د لوبو د توکیو پر سر د ماشومانو جګړې نه غوڅيدونکې وي او موږ یې په درولو کې څه نه شو کولی. ماشوم د خپلو توکیو په وړاندې د ملکیت حس لري او شریکول خو لا څه چې د هغوی په لور د بل ماشوم کتل لا نه شي زغملی. خو څیړونکي له میندو او پلرونو څخه غواړي چې د شراکت، د لوبو د توکو د ویشلو او نورو ته د برخه ورکولو حس له هماغه ماشومتوبه په ماشوم کې پیاوړی کړئ، تر څو په راتلونکي کې وکولی شي چې له نورو سره ګټوره او اړینه راکړه ورکړه ولري .
د کورنل د پوهنتون څیړونکي وايي: کله چې په سختو شرایطو کې له ماشوم څخه وغوښتل شي تر څو خپل توکي له نورو سره وویشي،هغه ته د نیکۍ او ګټور توب حس ورکول کیږي. هغه ځان د یو داسې کس په توګه تصور کوي چې دا یې خوښیږی چې خپل توکي له نورو سره وویشي او په همدې دلیل به په راتلونکي کې هم ډير ټولنیز او بښونکی کس وي. او داسې کس به نه وي چې تل به یوازې په خپله ګټه او سود پسې ګرځي.
که ماشوم د جایزې یا بل امتیاز په بدل کې خپل خواړه یا د لوبو توکي له نورو سره وویشي نو دا به منفي او برعکس اغیزه ولري، دا ماشوم خپل ځان داسې کس ګڼي چې خپلو ملګرو سره د لوبو سامان د شریکولو علاقه نه لري او د دې کار لپاره باید دوی ته رشوت ورکړل شي. او له کومه ځایه چې دوی ځان(( بښونکی)) نه تصور کوي، په راتلونکي کې سوګت او کنجوس کیږي او چمتو به نه وي چې په هیڅ یوه کار کې له نورو سره شراکت وکړي.
دې څیړونکو ډير تمایل درلود چې معلومه کړي چې په خپله خوښه انتخاب د نورو سره په مرسته کولو کې دماشومانو پر تمایلاتو څه تاثیر لري؟ دوی متوجه شول چې ماشومان د ځان په اړه د سختو تصمیمونو او پریکړو په وخت کې له خپل ټولنیز چلند څخه ښه درک پیدا کوي.
د دې مسألې د آزمویلو لپاره څیړونکو له ۳ څخه تر ۵ کلونو ماشومان د (داګي) په نامه له یوې نانځکې سره چې ډيره خپه او غمجنه ښکاریده مخامخ کړل. د هغوی له منځه یوې ډلې ماشومانو ته سخت انتخاب ورکړل شو: له هغوی څخه وغوښتل شول چې خپل ټول قیمتي توکي دې یا داګي ته ورکړي یا یې دې له مخې لیرې کړي. د دوهمې ډلې انتخاب لږ څه آسانه وو. له هغوی څخه وغوښتل شول چې یا دې خپل توکي له ډاګي سره وویشي یا یې دې له مخې لیرې کړي. دریم ډلې ته هم وویل شول چې پرته له کوم مخالفت څخه دې خپل توکي له ډاګي سره وویشي.
له دې وروسته ماشومانو ته یوه بله خفه نانځکه(الی) وروپیژندل شوه، دا ځل ټینګار دا وو چې ماشومان خپل توکي چې شمیر یې حد اقل دری دانې وي له الی سره وویشي. هغه ماشومان چې مخکې یې د ډاګي سره د مرستې سخته مرحله تیره کړې وه الی ته یې ډير توکي ډالۍ کړل او د دویم او دریم ګروپ ماشومانو چې تست یې اسانه تیر شوی وو الی ته یې لږ توکي ډالۍ کړل.
ښایي داسې تصور وشي چې ماشومان دومره درک نه لري چې داسې مسايلو ته ځير شي، ښایي یو بل وخت له ځانه تیریدنه وښيي. خو داسې نه ده. هغه ماشومان چې په سختو شرایطو کې له خپلو شتو څخه تیریږي او هغه له نورو سره ویشي یا یې هم هغوی ته ورکوي،په راتلونکي کې به هم بښونکي واوسي.
کله چې ماشوم وکولی شي د خپلې خوښې او ارزښتناک د لوبو توکي له نورو سره وویشي، او اجازه ورکړي چې دوستان یې هم په هغوی لوبې وکړي، ښه راتلونکې به ولري او بښوونکي او مهربانه کسان به وي.
له همدې امله دا مهمه ده چې له هماغه وړوکوالي څخه د همکارۍ، بښنې او له نورو سره د شراکت حس په ماشومانو کې وروزو او پرې نه ږدو چې دا ډول اړین مسايل د ماشوم نوې ځوانۍ او ځوانۍ ته پاتې شي.
کله چې ماشوم د شریکولو حس درک کړي، مؤدب او له نورو څخه به مهربانه وي.