دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeکلتورد لندن ميشتو فرهنګيانو فرهنګي غونډه

د لندن ميشتو فرهنګيانو فرهنګي غونډه

راپور: سليم شاه

د جنوري په ديارلسمه نيټه  دماښام اومازديګر ترمنځ مهال بيا دلندن ميشتو فرهنګيانو غونډه جوړه شوه ۔  دغونډې يو ښه اوپه زړه پوري ارزښت دا هم وو چې پر نورو فرهنګيانو سر بېره وتلي ژبپوه او  توکم پوه دوکتور مجا ور احمد زيار هم په کې ګډون کړی وو.

دا وار غواړم دغونډې راپور له پا ېه تاسوته پیل کړم اوهغه دا چې شعر په کې ډېر لږ ولوستل شو يوازې غلام محمد کامه وال صيب يو شعر ولوست ۔ اونظيف تکل سره له دى چى  دسړو او والګي له امله په کړاو وو ۔ خو شعر يې اکبر کرګر ولوست ۔ خو خداى وکي چې ښه يې لوستی وي دا ځکه چې کرګر خو نه شاعر دی اونه ماهر چې  دبل چا شعر لا لولي بيا يې هم کور اباد ۔

را ځو دغونډي پيل ته. غونډه زموږ دافغاني سوسولوف عبدالوکيل سوله مل شينواري په يوه پوښتنه پيل شوه  دا پوښتنه اوددې ځواب دومره اوږد وو لکه دلغماني تڼۍ ۔ تر اخيره چا داسې مجال ونه مونده چې څه ووايي ! سبب يې دا وو چې داکتر صيب په زړه پورې بحث پيل کړ اوټول ورته غوږ،غوږ او فکرکې ولیدلی وو ۔

د سوله مل اشنا پوښتنه دا وه چې استاد، تاسې د هزاره دانشنامه د کتاب مخکتني ته تللي واست ستاسو په نظر دا کار او څیړنه څه ډول ارزوئ ۔  خو زه نه غواړم د دې دانشنامي په اړه د داکتر محترم ټولي خبري را نقل کړم ۔ په زړه پوري خبره دا وه چې هغه د افغانستان د توکمونو اونژادونو په باب بحث پيل کړ.  او د خپلو څيړنو په رڼا کې يې د بيلا بيلاو قومونو او سيمو د نومونو او اثارو په باب مفصلي خبرې وکړې ۔

هغه په خپل لکچر کې د  هلمند، زرنګ، کاسي، سليمان غرونواونور وځايونو په ريښو رڼا واچوله ۔ په هماغه مهال  چې ما داستاد خبري اورېدې دغونډي ګډون کوونکي ټال ته ختلي وو او له اوس نه شپږ زره کاله دمخه تاريخ په زانګو کې زنګیدل ۔  لنډه دا چې دغونډي ګډون وال ټول له حاضره مجلسه په رواني لحاظ وتلي وو او دپنځه زره کلن تاريخ په درو کې يې چکر واهه ۔ په دې کې کوم ښاغلي پوښتنه وکړه چې نور ستانيان هم دپښتنو سره تړاو لري که څنګه؟ ځکه چى ځيني افساني شته چې وايي دوى د سکندر کبير اويوناني لښکر پاتي شوني دې ۔ هغه وويل  نورستانيان لومړني ساکان دي چې شپږ زره کاله دمخه دې سيمي ته را کوچيدلي دي ۔ دوې نه يونانيان دي اونه بل ۔ دا چې ددوې څيرې غښتلي اوسپيني دي دا دچاپيريال اغيزه ده او ۔ ۔……

هغه دپښتنو داصل ونسب په باب رڼا واچوله ويل يې :

پښتانه ساکان دي  اونور قومونه چې ما دمارګنسترن  دتيزس په بنياد څيړنه کړي ده له قفقاز يا کوکاس نه راغلي  منځني اسيا اوسني افغانستان حوزې ته را خواره شوي دي ۔ سيستان يا ساکستان زموږ لومړني ټاټوبي دى ۔ زرنج زموږ دنيکونو لومړني مرکز و۔

داستاد زيار په همدې خبرو کې موږ دغونډي ټول ګډون وال داتمر او قانوني  دجومات دکنجونو له ماملي نه لاړو شپږ زره کاله دمخه ورځو ته. موږ چې يو بل ته وکتل ټول بربنډ ناست وو ، دوزو پوټکي مو له  شرم ګا وو نه تا وکړي وو ږېرې مو په ځمکه لغړيدلي او دسر ويښتان مو په اوږو لارې کړې وې ۔ ځانونه راته لومړني ساکان را ښکاره شول ۔ لګيا يو دهلمند په هامون کې ماهيان نيسو ۔ يو اشنا داسې ښکاره شو چې ستر ځايونه يې پټ کړيدي. داوزي پوست يې له ځانه تا وکړى  اوپه ښکره ور غوايي سپور دى . ليندۍ يې په لا س کې ده اوغشي يې په ملا کې ټومبلي دي ۔ اودشپږ زره کالو دمخه طالب پسې ګرځي ۔ خو بل ساکي ورته وايي هلکه طالب مالب دلته نشته .ټول کولاب ته تښتيدلي دي ۔ نه دې دی اوريدلي چې وايي دستړو ځاي ميره ده ۔ يو وخت چې زموږ دوطن غله قطاع الطريق ،  د کانونو اوځمکو غاصبان دامريکي په دالرو مست مجنونان ، چې کله پرې طالبانو سترګي را ويستلي بيا دکولياب په زير خانو کې ناست و ۔

خو له بلې خوا دد اکتر صيب زيار خبرې لکه دکونړ سيند څپانده روان وو۔ موږ لومړني ساکان يې هم په جاله کې کښينولي  او ټالۍ مو وهلې .

استاد وويل مارګنسترن په ۱۹۲۴ کال کې افغانستان ته راغی او له امان الله خان سره يې ملاقات وکړ  اوبيا دافغانستان په بيلا بيلو ځايونو کې وګرځيده. داچې څوک نورستانيان د يونانيانو سره تړې هسې هوايي او دګيډې خبرې کوي ۔

مارګنسترن دټولو پښتني سيمو نومونه را اخيستي لکه هيرمند  يا ارزګان يا زرنګانا ساکاس ، سيستان ۔ اونور

ياران ټول ورته غوږ غوږ وو ۔ چا له خولي سوڼ هم نه شو ويستلى ۔ دافغانستان دځمکو غاصبان  داى اس اى جاسوسان ، دايران دساواک استازي ټول ددوى له ياده ووتل. داسې بريښيدل لکه چې دغونډې ټول ګډون کوونکي شپږزره کاله دمخه دسيستان په شګلنو دښتو کې منډي وهي ۔ اويا دخاشرود او فراه رود دسيند په غاړه ناست  اواستنجاء کوي ۔

په دې ترڅ کې که به چا دزيار په خبرو کې لاس پورته کړ ۔ هغه به هم دشپږ زرو کالو له پاره په هوا کې پاتي شو ۔ خو چې اخير به ستړي شو کښته به يې کړ ۔ زيار خپل لکچر پسې لکچر ورکاوه ۔ ساکان يې په کسې اوسليمان غرونو کې ميشته کړل.

 وزې اورمې يې ورته په مخ کې واچولي  اوبيا ورور ورو ېېشړۍ په اوږو او دډکو تبرګي يې په ملا ګانو کې  وټومبل اوداباسين په لور وخوځيدل شپيلۍ يې هم غږولې۔ دغه وخت مولانا بجلي ګهر  ته اړتيا وه چې راغلي واى اودښو او بدو لار يې ورته ورښوولي واي .

مولينا فضل رحمان ور ته دمخه شو  يو ساکي پښتون چوپان سره مخامخ شو ترې پوښتنه يې وکړه مولينا جانه تاسو څو تنه په يوه تنه کي ياست ؟ هغه وويل: ټوکي مه کوه يو تن يم .مولينا فضل رحمان  او ځيني خلک را ته ملا ډيزل وايي . هغه وويل ټوکي مه کوه . په هره پنډې کې دې يو تن دی اولس تنه خو دې په ملا اوګيډه کې ځاى شوي دي اوهلته په افغانستان کې دجهاد فتوى صادروي ۔ مولينا ويل نه تاسو غلط وايي زه يو تن يم :

بل ساکي مشر را دمخه شو ورته وې ويل : ظالمه خو لږ خوراک به دې کاوه .که ډوډۍ دشکرانې اودخيرات وه  نو ګيډه خو دې خپله وه ۔ بل مشر ساکي په خپلو کسانو غږ وکړ ۔ چې هلکو پورته پامير اوبلخ ته مو پام وي   نورو سيمو ته چې کوم چنګيز منګيز را دمخه نه شي چې ځمکي را نه غصب نه کي ۔ همدغه مهال و چې دپنجشير اوبدخشان له کانونو څخه د څټکو او جبلو  اواز را تللو : چا وويل چې دلته څه دي

بل ساکي مخ ور واړاوه  وې ويل زه خبر يم هلته   دامر صيب کسان لګيا دي ۔ دفوزيه کوفي ورور يې پر سر ولاړ دى .   لاجورد او طلا را باسي اوبيا يې په تورو بازارونو کې پلوري چې دماشومانو ميندو ته نتکۍ اوغاړه کۍ جوړې کړي ۔

بل ساکي وويل : اى لعنت دې په دې غلو شي.په همدې مهال کې يو تور موټر په لار  راغی. ودريد دامان الله خان عکس پرې لګيدلي و. چا پوښتنه وکړه چى دا چېرې وو ۔

بل وويل :  دا امير صيب حبيبالله خادم دين رسولله   دزد وقطاع الطريق رب العالمين په کور کې بندي  کړی وو اوس مو په کې تيل واچول اورا ومو ويستلو ۔

دې خبر ته ټول ګوته په غاښ شو او نور ېې بحث رالنډ او غونډه هم پا یته ورسیده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب