پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېدریطالبان ولې د جدې له ناستې په شا شول؟| سید عبدالله پاچا

طالبان ولې د جدې له ناستې په شا شول؟| سید عبدالله پاچا

اصلي خبره داده چې طالبان اوس هغه پخواني پر حنفيت او اهل سنت مين خوځښت نه دی بلکه د شيعه ایزم تر څنګ پکې کمونيزم هم لاسونه اچولي دي.

وروسته تر دې چې طالب پلاوی تهران ته ولاړ، له ایراني چارواکو سره يي پټې ناستې پاستې وکړې نو ایران ترې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې دوی به نه سعودي عربستان ته ځي او نه به ياد هیواد ته حق ورکوي چې د سولې په خبرو کې ونډه ولري.

طالبانو ولې دا کار و��ړ؟

سعودي که څه هم د طالبانو د رژيم پر مهال طالبان په رسمیت پيژندلي وو، دعرب شيخانو چندې او زکاتونه ور را روان وو ولې په اوس کې يي نه يوازې د طالبانو روانې کړنې غیراسلامي بللي دي بلکه په کلکه د يو پيآوړي اسلامي هیواد په توګه دا خپل فرض بولي چې نور د افغانستان ستونزه حل شي،په همدې پار خو سعودي عربستان تیر کال د اسلامي همکاریو د سازمان په ناسته کې په افغانستان کې روانه جګړه ناولې،فتنه، نامشروع او ورور وژنه و بلله او هم يي د مکې مکرمې امام په لومړي ځل د طالبانو پر ضد خولو خلاصه کړه.

ایران بیا برعکس دښمن طالبان خپل دوستان کړل، په زاهدان کې يي دوی ته دفتر پرانيست، په فراه او نيمروز کې يي ځايي طالب مشرانو ته نه يوازې وسلې او پيسې ورکړې بلکه همدا اوس په ایراني اسنادو طالب ورانکاري افغانستان ته راځي وحشت کوي او بیرته ایران ته اوړي.

مهمه خبره داده چې نور د طالبانو هغه پخوانی حقانيت نه دی پاتې، دوی دومره ناولي شوي دي چې د يو نيم ميلیون افغانانو قاتل مسکو دوست بولي، د افغان خاورې ازلي دښمن پاکستان د ځان شریک او د افغانستان د وړيا اوبو څښونکی ایران هم خپل همکار.

سعودي ته د طالبانو نه تګ ایرانۍ اجنډا ده ځکه ایران همدا اوس په يمن کې د سعودي پر ضد د حوثیانو ملاتړ کوي، په عراق کې سنيان وژني او په سوریه کې يي د داعش په نوم دومره مسلمانان قتل عام کړل چې د بشريت په تاریخ کې يي ساری نشته. او که موږ لږ نور هم د داعش پر دې شته ترکيب، کړنو او په سني ميشت سیمو کې د دوی پر وحشتونو نظر واچوو نو دې پایلې ته رسيدای شو چې داعش د ایران پروژه هم ده او دوی هم پکې د شيعه ایزم د قوت لپاره د نورو مذاهبو پر وژنه خوشاله ده.

بله مهمه خبره داده چې سعودي ته د طالبانو تګ بې مانا وو ځکه دا ځلې که دوی احيانا تلي هم وی د پخوا په شان به ستايل کیدل نه بلکه د سعودي عربستان د سياستوالو، شيخانو او روڼ اندو له تند غبرګون او نيوکو سره به مخ شوي وو.

سعودي اوس په دې ډير ښه پوهيږي چې د زکات، خیرات او عشر په نوم له ياد هیواده طالبانو ته ورکول شوي ميلیونونو ډالر د مظلومو افغانانو په وژنه، د مساجدو په ورانیدو او په يو اسلامي هیواد کې د وحشت په لارو چارو لګول شوي دي.

بله مهمه خبره داده چې پخوا طالبانو په سعودي کې د پاکستاني پروپاګنډا پر مټ ډير زیات رسوخ لاره خو اوس چې پاکستان په اسلامي نړۍ کې د دين پلوري او ترهګرو د ملاتړي هیواد په نوم مشهور دی، له روسانو سره جوړجاړی کړای شي، او دين پلورلی شي نو سعودي هم هڅه کوي چې په نړۍ والو خصوصا د اسلامي هیوادونو تر منځ په ستونزو کې د معقول منځلاري رول ولوبوي نه داسې چې د يو اسلامي هیواد د خوشاليدو لپاره بل اسلامي هیوادخپه کړي.

طالبان نن سبا د مشروعيت له جدي ستونزو سره مخ دي، په کلیو کې د دوی پر مخ شپه او ورځ خلاصې دروازې اوس تړل شوي دي، په مساجدو کې خلک نه يوازې ځای نه ورکوي بلکه کرکه ترې کوي او که د هیواد په کچه يوه ناپيلې سروې وشي شونې ده ډيرو ته دا جوته شي چې د پخوا شان د کلي مساجد اوس ګرم نه دي بلکه ددې لپاره ساړه ساتل شوي دي چې طالبان پکې ديره نشي.

بله تر ټولو مهمه خبره د ولسي ويښتابه انقلاب دی، که مو ياد شي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوي سلنه خلک له دوی سره موافق وو خو برعکس لس سلنه خلکو طالبان نه منل که د وخت طالباني امارت د دوی باغونه له منځه يو وړل ، لارې يي پرې بندې کړي، پر کورونو يي يرغلونه وکړل، قتل عام يي کړل خو په پای کې بیا هم ګټونکي لس سلنه خپه خلک شول او طالبان داسې مات شول چې تر راولپنډۍ او کوټې پورې يي والله که شاته راکتلي وي.

اوس نو د پخوا په پرتله په ولس کې د فکري بدلون په لړ کې نوي سلنه خلک د طالبانو پر خلاف دي، ‌ډير خلک د طالب وحشتونو متضرر کړي، بې کوره شوي،کډه په شاه شوي او له داسې کړاوونواو ربړو سره مخ شوي دي چې دوی يي اټکل هم نه وو کړی.

دا چې طالبان له افغان حکومت سره نه کيني خو له امریکا سره کيني دوی ته پاکستان حالت داسې ښودلی چې ګواکې امریکا قانع ده، له افغان حکومته يي لاس وينځلي دي او کيدای شي واک تاسو ته وسپاري خو ګنګسو طالبانو دا هیره کړې چې په افغانستان کې يوازې امریکا نه بلکه اروپايي ټولنه او اسلامي نړۍ هم طرف ده او دلته په ټولو لاسته راوړنو کې امریکا نه بلکه نړۍ لاس لري نو څنګه شونې ده چې له نظام سره خبرې نکړي خو له امریکا سره يي کړي.

1 COMMENT

  1. ډیر په زړه پوری مطلب او ښه تبصره مو کړی. طالبان باید د هغو غلطیو او اشتباهاتو څخه لاس واخلې چه مجاهدینو کړی وی. دوی د همدی ای ایس ای په خوله د ډاکتر صاحب نجیب الله د حکومت سره خبرې نه کولې او د شورویانو شایی نیولی وه. او نتیجه مونږ تر اوسه پوری ګالو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب