شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاانفلونزا ناروغي | ډاکتر مجاهد جبران

انفلونزا ناروغي | ډاکتر مجاهد جبران

انفلونزا (influenza) یوه انتاني ناروغي ده، چې دیو ډول وایروس په واسطه منځ ته راځي او عام خلک یې د والګي په نوم یادوي.


په انسانانو کې په منځنۍ کچه او شدید اعراض ورکولای شي، چې حیوانات (مرغان، اسونه او خوګان) هم اخته کوي، خو نږدې ۳۳% خلک اغراض نه ورکوي.


لومړني اعراض یې د لړزې یا د لړزې د احساس په ډول شروع کیږي، نور اعراض یې د لوړې درجې تبه، ټوخی، پوزې بهیدل، پرنجی، ستوني درد، اواز خپوالی، عضلاتو درد، سردرد او ستړتيا نه عبارت دي، چې دغوږونو درد، له سترګو اوښکې، دسترګو سوروالی هم په کې رامنځ ته کیږي.


اعراض په وایروس له اخته کیدو نه دوې ورځې وروسته یا ډېر یې تر یوې اونۍ یا نهو ورځو پورې منځ ته راځي.
په ماشومانو کې دزړه بد والي، کانګو او د ګیډې د درد سبب هم کیږي، خو په لویانو کې یې بیا دا وروستي دوه دومره معمول نه دي.


انفلونزا دې وایروسي سینه بغل، په ثانوي ډول د بکتريا له امله منځ ته راغلي سینه بغل او ساينسونو دانتان په ډول اختلاطي کیږي او د پخوانه دې موجودو ناروغیو لکه ساه لنډۍ او د زړه دناروغيو د شدید کیدو سبب ګرځي.


انفلونزا ددريو ډولونو په واسطه چې د A’B’C په نومونو یادیږي انسانان اخته کیدای شي.


معمولا ویروس د هوا څخه د ټوخي او پرنجي په واسطه اخستل کیږي، چې دا هم باید په یوه لنډه فاصله کې وي، کله چې یو ناروغ کس پرنجی یا ټوخی وکړي د نیم میلیون په اندازه ویروسي ذرات خارجوي چې یوازې یو یې هم د مقابل خوا د اخته کیدو لپاره بس دی.


همدارنګه دې وایروس په واسطه د ککړې سطحې سره د لاس د تماس له امله چې بیا خولې پوزې او سترګو ته یوړل شي هم ناروغي خپریدلی شي، نو د بانک نوټونو، د دروازو د لاستو او د برق سویچونو سره له دې امله چې د اخته کس څخه ککړ شوي نه وي، باید اختیاط وشي، وایروس په سختو او ښويو سطحو لکه پلاستیک او فلزاتو باندې د دیوې نه تر دوو ورځو پورې او په وچو کاغذي ټوټو لکه د لاس رومال باندې تر پنځه لسو دقیقو او په پوستکي یوازې تر پنځو دقیقو پورې ژوندي پاتې کیږي، خو په مخاط (بلغم) کې ان تر اوه لسو ورځو پورې ځان ساتلی شي، همدارنګه مستقيمآ دشخص نه لکه دلاس ورکولو په واسطه که لاس ککړ وي هم انتقالیږي، هوایي ذرات په کافي اندازه دانسان په واسطه د انشاق لپاره واړه دي او یوه واړه ذره یې د اخته کیدو لپاره کافي ده، حال دا چې یو پرنجي کول ۴۰۰۰۰ زره وړې ذرې ازادوي.


په ناروغۍ اخته کس د اغراضو د څرګندیدو او له دې مخکې چې لا اغراض په کې منځ ته نه وي راغلي د نورو لپاره منتن بلل کیږي، دا ناروغي دستوني او پوزې څخه د ځینو ټسټونو په واسطه تشخیص کیدای شي، خو د ټسټونو دمنفي کیدو په صورت کې هم باید ناروغي رد نه شي.


صابون سره د لاسونو تکراري وینځل د وایروس د خپریدو خطر کموي او ویروس د ۵۶ سانتي ګریډ په واسطه په شپيتو دقیقو کې له مینځه ځي، همدارنګه جراحي پوزبند (ماسک)اچول هم کټور دي، شخصي ځان ساتنه دلاړو نه توکول. سیکریټ نه څکول دناروغۍ په کنترول کې مرسته کوي.


هر کال د روغتيا نړیواله ټولنه (WHO) د ناروغۍ په وړاندې دهغو لپاره چې زیات تر خطر لاندې وي د واکسین سپارښتنه کوي، دا واکسین معمولا د انفلونزا د درې یا څلورو ډولونو په وړاندې موثردي، خو یو واکسین چې د یو کال لپاره موثر وي ښایي په راتلونکي کال کې ګټور نه وي، ځکه چې د وایروس نوی ډول یې د بل هغه پخواني سره ځینې توپیرونه لري، خو ځینې یې تر پنځو کالونو هم موثر وي.


دانفلونزا د یو موسمي ډول لپاره د واکسین تهیه تر شپږو میاشتو وخت نیسي، چې دا ډېر ځنډ دی.
وایروس ضد دواګانې یې په درملنه کې استعمالیږي، چې په جوړو کسانو کې یې پایله ښه ده، خو هغوی چې نورې پخوانۍ روعتیایي ستونزې ولري، دومره موثرنه دي.


دا ناروغي هر کال په نړۍ کې شیوع رامینځ ته کوي، چې د دریو څخه تر پنځه میلونو پورې پیښې ورکوي او د ۲۵۰۰۰۰ تر۵۰۰۰۰۰ مړینه رامینځ ته کوي.


د نړۍ په شمالي او جنوبي برخو کې د ژمي په موسم کې خو داکوادور په شا وخوا سیمو کې د کال په ټول دوران کې منځ ته راتلای شي.


مرګ معمولا په ماشومانو زړو او هغوی کې چې نورې روغتیایي ستونزې ولري واقع کیږي.


په شلمه پیړۍ کې تراوسه درې پانډیمي راغلي دي، چې هسپانوي انفلونزا یې په ۱۹۱۸ م کال کې پنځوس میلونه خلک ووژل، آسيايي انفلونزا په ۱۹۵۷م کې دوه میلونه او هانګ کانګ انفلونزا په ۱۹۶۸م کال کې یو ميلون خلک وژلي دي.


په کال ۲۰۰۹ م کې نړیوالې روعتییایي ټولنې د A/H1N1په نوم د نوي پاندیمي نوم وړاندې کړ، چې زیات خلک یې قرباني شول، خو انفلونزا په واسطه اخته شوي ناروغان دیوې نه تر دوو اونیو وخت پورې په مکمل ډول ښه کیږي، خو ځینې بیا ژوند تهدیدونکي اختلاطات لکه سینه بغل او نور ورکوي، نو له دې امله انفلونزا په کمزورو، وړو، زړو او هغوی کې چې له پخوا نورې ناروغۍ ( دزړه درګونو ناروغی، تنفسي ناروغي، سا لنډي او ايډز) ولري یا د غړو دپیوند ناروغان چې معافيتي سیستم یې د دوا په واسطه کمزوری شوی وي، مرګوني پایلې لري، همداشان دوه ځانه میرمنې هم تر خطر لاندې وي.


د ناروغۍ د مړینې د کچې په اړه دقیقه فيصدي مخ پر ودې هېوادونو کې د ناروغۍ نا وخته تشخیص او دا چې ناروغ د انفلونزا یا نورو هغو ناروغیو له امله چې انفلونزا ته ورته دي د نه تفکيک له امله روښانه نه ده، خو د مړینې کچه یې دومره لوړه نه ده.
په درنښت

1 COMMENT

  1. مننه ملګرو چې زما دغه لیکنه مو خپره کړی ده
    عامې روغتیا وزارت تاید کړه چې انسانان هم په انفلونزا اخته شوی دي….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب