دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeټولنیزد وخت د بريالي مدیریت لارې چارې | ژباړه: شمس الحق حیران

د وخت د بريالي مدیریت لارې چارې | ژباړه: شمس الحق حیران

– دویمه برخه  

د وخت په بریالي مدیریت سره کولای شو موثریت (په ښه توګه د یو کار سرته رسول) او مثمریت (د ښو کارونو تر سره کول) تضمین کړو. د وخت مدیریت په حقیقت کې له یوې خوا د ځان او له بله اړخه د نورو اداره کول دي. د وخت مدیریت خپله لمن کې د لومړیتوبونو جوړول او د مسوولیتونو د انتخاب په څېر مهم ټکي رانغاړي.

د وخت د مدیریت ارزښت  

وخت څه شی دی؟ آیا وخت کنټرولولای شو؟ آیا وخت زموږ په لاس کې دی؟ دا معلومه خبره ده چې د دغو پوښتنو په ځواب کې وایو: نه؛ ولې؟ د دې لپاره چې د ساعت ستنه تل پر مخ روانه ده، ساعت بېرته شاته نه راګرځي. ځکه نو د اصلي خبره دا ده چې د وخت مسله نه بلکې د یو اړین مهالویش په جوړولو سره زموږ د خپلې ارادې کابو کولو او پیاوړي کولو مسله مطرح ده.

مهالوېش یعنې کاري پلان، د دندو لایحه، د ادارې د مقاماتو هغه کړنلارې او لارښونې چې کارکوونکی باید د کاري پلان او د دندو له لایحې سره سمې خپلې ورځنۍ دندې وویشي او له رسمي وخت څخه په سمې ګټې اخیستنې سره یې ‎د منلو وړ کیفیت په لرلو سره ترسره کړي. دغه ټول ټکي د وخت له تنظیموونکو عناصرو څخه عبارت دي.

د کارکوونکي لپاره له وخت څخه ستره او مهمه ګټه اخیستنه داسې ده چې په رسمي وخت کې په دفتر کې حاضر وي، ورځني پروګرامونه او لارښوونې په اغېزناکه توګه پلي کړي.

ولې د وخت مدیریت؟

کله چې د وخت د مدیریت په اړه خبرې کوو، هرو مرو باید د موخو په اړه خبرې وکړو، بریالی مدیریت یوازې هغه وخت شونی دی چې موخې یې روښانه او ښې تعریف شوې وي. تر څو موخو ته د لاسرسي په پار سمې څېړنې وشي.

موخې د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره هڅوونکي او خوځوونکي دي. که روښانه موخې ولرئ، پوهېږئ چې غواړئ چېرته ولاړ شئ او کومې پایلې ترلاسه کړئ؟ یوازې هغه کسان چې موخې یې ټاکلې دي کولی شي په وروستیو مخې ته راتلونکو پړاوونو کې د خپل لید پراخوالی او روښانتیا وساتي، هغوی ان پر زیات اداري کار برسېره لومړیتوبونه مشخصولی شي او پوهېږي چې څرنګه له خپلې زیاتې خدای ورکړې وړتیا څخه ډېره ګټه واخلي. دا ډول کسان په ډاډ او چټکتیا سره خپلو ټاکلو موخو ته رسېږي. د موخې لرل د وخت د بریالي مدیریت مهم او لازمي شرط دی.

موخې: له هغو معیارونو څخه عبارت دي چې موږ د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره ورته اړتیا لرو، موخې مو پوهوي چې ولې باید یو کار وکړو او د دغه کار پایلې به څه وي؟ په بل عبارت موخې له هغو ټاکلو ټکو څخه عبارت دي چې موږ د هغو په لوري فعالیتونه رهبري کوو. د موخې له شتون پرته به هېڅوک هم د وخت په ښه مدیریت بریالي نه وي، ځکه موږ چې څه غواړو تر لاسه یې کړو، که پر هغو پوه نه یو، نو د هغو د ترلاسه کولو لاره به څنګه وپېژنو؟ امام جعفر صادق رحمه الله یو ځای ویلي دي: که چېرې مو موخه ټاکلې نه وي، د ډېرو هڅو او وخت لګولو وروسته به هم آن ونه پوهېږئ چې خپلې موخې ته رسېدلي او که ورڅخه لرې شوي یاست؟ له دې کبله لازمه ده چې د موخو اړخونه په پام کې ولرو.

د موخو اړخونه

– غواړو څه ترلاسه کړو؟

– په کومه کچه یې ترلاسه کړو؟

– څنګه یې ترلاسه کړو؟

– تر څه وخته یې ترلاسه کړو؟

– پر کوم اساس یا ولې یې ترلاسه کړو؟

د موخې په ټاکلو کې تر ټولو ستره تېروتنه له موخې څخه د واضح او مشخص تعریف نشتون دی. موخې او مقاصد باید په څرګنده توګه تعریف شي. له خپلو موخو ډاډه شئ او کومې موخې چې غواړئ په نږدې یا لرې راتلونکې کې یې ترلاسه کړئ لیکلړ برابر کړئ.

په کار کې د وخت مدیریت

نننی کاري چاپېریال لکه سخته او جدي سیالي غوندې بللی شو. د وخت په هره ثانیه کې نوي اختراعات صورت مومي او د دودیزو لارو چارو عمر لنډېږي. د نن ورځې تازه خبر د سبا ورځې زوړ خبر حسابېږي، دغو ټکو ته په پام سره هغه کسان چې له بدلونونو سره سم مخ ته ولاړ نشي، شا ته به پاتې کېږي. تاسو باید له وخت سره د سم مخکې تګ لپاره خپلې ټولې سرچینې وکاروئ. په ننني بازار کې د بریا تر ټولو ستر لامل وخت دی. د ورځې په نامحدودو کاري ساعتونو سره مو کولای شول چې د کار چټکتیا د خپلې خوښې تر بریده راټيټه کړو. خو له بده مرغه چې د وخت کنټرول د بشر له واکه وتلې خبره ده. د دغو نه منل کېدونکو شرایطو له مخې باید له وخت سره کار وکړو.

له وخت او د وخت د مدیریت له ګټو ترلاسه شوي محدودیتونه مرسته کوي چې له وخت سره کار وکړو نه دا چې پر وړاندې یې ودرېږو. ستاسو د وخت مدیریت طریقه ستاسو د بریا تضمینوونکې ده. په داسې حال کې چې د وخت د مدیریت فلسفه له یو کس تر بل کس پورې توپير لري او ستاسو د وخت مدیریت باید په داسې ډول صورت ومومي چې له کار سره مو سمون ولري. په دې برخه کې یو شمېر داسې لارښوونې وړاندې کېږي چې له تاسو سره د وخت په اغیزمن مدیریت کې مرسته کوي. دا لارښوونې په دقت سره ولولئ او په داسې ډول یې پلې کړئ چې اړتیاوې مو رفع کړي.

سم کار په سم وخت کې ترسره کړئ

حتی د وخت په ښه مدیریت سره به هم وپوهېږئ چې تل نشو کولای ټول کارونه په هماغه لومړي وخت کې ترسره کړو. خو داسې کارونه شته چې باید په خپل لومړي وخت کې یې ترسره کړو او داسې کارونه هم شته چې شا ته یې غورځولای شو. د وخت د مدیریت د عمومي لارښوونو پر بنسټ، د کارونو یو داسې نوملړ باید جوړ کړئ چې لومړیتوب پکې رعایت شوی وي. ټوله ورځ باید د یاد لیکلړ له مخې هغه کارونه ترسره کړئ چې تر ټولو ډېر لومړیتوب ولري. دا چاره ډېره اسانه ده او کومې ځانګړې طریقې ته اړتیا نه لري. په داسې حال کې چې زموږ ډېر شمېر سم کار په سم وخت کې نه ترسره کوو. د لومړیتوب له مخې د چارو ترسره کول مرسته کوي چې چارې په ښه ډول مدیریت کړو.

له دفتر تر وتلو وړاندې د سبا ورځې د فعالیتونو نوملړ جوړ کړئ

د کارونو نوملړ وګورئ او ترسره شوي کارونه پکې وټاکئ. ترسره شوي کارونه پاک او ناترسره شوي کارونه ‎د لومړیتوب له مخې ډلبندي کړئ. د اصلي موضوعاتو د لومړیتوب ټاکنې پر مهال پر هغو کارونو کتنه وکړئ چې سبا ورځ یې ترسره کول غواړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې تر کار لاندې پروژې دویم پړاو پیلوئ. د دغه پړاو مستندات ولولئ، دا چاره به د دې لامل شي چې د دویم پړاو لپاره ترسره کېدونکي اقدامات مو په یاد راشي. که له څو کسانو سره کار کوئ، له هغوی سره د سبا ورځې د کار په اړه وغږېږئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې هغوی هر یو خو پوهېږې چې سبا باید کوم کارونه ترسره کړي؟

هغه کاري ساعتونه مو پيدا کړئ چې تر ټولو ډېره انرژي پکې لرئ

وټاکئ چې د ورځې په کومو ساعتونو کې څه ډول احساس لرئ؟ دا هغه ټولې څېړنې دي چې خپلو د ډېرې انرژۍ واله کارونو موندلو لپاره ورته اړتیا لرئ. هغه ساعتونه وشمېرئ چې تر ټولو زیاته انرژي پکې لرئ، تر ټولو لوړه انګېزه پکې لرئ او ټول پام مو پر خپلو کارونو متمرکز وي. په دغو ساعتونو کې باید خپل تر ټولو ستونزمن کارونه ترسره کړئ.

له ناستو څخه تر ټولو زیاته ګټه پورته کړئ

د ناستو رابللو لپاره باید څلور لاندني ټکي په پام کې ونیسئ. لومړی ټکی دا دی چې ناسته په داسې وخت کې جوړه کړئ چې اړونده موضوع یې پېښه شوې وي. دوره يي ناستو ته ډېر کله اړتیا نه وي خو که دا وخت تخصیص کړئ په مختلفو بحثونو سره ډکېږي.

ځکه نو، ناستې د اړتیا له مخې جوړې کړئ نه د قاعدې له مخې. د ناستې تشکیلولو لپاره دویم لارښود، د ناستې د دستور تنظیم دی. د ناستې دستور باید د ناستې موخه او د بحث وړ ساحه په ګوته کړي. د بحث موضوعاتو تر منځ باید لومړیتوب شتون ولري. پراخې ناستې د دې لامل ګرځي چې خلک پر پام وړ موضوع متمرکز شي. دا کار د وړو او ګټورو ناستو د جوړونې لامل کېږي. کسانو ته د ناستې تر جوړېدو مخکې په مناسب وخت کې د ناستې د دستور وېشنه دوی ته د دې امکان برابروي چې ځانونه ناستې ته چمتو کړي. دا کړنې د دې لامل ګرځي چې ناستې مو اغیزمنې او روزنیزې واقع شي.

د ناستو جوړونې لپاره درېیمه لارښوونه ناستو ته د دقیق او کره وخت تنظیم دی. د ناستو ساعتونه به د ناستو پر پایلو ژور اغېز ولري. د بېلګې په توګه: که پوهېږئ چې په ناسته کې درسره داسې کسانو ګډون کړئ چې له خپل وخت د ناستې ډېرې غزېدنې ته لېواله دي نو د ناستې وخت له ماسپښين مخکې یا د ورځې وروستیو ساعتونو ته تنظیم کړئ. دا چاره د دې لامل ګرځي چې کسان د تمرکز او پاملرنې لپاره ډېره انګېزه ولري.

واکونه او مسوولیتونه مو په منظم ډول تفویض کړئ

تفویض ډېر وخت رامنځ ته کوي. خو دا چاره ډېر کله په اسانۍ سره نه ترسره کېږي. په حقیقت کې، ډېر کسان د کارونو له تفویض سره ستونزه لري. د دې مسلې دلایل عبارت دي له: کله ناکله بل کس ته د کار د ترسره کولو په اړه توضیحات تر دې ډېر وخت نیسي چې شخص هماغه کار په خپله ترسره کړي. خو که راتلونکي ته مو پام وي، پوهېږي چې که اوس لپاره پر یاده مسله یو څه زیات ولګوئ په راتلونکي کې به هم وکولای شئ چې پام وړ کار تفویض کړئ. بل دلیل د کمال غوښتنې نه تفویض دی. کله چې چارې نورو ته سپارئ (تفویض کوئ) هغوی ته په یو ډول اجازه ورکوئ چې تېروتنه وکړي. که تاسو د تېروتنو د تصحیح زغم ولرئ، په دې صورت کې به کسان په ډېره زیاته کچه زده کړي چې ورته سپارل شوی (تفویض شوی) کار په مناسب او ښه ډول ترسره کړي. د نه تفویض بل دلیل د وړتیا له کموالي وېره ده. د تفویض دا وجه داسې یو څيز دی چې موږ ټول به ورسره مخ کېږو. د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې له تفویض څخه یې لاس ته راوړئ نه د هغه څه په اړه چې په تفویض سره یې له لاسه ورکوئ.

کله چې له تفویض څخه پر راولاړېدونکو وېرو غلبه وکړئ، باید زده کړئ چې څه ډول کولای شئ په اغیزمن ډول چارې تفویض کړئ. په لومړي سر کې وټاکئ چې د څه څيز تفویض غواړئ؟ د لومړیتوب له مخې د کارونو ترتیب شوي نوملړ ته وګورئ، دا نوملړ د تفویض لپاره د اړتیا وړ کارونو تنظیم کې مرسته کوي. وروسته وړ او کار ته لېواله کسان د تفویض لپاره وټاکئ، په یاد مو وي چې ټول کار تفویض کړئ. کار او د انتظار مسایل توضیح کړئ. ورپسې ګام دا دی چې کس ته د کار ترسره کولو اجازه ورکړئ. کار له ټاکل شویو وختونو مخکې وارزوئ.

خپل کاري میز منظم کړئ

کوم کس چې پر نامنظم میز کار کوي، په اوسط ډول د ورځې یو ساعت وخت پر دې تېروي چې د میز پر سر خپل توکي ولټوي. د مېز پر سر ګډوډۍ اصلي لامل کاغذ دی. کاغذونه باید ډلبندي او وساتل شي، یا نورو همکارانو ته وسپارل شي او یا هم لرې وغورځول شي. اړتیا نشته چې په زیاته کچه کاغذ مو د نامحدود وخت لپاره د میز پر سر پروت وي. د میز د سر له تنظیمولو وروسته د خپل میز د روکونو پر تنظیم اقدام وکړئ. یوازې د میز تنظیمول بسنه نه کوي. هره ورځ یې پاک هم کړئ. د ميز منظمه ساتنه په یوه اونۍ کې اوه نیم ساعته کاري وخت زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب