Homeروغتیاشکر يا ډيابت څه ډول ناروغى ده؟ | وصیل الرحمن اوریاخېل

شکر يا ډيابت څه ډول ناروغى ده؟ | وصیل الرحمن اوریاخېل

شکر ناروغى د انسان په وجود کى د انسولين د هرمون د نشتوالى يا کمبودوالى په صورت کى د انسان د وينى د ګلوکوز په لوړيدو سره منځ ته راځى.

شکر يوه دوامداره او مزمنه ناروغى ده چى د بدن دفاعى سيستم له منځه وړى او ناروغ په مختلفو مرضونو اخته کوى، په افغانستان كي د شکر ناروغي د پرمختګ په حال کى ده چى د مړينى کچه يى% 2,7 په کال کى ښودل شوى، چى په نړى کى د سروى له مخى په 2015 کال کى 415 ميليونه کسان د شکر په ناروغى اخته دى چى کيداى شى تر 2040 کال پورى تر 642 ميليونه پورى ورسيږى چى %2,7 ميليونه يوازى په افغانستان کى دى چى کيداى شى داکچه نوره هم لوړه شى.

خواړه چى په روزانه ژوند کى مصرفو لکه د غنمو ډوډي، شيدى،کچالو او ميوى په زياته اندازه ګلوکوز لرى چى
دا ګلوکوز د کاربوهيډريت په ډول معدى ته ځى او په معده کى د انزايم په واسطه ترشيح کيږى او په ګلوکوز بدليږى چى ورسته بيا وړو کلمو او وينى ته داخليږى چى په وينه کى د انسولين د هورمون په واسطه ټوټه کيږى چى د بدن د ضرورت په اندازه مصرفيږى.

انسولين د پنقراس د غدى په واسطه په بدن کى توليديږى چى دا غده د معدى لاندى موقعیت لرى.

د شکر ډولونه:

1 – د هغه وخت واقع کيږى چى کله د انسان دفاعى سيستم د بيتا حجرى په پنقراس کى له منځه يوسى کوم چى انسولين جوړوى يعنى ګلوکوز په حجرو کى حرکت نشى کولاى ځکه چى انسولين نه توليديږى چى دغه ډول ته د وينى لوړ شکر وايى.

2 – دا يوه اوږد مهاله او عادى ناروغى ده چى پنقراس په لمړيو مرحلو کى زيات انسولين توليدوى چى په مقابل کى وجود نشى مصرفولى چى بيا د وخت په تيريدو سره پنقراس د ساتلو ظرفيت له لاسه ورکوى يعنى انسولين نشى کولاى چى د ګلوکوز اندازه په وينه کى په عادى ډول وساتى چى د ډول شکر ته د انسولين مقاومت وايى.

د شکر د ناروغى نښى:

1 – تنده
2 – سردردى
3 – جنسى ناتواني
د شکر د ناروغى سببونه:
1 – سګريت څکول
2 – د وزن زياتوالى
3 – د ورزش نه کول
4 – په خوړو کى زياته غوښه،چربى او خواږه خوړل
د شکر د ناروغى مخنيوى:
1 – په دوامداره توګه د ورځى نيم ساعت ګرځيدل يا سپورت کول
2 – د وزن کمول
3 – درى وخته د ورځى ښه خواړه يعنى سبزيجات او ميوه خوړل
4 – د سګريت نه څکول


په دې موضوع د ډاکتر درمان ژباړه هم په لسوتلو ارزي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...