ژباړه: محب الله عمري
د بارسلونا د نړیوالې روغتیایي مؤسسې د څېړونکو څېړنې ښيې چې په شنه چاپېریال کې لویېدل د ماشوم پر مغز مثبته اغېزه لري چې د غوره کاري حافظې او د بې حوصلېتوب د کمښت لامل ګرځي.
د څېړونکو په وینا، د ابتدایي ښوونځیو هغه ماشومان چې د ډېرې شنې فضا درلودونکو ساحو، کوټو او ساختمانونو کې لوی شوي وو، په مغزي برخو کې یې د سپینې او خاورین رنګه مادې حجم زیات ؤ. دغه اناتومي ځانګړنې ګټورې اغېزې لري چې د ماشوم د ابتکار او نوښت کچه لوړوي.
مخکېنیو مطالعو او څېړنو څرګنده کړې ده چې له طبیعت سره فردي اړیکه د ذهن، بدن او په ټوله کې د بدن د عمومي روغتیا لپاره غوره او ګټوره ده.
په خلاصه او آزاده فضا کې وخت تېرول د ریکلسېشن یو تخنیک دی (بدن آرامي یا ریکلسېشن، داسې یو تخنیک دی چې د بدن د غړیو د آرامولو او د هر ډول اضطراب او اندېښنې څخه د خلاصون په پار کارېږي.) چې د نړۍ په هر ګوټ کې ډېری خلک ګټه ترې اخلي.
«پیام داډونډ» د څېړنیز ټیم مشر، په دې اړه وایي:« زموږ څېړنې څرګندوي چې د ماشومتوب په لومړیو کې په شنه فضا کې اوسېدل کولی شي په مغز کې د غوره او ګټورو جوړښتیزو بدلونونو لامل شي.»
د څېړونکو په خبره، په خلاصو فضاؤ کې د هوا او غږیزو ککړتیاؤ کچه لږ وي چې د مغز پر وده غیرې مستقیمې ګټې درلودلی شي.
نو هیله ده چې موږ خپلو ماشومانو ته د شنې فضا په رامنځته کولو کې هڅه او مرسته وکړو او د دوی د غوره ودې لپاره ونې وکرو، چمنونه زرغون وساتو او د شته شنې فضا په ساتلو کې پوره ونډه واخلو.
پای