Homeروغتیادغه خواړه د ځيګر غوړ له منځه وړي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

دغه خواړه د ځيګر غوړ له منځه وړي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

 نن سبا ډېر خلک د ځیګر د غوړو پر ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ نښې دا دي چې ناروغ د ستړیا احساس کوي، وزن یې ورځ تر بلې کمېږي او جسمي ځواک له لاسه ورکوي. له بده مرغه پر دې ناروغۍ ډېری د لوړ عمر خاوندان اخته کېږي. دا چې څه ډول کولی شو له دې ناروغۍ ځان وژغورو، په دې لیکنه کې مو ورته اشاره کړې ده:

۱- د ليمو شربت وڅښئ: هر سهار په اوبو کې لیمو واچوئ او ویې څښئ، تروش لیمو د ځیګر د غوړو لپاره ګټور دي او روغتیا تضمینوي.

۲- په پخلي کې له زنجبیل استفاده وکړئ: هغوی چې په پخلي کې له زنجبیل څخه ګټه اخلي، د ځیګر له ناروغۍ په امن کې دي.

۳- شین چای وڅښئ: د شین چای څښل په ځیګر کې د غوړو د غوټه کېدو مخه نیسي او په ټوله کې د دې ناروغۍ درملنه کوي. د چین خلک په دې اند دي چې شین چای د ځیګر د سرطان مخه هم نیسي.

۴- له نباتي پروټينو استفاده وکړئ: روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره د سويا او نباتي پروټينو سپارښتنه کوي چې د ځیګر پر ناروغۍ اخته وي. نباتي پروټین د حیواني پروتینو په پرتله ګټور دي او د ځیګر ناروغۍ لپاره ښه نسخه کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...