نن د کاندیدانو د ثبتولو د مرکز له مخې تیریدم، د جلال آباد د وختو حاجي صاحب مې، چې په حاجي قوماندان مشهور دی له دوو زامنو سره ولید، هغه یو وخت د مجاهدینو سرګروپ پاتې شوی و، خلکو به قوماندان باله، خو چې حج ته لاړ له هغې رابیرته په حاجي قوماندان مشهور شوی دی. په مجاهدینو کې ډیر بي آزاره بنیادم او ښه سړی دی. باور وکړی زما په لیدو ډیر خوشاله شول، ما ویل حاجي قوماندان صاحب چیرته روان یاست؟
هغه په ډیر ویاړ راته وویل انتخاباتو ته ولاړ یم، ما ویل کابل نه کاندیدیږي؟ زوی یې راخیز کړل چې، زموږ حاجي صاحب ولسمشرۍ ته کاندید دی. زه هک پک شوم، چې نور توضیحات راکړې، خو په همدې کې حاجي صاحب د نوم ثبتولو مرکز خواته په ګامونو شو، څو د ټاکنو د شرایطو په اړه مالومات ترلاسه کړي، خو دا یو زوی يې چې زما همزولی او پخوانی ملګری دی ما سره پاتې شو، ما ورته وویل: خیر خو دی، هلکه ! دا ګپ لګوی او که رښتیا حاجي صاحب ځان کاندیدوي؟
ویل په رسول الله ! که دروغ وایم، اوس به يې وګوري.
حیران شوم، بیا مې ورته وویل ته خو هوښیار بنیادم يې اول دې دا پلار مه شرموه، بیا دا کار په حکومت او خلکو یو ډول ملنډې وهل دي.
هغه راته وویل چې ګوره! موږ حاجي صاحب نشو خفه کولی، هغه زموږ پلار دی، په موږ يې ډیره خواري کړې ده، هه تاته خو مالومه ده چې زموږ له پاره يې څومره خوارۍ وګاللې، په موږ يې سبقونه وویل، له بيځایه کارونو نه يې ایسار کړو، اوس هغه دی د خدای فضل دی ښې غوړې غوړې وظیفې او روزګار لرو، دا ټول د همدې پلار برکت دی، نو چې دومره خدمت يې موږ ته کړی، زه څنګه هغه خفه کړم.
ما ویل دا خلک ..؟ خبره يې خوله کې راوچه کړه: خلک به هر څه هر څه وايي خو پلار خو نشو خفه کولای. موږ قسم کړی چې د پلار په زړه کې به ارمان نه پریږدو، حج ته مو ولیږه، د جومات غاړه کې مدرسه جوړيدله، پيسې يې غوښتې ورمو کړې، هاغې خوا او دې خوا چې ځي موټر او ډریور يې خدمت کې دی، موږ غواړو د پلار ټول ارمانونه پوره کړو، دغه یو ولسمشرۍ ته د دریدو آرمان يې پاتې دی دادی له خیره دا به هم پوره شي.
دهغه دې خبرو ته زه بي ځوابه شوم، اوس يې درته نوم نه اخلم، ځکه رسمي کمپاین نه دی شروع شوی چې څوک مې د اساسي قانون په نقض تورن نه کړي، خو خپله به يې د احتمالي نه بلکې د اصلي کاندیدانو په لیست کې حتا د رايې ورکولو په پاڼه کې نوم پيدا کړی