Homeداسې هم شتهساینسد یوه ستر ډایناسور هډوکي وموندل شول

د یوه ستر ډایناسور هډوکي وموندل شول

تاند- ډایناسور هغه حیوان دی چې نسل یې بیخي ختم شوی خو لا یې هم اسکلیېټونه یا فوسیلونه موندل کېږي.

اوس تازه په ارجنټاین کې د یوه ستر ډیناسور هډوکي موندل شوي چې د څېړونکو په باور د هغه وزن به نژدې ۹ ټنه و.

څېړونکي وايي چې د دې ډیناسور له هډوکي څرګندېږي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی.

د تریاسیک دوره شاوخوا ۲۵۰ ملیون کاله پخوا وه.

څېړونکو تر دې پخوا تصور کاوه چې ستر ډایناسوران له دې دورې تر ۲۵۰ کاله وړاندې پورې نه ول.

Play

2 COMMENTS

    • هو ستاسو خبره سمه ده خو په دې خبر کې ویل شوي چې د تریاسیک د دورې دی او تراوسه پورې د دې دورې د کشف شویو ډایناسورانو درې برابره غټ دی
      دا د دې ځانګړې دورې دیناسور دی
      مننه
      تاند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...