جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېانسان او اسمان | ژباړه: سېلاب

انسان او اسمان | ژباړه: سېلاب

له ساینس څخه ناخبره انسان چي کله آسمان ته ګوري دا فکر کوي، چي کائینات له ستورو، مځکې، سپوږمۍ او لمر څخه جوړ دی. نو ایا له دې اجسامو څخه پرته نور اجسام هم شته؟ ایا داسي اجسام هم شته، چي په سترګو نه لیدل کیږي؟

پخوانیو ناکامو ادیانو له مځکي څخه پرته د ژوند د موجودیت په اړه خپل خیالات درلودل، د ویدا د دین پېروانو په سریلانکا کي دا عقیده درلوده، چي کله څوک مړ شي، نو روح یې لمر، سپوږمۍ، او ستورو ته ځي، چي بیا وروسته د جنت فیصله ورباندي کیږي.

له کومه وخته چي ستور پوهنې پرمختګ کړی، د کائینات په نورو برخو کي د ژوند د موجودیت په اړه ساینسي هڅې رواني شوي. د یونان اکثر فیلسوفان په دې نظر ول، چي مځکه د ژوند مرکز نه ده. که د هغه وخت ساینسي محدودیت ته وکتل شي، نو دې فیلسوفانو واقعأ ډېر ښه نظریات ورکړي. تالیس چي د یونان لومړی فیلسوف هم ګڼل کیږي، موږ ته دا وايي، چي مځکه او ستوري له یوې مادې څخه جوړ دي. اناکسامینډر دا خبره کوي، چي نړۍ مبدأ او پای لري. اناکساګوراس چي د هیلوسېنټریک تیورۍ(لمر د کائینات مرکز ګڼل) له لومړنیو طرفدارانو څخه ګڼل کیږي، په دې باور وو، چي سپوږمۍ به د اوسېدو ځا�� وي او همدارنګه د ژوند هغه تخم چي ژوندیو موجوداتو منشأ ورڅخه اخیستې په ټول کائینات کي خپره ده.

د اپیکور د مکتب فیلسوفانو به خلکو ته ویل، چي مځکي ته ورته په فضا کي داسي نور ځایونه هم شته: “دا فکر کول چي ژوند یوازي په مځکه کي دی، داسي مانا لري لکه په یوه غټه ساحه کي چي تخم وپاشې او هغه یوازي یو ګل درکړي.”

د رومي فیلسوفانو له جملې څخه ښه مثال لوکریشیس دی، چي په خپل یو شعر کي داسي وایي: “طبیعت یوازي د هغې نړۍ له پاره نه دی، چي موږ یې وینو، په دې باندي باید باور ولرو، چي له مځکي څخه پرته په فضا کي نور ځایونه هم شته، هلته کېدای شي بل ډول مخلوقات وي.”

پنځلس سوه کاله وروسته، عیسوي راهبانو د دوهمې پېړۍ د مشهور ستور پوه بطلیموس (Ptolemy) دا نظریه، چي مځکه د کائینات مرکز ده خپله کړه. بطلیموس د لرغوني زمانې آخري ستور پوه ګڼل کیږي، عربو ده ته د الماغست(عظیم) نوم ورکړی وو. د ده په فرضیه کي ټول سماوي اجسام د مځکي په شاوخوا را ګرځي، چې په ریاضیکي مشاهداتو کي یې د حرکت په اړه تر ډېره وخته په اذهانو کي تشنجات را منځته کړي ول. له دې وروسته خلکو له دې سره دلچسپي پرېښوده، چي په فضا کي به مځکي ته ورته بل داسي استوګنځای وي. د ستور پوهنې په علم کي هغه وخت بدلون راغی، چي د پولینډي ستور پوه نکولس کوپرنیکس(۱۴۷۳ تر ۱۵۴۳م) کتاب “Concerning The Revolution Of Heavenly Bodies” (د سماوي اجسامو د ګردش بیان) خپور شو. کوپرنیکس ته دا فرضیه چي مځکه د کائینات مرکز نه، بلکې لمر د کائینات مرکز دی، په ۱۵۰۷ م کال پیدا شوې وه، په هغه وخت کي یې ځکه خپره نه کړه، چي کلیسا د بطلیموس په فرضیې عقیده درلوده او ده خپله هم د ریاضیکي مشاهدې په حساب کي شک درلود. بالاخره یې چاپ کړ، کتاب یې درېیم پاپ ته ډالۍ کړ. د کتاب اوله نسخه ده ته د مرګ په ورځ ور ورسېدله. دې کتاب په کاتولیکي کلیسا اور بل کړ، تر ۱۸۳۵ م کال پوري کلیسا د دې کتاب په لوستلو پابندي لګولې وه، له بل طرفه دا کتاب د چاپخانو او کتابخانو له پاره د بزنس ستره مرجعه وګڼل شوه. دا په دې مانا نه ده، چي ګواکې د کوپرنیکس ټول نظریات صحیح ول، کېپلر دا څرګنده کړه، کومي سیارې چي د لمر په شاوخوا را ګرځي د هغو حرکت دایروي نه، بیضوي دی. د نیوټن د جاذبې د قوې کشف لویه لاسته راوړنه وه، خو تر ټولو ستر کار د ستور پوهنې په نړۍ کي د ګالیله ټېلیسکوپیک مشاهدات ول، تر اوسه لا ساینس پوهان په دې هڅه کي دي، چي قوي ټېلیسکوپونه جوړ کړي، ترڅو هغه پیکه فضايي اجسام ولیدل شي، چي په سترګو نه لیدل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب