ډول کولای شي د خپل ژوند دا دودیز او له کاره لوېدلی سبک بدل او پر ځای یې داسې سبک خپل کړي چې نور انسانان، ملتونه او ټولنې یې د پرمختګ تر لوړو پوړیو رسولې دي؟ د دوی خلاف یو شمېر وګړي په همداسې ناسمو شرایطو کې د ګلونو په څېر غوړېږي، د ژوند له ټولو ستونزو سره ډغرې وهي، د وخت د مدیریت ارزښت یې درک کړی وي او له خپلو پیسو زیات د خپل وخت پر بې ځایه او بې پروګرامه تېرېدنې خپه کېږي. دلته په دې درسره غږېږو چې څرنګه کولای شو لومړی د وخت مدیریت وپېژنو او دویم ګام کې د وخت د بریالي مدیریت لارې چارې در په ګوته کړو.

زموږ د ژوند او کار کیفیت د وخت په بریالي مدیریت او له وخت څخه په اغیزناکې ګټې اخیستنې پورې تړلی دی. وخت زېرمه کولای نشو خو کولای شو هغه په مختلفو لارو په خپل اختیار کې واخلو. له خلکو سره تر اوسه دغه پوښته شته چې ولې ځينې وګړي له وخته شاته پاتې کیږي او نه شي کولای له خپل وخت څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي؟

تاریخ رازده کوي چې د وخت مدیریت یوه تاریخي مسله ده. داسې مسله چې له هڅو او ریاضت پرته نه حل کیږي ځکه دا داسې کومه مسله نه ده چې نوې ټکنالوژۍ دې رامنځته کړې وي. په داسې شرایطو کې چې د وخت د مدیریت لپاره زیات وسایل په لاس کې لرو او اداري پروسې، په اداري تشریفاتو او کاغزپرانیو کې لږې ورکېږي، نشو کولای تر ډېرې مودې خپل د وخت کمزوری مدیریت د نورو له سترګو پټ وساتو. د وخت مدیریت داسې یوه موضوع ده چې د ژوند په دواړو (فردي او کاري) اړخونو کې ورسره مخ یو. د وخت د مدیریت او پر هغه د برلاسۍ په اړه ښايي فکر کول په ځینو خلکو کې بې له عملي کار څخه رامنځته شي خو موږ باید په ریښتني ډول د هغو ستونزو په اړه فکر وکړو چې اوس مهال  په دې برخه کې ورسره لاس او ګریوان یو.

ټول پوهېږو چې په غوره توګه د کارونو تر سره کول د وخت له مدیریت سره مستقیمه اړیکه لري. ښايي دغه خبره مو اوریدلې وي چې وايي: وخت سره زر دی نن دا خبره نه منل کېږي ځکه نړۍ پوهېدلې چې که سره زر له لاسه ورکړو بېرته یې ترلاسه کولای شو خو له لاسه تللی وخت په هېڅ بڼه بېرته راستنولای نشو. د وخت په اړه ډېر وګړي وايي چې لږ وخت لري او خپلو ټولو چارو ته رسېدنه نشي کولای. خو اصلي خبره دا ده چې که له خپل وخت څخه ښه ګټه واخلو، ډېر وخت سپمولای شو. په دې ډول به تل د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره کافي وخت ولرو. باید ووایم چې په هر ډول چاپېریال کې د خپلو ټولو سرچینو په ځانګړې توګه وخت څخه د ښې ګټې اخیستنې مسوول او ځواب ویوونکي یو.

دوام لري…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب