پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeروغتیادغه خواړه مو وزن زیاتوي

دغه خواړه مو وزن زیاتوي

کېدای شي ګڼ شمېر کسان په دې لټه کې وي چې خپل وزن کم کړي. یوه ډله یې بیا په هغو خوړو پسې ستړي دي چې غواړي چاغ یې کړي. په دې لیکنه کې مو د هغو خوړو او ځانګړنو په اړه یې معلومات چمتو کړي چې د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.

۱- کبان: هره ورځ د کبانو غوښه وخورئ؛ ځکه کبان د پروټینو سرچینې دي او د وزن زیاتوالي لامل کېږي.

۲- سویا: سویا د بشپړې انرژۍ درلودونکي او خوندور خواړه بلل کېږي. سویا نه یوازې دا چې پروټین لري، بلکې د کلسیم، اوسپنې، ويټامین بي او فیبرونو اصلي سرچینه هم بلل کېږي.

 ۳- هګۍ: هګۍ په خپل ترکیب کې ويټامین، پروټین او د A, D, E سالم کلېسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.

۴- خواږه: په ټوله کې خواږه ډېره انرژي لري او د کاربوهایدريتونو اصلي سرچینه بلل کېږي.

۵- د کبانو پېک شوې غوښه: د کب په غوښه کې غوړ او سالم اسیدونه زیات دي چې نه یوازې له چاغوالي سره مرسته کوي، بلکې د بدن لپاره نورې ګټې هم لري.

۶- د جوارو ډوډۍ: د جوارو ډوډۍ له کاربوهایدريتونو ډکه ده چې یوه ټوټه یې ۳۲۸ کالوري انرژي لري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب