دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد لومړي ځل لپاره ۱۰۰ تیرابایټي حافظه جوړه شوه

د لومړي ځل لپاره ۱۰۰ تیرابایټي حافظه جوړه شوه

تاند- د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې ۱۰۰ تیرابایټي ایس ایس ډي میموري یا حافظه جوړه شوه.

دا حافظه یوه سوداګري شرکت جوړه کړې او تر دې وړاندې یې ساری نه و لیدل شوی.

نیمبس ډیتا کمپنۍ وايي، دا میموري یې (ExaDrive DC100) نومېږي او اندازه یې درې نیم اینچه ده.

دا حافظه د نورو فلش حافظو په شان له کمپیوټر سره وصل کېدای او بېرته راایستل کېدای شي.

نیمبس ډیتا کمپنۍ ادعا کوي چې دا میموري د نړۍ تر ټولو کم مصرفه ایس ایس ډي حافظه ده ځکه چې د هر تیرابایټ په بدل کې یوازې یو واټ برښنا مصرفوي چې دا تر نورو میموریانو په سلو کې له ۸۰ تر ۹۰ لږه ده.

د لږ برښنا د مصرفولو معنا دا ده چې لږ تودېږي، موثریت او عمر یې ډېر دی.

د دې کوچنۍ میموري جوړېدا کومک کوي چې د زیاتې حافظې لرونکي کمپیوټرونه جوړ شي.

نیمبس ډیتا کمپنۍ وايي چې د خپلې دې نوې فلش میموري ۵ کاله ګرنټي ورکوي.

ټاکل شوې ده چې د سږ کال په دوبي کې دا میموري بازار ته راووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب