شنبه, اپریل 20, 2024
Homeمقالېدریولې په افعانستان کې د درس انګیزه کمه شوې ده؟ علتونه او...

ولې په افعانستان کې د درس انګیزه کمه شوې ده؟ علتونه او حللارې

لیکوونکی: عزیزالرحمن روان

دا چې ورځ تر بلې د درس سره د محصلینو یا زده کوونکو انګیزه کمیږي، ولې دوی له کتاب، چپټر، استاذ، ښوونځي، پوهنځي څخه فاصله نیسي؟ ولې په خپلو درسونو تمرکز نشي کولای؟ ولې درس ته زړه نه ښه کوي؟ ولې درس نشي زده کولای؟ ولې د درس لپاره منظم او هدفمند پلان نشي جوړولی؟…. بلاخره د درس سره ددوی د مینې او انګیزې کموالی د دوی په راتلونکي څه اعیز کولای شي؟

لاندې لیکنه کې ددرس سره د انګیزې د نشتون یا د کموالی ځینې علتونه او حل لارې په ګوته شویده، خدای د وکړي چې د پوهنې او لوړوزده کړو چارواکي پدې برخه کې پوره توجه وکړي. که څه هم دا یو لوی مبحث دی پدې لیکنه کې نشي ځایدلی خوعمده ستونزې او حل لارې یې په لاندې ډول دي.

۱- د نصاب پېچلتیا او مغلقوالی:- ډیری محصلین یا شاګردان چې درس ته زړه نه ښه کوي، اساسي علت یې د نصاب مغلق والی دی،پیچلی نصاب نه یوازې دا چې نه زده کیدونکی دی، بلکې په مکتبونو او پوهنتونونو کې د کتابونو يا چپترو ډيروالی هم ملا متونکی دی. د ډیر درس پر ځای که په دوی باندې عملی کار وشي، ګروپي کار، کورنۍ دندې، سیمنارونه، او نور عملي کار ورباندې وشي، هم به یې د درس سره علاقه زیاته شوی وي او هم به یې په ښه ډول زده کړای وي.

۲- د درسونو زیات حجم:- د ۲۱پیړۍ استاذ باید داسې ونه اوسې، چې صنف ته راشي د اوله درس ته شروع شي په شاګردانو یا محصلینو پسې یې نوټ نیولی وي، او یوازې هدف یې د ډیر درس او کتاب خلاصول وي، ډیر درس نه یوازې دا چې نه زده کیږي د بلې خوا خسته کن هم تمامیږي،چې له دې وجې دوی درس سره مینه کمیږي، بله داچې شاګرد یا محصل باید پخپله هم ډیر درس ونه وایی، تفریح ، خوب،ورزش، اروایی ارامي هم ورته ضرورت دی، چې استاذان او والدین باید پدې برخه کې ددوی سره همکار پاتي شي.

۳- د کافي منابعو نشتون:- بله عمده ستونزه چې محصلین له درس څخه زړه توری کیږي د کافي معلوماتو او منابعو نشتون دی، متاسفانه چې په ۲۱پیړۍ کې په افعانستان کې په ډیرو معتبرو پوهنتونونو حتی د انټرنیټ څرک هم نه لیدل کیږي، استاذان هم دوی ته کافي معلومات يا کومه بله منابع نشي برابرولی چې دوی ترې استفاده وکړي، ډیری استاذان تر اوسه هم خپل کتاب یا چپتر نلري که یې لري هم، ډير به زوړ وي، استاذان باید اپډیټ معلومات دوی لپاره په واک کې ورکړي، چارواکي هم د نيټ ستونزې ته په پوهنتونونو کې پوره توجه وکړي، چې د کافي منابعو شتون د دوی سره د درس د انګیزې په پیداکولو کې کومک کوي.

۴- د نصاب نه مستندوالی :- د درس د انګیزې د کمښت بل علت د کتاب یا چپتر نه مستندوالی يا دقیق والی دی، دلته کتاب یو چا لیکلی بس ایله یې ځان ترې خلاص کړای او پیسې یې اخیستي دي، ډیری موضعات چې کتابونو کې راوړل شویدي، اصلا د شاګردانو لپاره ګټور نه دي، دوی ته کومه انګیزه نشي ورکولی، کنی کتاب یا چپتر باید انګیزه بخشه وي، دقیق او پرې موضعات پکې ندي راوړل شوي، د مکتب په ډیرو کتابونو کې موضعات يو ډول وي خو تصویرونه او ارقام بل ډول وي، همداسې ډیری چپترې داسې لیکل شوی یا ژباړل شویدي چې محصل ترې هدف نشي اخیستۍ، یوازې د پیسو یا د شهرت لوړولو په خاطر لیکل شویدي، چې چارواکي باید ورته کلکه توجه وکړي.

۵- استاذانو د ښو روشونو او میتودوتو څخه کار نه اخیستل دي:- استاذان شاګردانو او محصلینو ته انګیزه نشي ورکولی، دوی خپل درس کې شاګردانو یا محصلینو ته ونډه نشي ورکولی یا نه عواړي چې دوی په درس کې برخه واخلي، درس باید دوه اړخیز وي تر څو له یوې خوا د استاذ لپاره خسته کن نه وي د بلې خوا شاګرد یا محصل ته هم ستړی کونکی نه وي او دوی ته انګیزه ورکولای شي. او د بلې خوا استاذ باید ډیر ورین تندي، خوشاله،دوستانه او صمیمانه برخورد د خپلو محصلینو او شاګردانو سره وکړي. خو که ددوی سره نه یوازې دا چې ښه چلند نه کوي او که د ازموینې لپاره دوی ته اخطار هم ورکول کیږي، نو دوی نه یوازې دا چې له درس څخه زړه توري کیږي حتی امکان لري د استاذ په بد روشو سره نوموړی شاګرد یا محصل خپلې زده کړې هم ونه پریږدي، چې ډیری مثالونه یې مونږ په ښوونځیو او پوهنځیو کې وینو.

۶- د درس سره د دوی د علاقې نشتون:- ډیری محصلین یا شاګردان د درس سره علاقه نلري، ځکه ډیری یې د جنګ، جګړې، سیاست او نورو موضعاتو علاقمندان دي، چې سیاسي، قومي، تعصبي…. مسایل باید د ښوونځیو او پوهنځیو له چاپیریاله لیرې وساتل شي، ځکه د شاګرد یا محصل فکر په دې مسایلو کې د نښلیدولو له وجې پر درس تمرکز کمیږي.

۷-د مطالعې او درس عادت نه لرل:- شاګرد یا محصل باید د اول نه د درس سره پوره عادي وي، او ددرس یا مطالعې ځانکړي لارې باید وپیژنې چې په کومو ګټورو لارو نوموړی خپل درس ښه زده کولای شي.

۸- کورنۍ ستونزې:- تر ډیره د مور او پلار د خپل زوی او لور نه تشویقول یا ددوی رټل هم دوی له درس څخه زړه توري کوي، همداسې اقتصادي ځوړ حالت، اروایي فشارونه او تشویشونه هم د درس سره د مینې د کمښت سبب کیږي، چې پدې برخه کې باید مور،پلار،دیني عالمان او نور چارواکي پوره توجه وکړي.

۹- په ټولنیزو شبکو کې له حده زیات بوختیدل:- یو له عمده ستونزو څخه په فسبوک،استګرام،تویتر،ایمو،ګیمونو،…. او نورو کې د شاګردانو یا محصلینو زیات بوختیدل دي، چې دا نه یوازې دوی ارزښتمن وخت وژني، له درس نه یې هم زړه توري کوي او نور صحي مشکلاتو هم ایحادوي چې په دې برخه کې باید پوره توجه وشي.

۱۰- د منظم او هدفمند پلان نه لرل:- هر محصل یا شاګرد باید د خپل ژوند، زده کړو لپاره يو منظم پلان او هدف ولري، دای باید په دې پوه شي چې زه څه عواړم چې په راتلونکي کې جوړ شم، زه دا پوهنځۍ یا ښوونځۍ د څه لپاره د  کوم هدف لپاره وایم،په راتلونکي کې څه شي جوړیږم، څه مسوولیت به لرم. که پدې ټولو پوه شي نو د درس او مطالعې ارزښت ورته په ډاکه کیږي، چې د درس سره یې مینه زیاتیږي.

هیله ده چې په پورته ټولو برخو کې د اړوندو ا دارو چارواکي، والداین، دیني عالمان، تعلیم يافته اقشار، ارواپوهان پوره، پوره توجه وکړي، تر څو مو سالم، په کار پوه، باتجربه او مسلکي ځوانان(هلکان،نجونې) لرلي وي او د شته ننګونو او مشکلاتو ټغر مو تر ډیره ورټول کړای وي.

د یو باثباته او سولیز افعانستان په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب