جمعه, مې 3, 2024
Homeکالمونه خارجي دښمن | عبدالباري جهاني

 خارجي دښمن | عبدالباري جهاني

د نړۍ پر مخ به داسي اولسونه او هیوادونه نه وي چي خارجي دښمنان، یا لږترلږه رقیبان به نه لري. ګاونډي هیوادونه، معمولا، تر ټولو خطرناک دښمنان وي چي هر وخت وېره ورڅخه په کار وي او باید چي ټولو اعمالو او دسیسو ته یې توجه وسي. البته یوازي خارجي دښمن نه دی چي د هیوادونو او اولسونو د پرمختګ، هوسايني، امنیت او په سوله کي ژوند کولو او نېکمرغه کېدلو مخه نیسي، بلکه داخلي نیمګړتیاوي د هیوادونو په سرنوشت او راتلونکي کي ډېره مهمه او حتی ټاکونکې اغېزه لري.

زموږ منورینو او اکثریت لیکوالانو، له ډېري پخوا زمانې راهیسي، عادت کړی دی چي د خپلو ټولو بدمرغیو پړه پر خارجیانو اچوي. پخوا چي هر څه پېښ سوي دي مسول یې انګرېزان دي او نن چي هر څه پېښیږي اصلي مسول یې پاکستان او د هغه هیواد د پوځي استخباراتي اداره یا آی ایس آی ده. په دې کي شک نسته چي دې دواړو له افغانانو او افغانستان سره دومره جفاوي کړي دي چي یو بشپړ کتاب ورباندي لیکل کيږی؛ مګر موږ یو ځل خپل کور ته دننه هم څه توجه کړې ده؟

انګرېزانو د افغانستان د بې ثباته کولو او کمزوره کولو لپاره، د اته لسمي پېړۍ په پای کي مستقیمي او غیر مستقیمي لاس وهني پیل کړې او د هغوی همدغو مداخلو افغانستان د تل لپاره بدبخته کړ. مګر موږ دې حقیقت ته هم توجه کړې ده چي که د احمدشاه بابا لمسیانو د یوه بل پر ضد په جنګونو لاس پوري کړی نه وای او په داخلي جنګونو کي یې د هیواد خزانه او پوځ تباه کړي نه وای او داسي جنرالان او مړونه یې، چي د افغانستان راتلونکی به یې ټاکی، له منځه وړي نه وای او د دې جنګونو په نتیجه کي چا د تهران دربار او چا انګرېزانو ته پناه وړې نه وای نو تهران او انګرېز به څرنګه د افغانستان په داخل کي د لاس وهنو او بالاخره پر دې هیواد باندي د یرغلونو د کولو جرأت کړی وای. په برټانوي هند کي د انګرېزانو ګورنرجنرال لارډ اکلینډ، پر افغانستان باندي د یرغل کولو لپاره، د پلمې برابرولو په منظور، د ۱۸۳۸ کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د سیملې اعلامیه صادره کړه، چي ښايي د انګرېزانو په تاریخ کي به یوه له تر ټولو بېشرمانه او ظالمانه اعلامیو څخه وي، چي انګرېز مورخین پخپله هم په شرمیږي. له دې څخه څه کم یو کال وروسته یې د ۱۸۳۹ کال په اوړي کي پر بېدفاع افغانستان باندي، چي انګرېزانو ته یې هیڅ ډول  تاوان نه وو رسولی، له دریو خواوو یرغل پیل کړ. مګر په هغه یرغل کي خو له انګرېزانو سره شاه شجاع او د افغانستان ګڼ شمير قومي مشران ملګري ول.

پر افغانستان باندي د شوروي قواوو د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر د میاشتي په یرغل کي خو له هغوی سره د پرچم ګوند او د خلقیانو د ځینو مشرانو مستقیم ملاتړ ملګری وو. د مجاهدینو ځینو مشرانود خلقیانو او پرچمیانو له قدرت څخه تقریبا اته کاله مخکي د پاکستان د آی ایس آی خدمت پیل کړی وو او تر اوسه پوري یې چوپړ کوي. که زموږ خپل افغانان، د ناروا ګټو د ترلاسه کولو لپاره، خپل دین او وطن پلوري او  له پاکستان څخه نیولې، تر روسیې، اېران، امریکا او سعودي عربستان، انګرېز او د نړۍ له هر هیواد او موسسې څخه پیسې اخلي نو بیا موږ څرنګه ټوله پړه پر خارجیانو، په تېره بیا پر پاکستان باندي اچوو. پاکستان او اېران خپلي ملي ګټي لري او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره، زموږ په هیواد کي، هر ډول ناروا عمل کوي؛ مګر دا زمینه خو موږ ورته برابروو.

امریکایانو پر افغانستان باندي د یرغل او خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره( چي زه باید په ډېر عجز ووایم چي سد مي نه په رسېږي) د هیواد له تر ټولو مفسدو عناصرو او جنایتکارانو څخه کار واخیست. هیواد او اولس یې، لاس تړلی، د غلو، قاتلانو او مسلکي جنایتکارانو په لاس ورکړ. مګر دا غله خو ټوله زموږ وطنداران دي. که افغانستان په نړۍ کي په اداري فساد کي لومړی مقام لري نو دا مفسدین خو موږ یو. د امریکا خارجه وزیر جان کیري د افغانستان د اساسي قانون څخه په څرګنده سرغړونه، یو غیرقانوني دوه سری حکومت جوړ کړ. هیچا ږغ پورته نه کړ چي کاکا! دا غیر قانوني حکومت ولي راباندي تحمیلوی. نه یوازي یې ږع پورته نه کړ بلکه ټول یې د ملي وحړت حکومت هم لا هم بولي. ډاکټر عبدالله خپلو موکلینو ته مسوول دی ځکه چي هغوی خو ده ته د اولسمشری لپاره رایه ورکړې وه. دا اجراییه ریاست خو د جان کیري نخره وه. اشرف غني خپلو موکلینو ته همدغه مسولیت لري. ځکه چي هغوی خو له ده سره د اجراییه ریاست مقام نه وو منلی. دوی دواړه په  ګډه ملت ته مسوول دي چي د خپل اساسي قانون په خلاف یې، فقط د خپل خارجي بادار په امر، یوه غیر قانوني اداره، چي تر اوسه یې د وظایفو تفکیک پخپله دوی ته هم نه دی معلوم، منځته راوړې ده. د هیواد تش په نامه او مفسد پارلمان ټول هیواد ته مسوول دی چي ولي یې یوه ورځ دا مسله راپورته نه کړه. که دا ستونزه ومنو نو دا خو موږ افغانانو او زموږ مشرانو پیدا کړې ده او که بې غیرتي ده نو دا خو موږ کوو.

په کال کي د شپږو میلیارډو ډالرو په اندازه کوکنار، چي د امریکایانو له برکته یې، هر کال په تولید کي په سلو کي له پنځه لسو څخه تر پنځه ویشتو پوري زیاتوالی راغلی دی، او په نړۍ کي یې زموږ د هیواد حیثیت ته مرګانی صدمه رسولې ده، څوک کري؟ او د چا په خاوره کي کرل کیږي. د ځان مرګو او طالبانو لپاره به مدرسې د پاکستان په خاوره کي وي؛ مګر طالب او مُلا دواړه زموږ د وطن خلک دي او دا ځان مرګي حملې زموږ خپل بچي کوي. که دا ټول موږ یو نو بیا له پاکستان څخه ولي ګیله کوو. پاکستان خو له خدایه غواړي چي زموږ وطن ترقیامته بې ثباته او دوی ته محتاج وي. که موږ دونه بې وسه یو چي نه حکومت له بې قانونیو او اداري فساد څخه را ګرځولای سو، نه خپل اولسونه د شجاعي او فکوري د خپل سرو ملېشو له تېریو څخه ژغورلای سو، نه خپل د اولس خلک له مدرسو او ځان مرګو حملو څخه منع کولای سو نو زموږ دي خدای وزله وکړي. په دې توګه  ګواکي موږ هیڅ آینده نه لرو.

نن ګورو چي طالب له پاکستانه وسله اخلي، سبا د خپل عقیدوي دښمن اېران څخه، چي دواړه یوه بل ته کافر وايي، وسلې او پیسې اخلي. امریکایان په هر څه خبر دي، ډېر څه یې له لاسه کېږي مګر یا هیڅ نه وايي او یا ډېر لږ څه وايي. ټول شواهد ښيي چي یوه لویه بین المللي دسیسه روانه ده خو موږ لاس تر زني ورته ناست یو او ټول کمال مو دا دی چي هر سهار له خوبه را پاڅیږو د پاکستان پر ضد د یوه مضمون د لیکلو په فکر کي یو او چي کله مو ولیکی نو فکر کوو چي ډېره لویه کار نامه مو کړې ده. ټول په دې خوشاله دي چي نن وي که سبا وي پاکستان تجزیه کیږي او موږ به، که خدای کول، چړچې کوو. دا درک هم نه دی معلوم چي کله او که چېري، زموږ له آرزو سره سم، پاکستان تجزیه هم سي نو موږ ته به یې څومره ګټه ورسیږي.

کلونه کيږي چي په افغانستان کي یوه لویه غمیزه روانه ده. په افغانستان کي تر اوسني حالت لوی ملي بحران تر دغه وخته پوري نه وو راغلی؛ البته تر دې سختي هم سته او موږ به دعاکوو چي خدای دي زموږ مظلوم خلک تر دې له سخت حالت څخه وساتي. کلونه کیږي چي، د دې ملي بحران د ختمولو لپاره، چي ټول سترګه ور منورین یې ویني، د هر لیکوال او منور څخه د یوه ملي حرکت او ملي یووالي ږغونه اورو. یو  نر پیدا نه سو چي یو پروګرام یې مخي ته اچولی او په ریشتیا یې یو ملی بیرغ پورته کړی وي. د هر اتحاد او حرکت شاته یوه دسیسه روانه وي او اتحاد لا جوړ سوی نه وي چي بیرته په خپله مخه ولاړ سي. په دې کي شک نسته چي د دې ریښتینو یا خیالي اتحادونو په ړنګولو او بېخونده کولو کي به د خارجي دښمنانو لاس وي، مګر نو موږ ولي دومره بې ارادې او ساده ګان یو چي د خپلو اولسونو د دردونو د دوا کولو لپاره یو حرکت منځته راوړلای نه سو. طبیعي خبره ده چي زموږ خارجي دښمنان به د دغه راز حرکتونو بریالیتوب نه غواړي؛ نو بیا زموږ کمال څه سو. زه د هیڅ ډول معجزې تمه نه لرم؛ تش مي له خپلو وطندارانو څخه هیله دا ده چي یو لږ څه ریالیسټي فکر وکړي. تش د پاکستان او آی ایس آی په غندلو، چي یقین لرم اوس یې نو د ټولو غوږونه له اورېدلو ستړي سوي دي، اکتفا ونه کړي  او که د چا له نظر سره مخالفت ښکاره کوي نو لږترلږه په سړه سینه جواب ورکړي. دلته ټول وطنداران دي او هر یو درد لري ؛ ګوندي یوه ورځ یو څه تر را ووزي.

و السلام.

1 COMMENT

  1. This is very realistic writing, many people who gets benefits from existing situation actually do not intend this to go away. we do not have patriotism.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب