چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeروغتیاد وینې معاینه د سیګرېټو له پرېښودو سره مرسته کوي

د وینې معاینه د سیګرېټو له پرېښودو سره مرسته کوي

حیات

لنسېټ جورنال وايي د وينې کتنه له هغو کسانو سره مرسته کولی شي، چې بېرته غواړي سګريټ پرېږدي.

څېړنې ښيي هغه کسان چې سګرېټ يې پرېښي وي، ۶۰ سلنه يې په لومړۍ اوونۍ کې بيا سګرېټو ته ستنېږي.

لنسېټ وايي د نېکوتينو د ماتېدلو بڼه پيدا کول، له سګريټو پرېښودو سره مرسته کولی شي.

بل پلو څېړوونکي وايي نورې څېړنې هم بايد وشي چې د وينې کتنې څه ګټه رسولی شي.

په سګرېټو د اخته کېدو لامل نېکوټين وي. سګرېت څکوونکو ته هغه وخت د سګريټو څکولو احساس ورځي، چې د نېکوتينو اندازه يې په وجود کې کمه شي او انسان غواړي سګريټ وڅکوي.

خو د مختلفو کسانو وجود نېکوتين په بېلابېلو بڼو سره ماتوي او له منځه وړي.

په سګرېټو د اخته کېدو لامل نېکوټين وي. سګرېت څکوونکو ته هغه وخت د سګريټو څکولو احساس ورځي چې د نېکوتينو اندازه يې په وجود کې کمه شي او انسان غواړي سګريټ وڅکوي

ځينې ساينسپوهان وايي، هغه کسان چې ژر نېکوتين ماتوي يا حلوي کېدای شي زيات سګرېټ وڅکوي او پرېښودل يې هم ګران کار وي.

په دغه څېړنه کې د امريکا د پېنسلوانيا پوهنتون ۱۲۴۰ کسانو برخه اخيستې وه. دوی د هر رضاکار وينه کتلې وه چې وګوري نېکوتين يې په وينه کې څومره تېز ورحلېږي.

دغو کسانو ته نېکوتين او ورينيکلاين درمل ورکړل شوی و.

يواځې ډاګتران کولای شي ناروغانو ته ورينيکلاين درمل ورکړي ځکه د دې وېره وي چې انسان په عصبي ناروغۍ اخته کولی شي.

ساينسپوهانو معلومه کړې، د هغه کسانو وينه کې چې په عادي ډول نېکوتين حل کېږي او ورينيکلاين استعمالوي د هغو کسانو په پرتله چې د نېکوتينو متبادل کاروي د سګرېټ پرېښودو ښه چانس لري.

د هغو خلکو په وينه کې چې نېکوتين په کې په ګرانه حل کېږي او ورينيکلاين استعمالوي کاميابي يو شان ده. خو په نورو ناروغيو د اخته کېدو وېره يې زياته ده.

يوه مشر پروفيسر کيرن ليرمن وويل که چېرې دغه څېړنې وکارول شي کېدای شي د سګرېټو پرېښودو کې ښه پرمختګ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب