پوهندوی آصف بهاند
Klaus vilhelm Ferdinand
Dansk etnograf
د ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند په باب خبرې کول او څه لیکل د دې له پاره اړین دي چې یو خو یې د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دود دستور او کوچیانو د ژوند د څرنگوالي په باب ډیر کار کړی دی او بل دا چې د همدېډنمارکی کلاوس فردیناند هڅې، مرسته او تشویق و چې د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې د داستاني ادبیاتو د پاچاگي، سعد الدین شپون، د ژوند لوری یې وربدل کړ.
شپون له کلاوس سره په افغانستان کې دننه اوږده موده د ژباړونکي او همکار په ډول کار کړی دی. کلاوس وکولای شول چې شپون د ژوند په داسې پړاو کې له ستونزو وژغوري، چې هغه د ژوند د پرابلمونو سیلاو پسې اخیستی و.
(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۲۱۰ ـ ۲۱۱ ـ ۲۱۲ مخونه)
کلاوس هغه څوک و چې د شپون لاس یې ونیو، د بې سرنوشتۍ له ستونزو نه راویسته او د ډنمارک تر کوپنهاگن پوهنتون پورې یې را ورساوه چې بیا شپون د ډنمارک له امکاناتو نه په استفادې سره وکولای شول له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شي؛ نو د کلاوس د دې خدمتونو په پار لومړی باید ټول افغانان، بیا ټول پښتانه او په ځانگړي ډول د شپون صاحب کورنۍ له ډنمارکی کلاوس فردیناند څخه منندوی اوسي چې زموږ د ادبیاتو دا ستره هستي یې تر ډنمارکه پورې راورسوله او بیا شپون له ډنمارک څخه امریکا ته ولاړ او هلته یېبیا وکولای شول چې د پښتو ادبیاتو په تخلیفي او داستاني برخه کې داسې آثار وپنځوي چې پښتو او پښتانه به یې هیڅکله هیر نه کړي.
لومړی ډنمارکی کوچی پېژندونکی او اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند:
ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند، د ۱۹۲۶ کال د اپریل په نولسمه (۱۹مه) نېټه، د ډنمارک د شیلند جزیرې په «هیه لوفس هولم» (Herlufsholm) نومي ځای کې زیـږیدلی او د ۲۰۰۵ کال د جنوري په پنځمه (۵ مه) د ۷۸ کلونو په عمر مړ او د ډنمارک په آغوس نومي ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.
کلاوس فردیناند په ۱۹۴۴ ام کال لیسه پای ته ورسوله او له هغه وروسته یې د کوپنهاگن په پوهنتون کې د اِتنوگرافۍ (etnografi) په څانگه کې خپلېزدکړې پیل کړې او په ۱۹۵۲ ام کال کې د خپل لارښود استاد، مشهو اِتنوگراف «کای بیرکت شمیت ــ Kaj Birket-Schmidt» تر نظر لاندې پای ته ورسولې.
کلاوس چې څنگه له پوهنتوني زدکړو خلاص شو، په نشنل موزیم کې یې د اِتنوگرافۍ په برخه کې کار پیل کړ او دا کار یې تر ۱۹۵۷ م کال پورې وغځاوه.
کله چې په ۱۹۶۰ کال کې د اِتنوگرافۍ مسلک ډیر د پام وړ شو، په دې وخت کې په همدې څانگه کې کلاوس تر ټولو نوښتگر او مخکښ و. ده خپل شاگردان او نور خلک په دې برخه کې د کار له پاره وهڅول او په دې ډول یې د خپلو لاسته راوړنو لمن پراخه کړه او دا کار یې چې له شپیتمې لسیزې پیل کړی و، تر اویایمې او اتیایمې لسیزې پورې په جدیت سره وغځاوه او پراختیا یې ورکړه.
کلاوس د لومړي ځل له پاره خپل کار په ۱۹۵۸ م کال کې، د موزیم د مشر په توگه، د اِتنوگرافي د روښانه راتلونکې په تمه پیل کړ. کلاوس د اِتنوگرافي د علم تدریس له ۱۹۶۰ کال نه پیل کړ او اویایمه او اتیایمه لسیزو کې پسې وغځاوه.
د ډنمارک په آغوس پوهنتون کې د اِتنوگرافۍ د مسلک بنسټ ایښودونکی ډنمارکی کلاوس فردیناند دی چې د کارونو ټولگې او بیلگې یې د ډنمارک په «موسه گارد موزیم ــ Moesgaard Museum» کې خوندي دي.
کلاوس د خپل ځانگړي استعداد او ځواک له مخې دا نوښت وکړ چې د ډنمارک په «موسه گارد موزیم ــ Moesgaard Museum» کې د بیلابیلو ټولنو د کلتور بیلگې راټولې کړي او د خپلې ځانگړې مینې له مخې یې په ځانگړو نندارتونونو کې د خلکو د نندارې له پاره وړاندې کړې، چې د نورو ټولنو تر څنگه یې د افغانستان د پښتـنو کوچیانو کلتور هم نه و هیر کړی. افغانستان ته یې پرلپسې شفرونهکول او په بیلابیلږ ږلایتونو گرځیده.
کلاوس د افغانستان په نورستان کې د خپل لومړني ماموریت په اوږدو کې
د کلاوس بلنوښتدا و چې غوښتل یې د خپلو علمي څیړنو او لاسته راوړنو ټولگه د ډنمارک په ښونځیو کې د درسي پروگرام له لارې زده کونکو ته هم وړاندې کړي.
کلاوس په خپل هر سفر کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د پښتنو کوچیانو مېنو ته ورغلی دی، له نږدې یې د هغوی د دود او دستور ننداره کړې ده او د کوچیانو په مېنو کې ورسره ناست دی، هر څه یې لیدلي دي او بیا یې ثبت کړي دي؛ نو ځکه د کوچیانو په باب د ده ټولمالومات د اعتبار وړ گڼل کیږي.
کلاوس له پښتنو کوچیانو سره د خبرو په حال کې ۱۹۶۰ کال
کلاوس د افغانستان د پښتنو کوچیانو، کوچیتوب، دود و دستور په باب گڼې علمي مقالې لیکلې دي.
2
اوس د کلاوس په باب د شپون خاطرات:
کلاوس فردیناند سره د شپون کار او آشنایي، که له یوې خوا له کلاوس سره مرسته وه او ډیر څه یې ورته روښانه کول؛ نو تر څنگه یې شپون ته هم ډیرې گټې ور په برخه کړې، ان دا چې شپون په خپلو یادداشتونو کې لیګلي دي چې ښځه مې هم د ده له برکته کړې ده. شپون دا کیسه په خپل «و، نه و، یوشپون و» کې په ډیر خواږه نثر داسې انځور کړې ده:
«… د همدې کلاوس له برکته مې خپله راتلونکې ماندینه (کوروالا یا ښځه) هم ولیده، چې لکه سره بیزو لره بره کېده. دا زما د ترور لور وه او دوی په سره رود کې اوسېـدل. زما (راتلونکی) سخر د جبارخیلو خان و، چې زه او کلاوس ورغلو ډیره ښه شپه یې راکړه. په سهار، کلاوس د ده د باغیچې په لسگونو چرگانو ته کتل چې د ټغره نه چارچاپیره په مچانو ټونگې وهي او زموږ سباناری هم ترې په امان نه و، نو یې د خان صیب نه پوښتنه وکړه چې تاسو خپلو چرگانو ته څه خوراک ورکوئ، چې بیگاه شپه یې ښوروا دومره خوند کاوه. د ډنمارک چرگان، هسې هو په ظاهره څاربه او ښوی دي، خو غوښه یې داسې بیخونده لگیـږي لکه هسې کاغذ چې خورې. خان صاحب ته مې د ده بیان ترجمه کړ. هغه ډیر خوږ ځواب ورکړ، چې د کلاوس سر تر ډیره وخته نه پر خلاصیده. وې ویل چې زموږ چرگان بس درسته ورځ په ډیرانونو گرځي او… خوري. کلاوس یې تر اوسه هم یادوي.»
(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۸۷ مخ)
شپون ته د کلاوس د اشنايي او کار بله گټه دا وه چې د خپل وطن ډیرې نالیدلې سیمې یې ولیدلې او د خلکو دود دستور سره له نږدې اشنا شو:
«… یو بل ارمان چې تل یې تخنولم او په پوهنتون کې پوره شو، دا و چې د افغانستان ځینې برخې چې یوازې مې په نقشه کې لیدلې، د یو تصادف له برکته یې لیدل راته ممکن شول. لکه د هزاره و بهسود، شهرستان، غورات، چخانسور، د بولان دره، بکتیا، د کوچیانو آبول او گوماو بازارونه او نور هغه ځایونه، چې کوچیان ورکې تم کېدل او یا ترې تېـریدل. دا موقع تر زیاتې اندازې د ډنمارکي انتروپولوجست، کلاوس فردیناند په برکت برابره شوه. چې زه ورسره د ترجمان په توگه په سفرونو تللم. دې سفرونو زما هم د کوچیاني ژوند، بدلو او دود و دستور سره مینه پیدا کړه او په ناخبرۍ کې رانه، په وچه د کوچیانو متخصص هم جوړ شو. د هغوی قامونه، پښې، د کالني کوچ لارې، د اوړي میله ځایونه، د هزاروو سره راکړه ورکړه او دښمني دا ټول مې هم کلاوس ته ترجمه کول او هم مې خپله یادداشتونه اخیستل…»
(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۸۶ ــ ۸۷ مخونه)
ما پخوا هم دا لیکلي وو چې له افغانستان نه د شپون صاحب د وتلو په اړوند د دې خبرې یادول اړین گڼم چې د شپون اقتصادي او سیاسي حالت د دې جوگه نه و چې دی دې مخامخ امریکا ته لاړ شي. د ده په لیکنو، په تیره «و، نه و، یو شپون و» کې د راغلو اسنادو او کیسو په استناد، شپون د ډنمارکي انتروپولوجست کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand) په مرسته ــ چې دی یې د نجات فرشته بولي او شپون په افغانستان کې ور سره د کار اوږده مخینه لرله ــ له پيښور نه ډنمارک ته راغلی و او بیا له ډنمارک څخه، له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی. د بریښنا د سختو ټکانونو او پر مځکه لگیدو په وجه یې د پښو گوتې له څپلکو سره یو ځای سوځیدلې او د کوما په حالت کې تر روغتون پورې رسیدلی دی، بیا کورته راوړل شوی، په بد حالت حیران پروت، چې کلاوس ورباندې ورپېښ شوی دی.
شپون دا جریان په «و، نه و، یو شپون و» کې داسې لیکلی دی:
«… بس بیخوده پریوتلم. زه خبر نه وم چې پښو مې د څپلکو سره اور اخیستی و. زموږ کور ته مخامخ د پاکستان د یو پیلوټ کور و، چې زما د بچیانو په شورماشور خبر شو، په منډه راغی. هغه د بامه په اوږه کوز چمن ته وړی وم، چې یې کتلي چې زه سا نه کاږم نو یې مصنوعي خوله په خوله سا راکې غړولې وه، چې بیرته مې سا راښکل چالان شوي دي. هغه هم د پېښور هسپتال ته چلولی وم. درې ساعته بې خوده وم، چې سترگې مې پرانستې، گورم چې کورنۍ او دوستان ډله چارچاپیره ولاړ دي. اوله پوښتنه مې دا وه چې دا کوم ځای دی؟ بیا مې چې د سپـینو جامو ډاکتران ولیدل، نو ومې ویل اوس پوهیـږم چې په هسپتال کې یم، خو بس دا یوه پوښتنه راته ځواب کړئ او هغه دا چې ولې دلته یم؟ کور والا راته کیسه تیره کړه، ایله مې سر خلاص شو.
په ځای کیناسم، خو خوا مې را هسکېده. ډیر وروسته یې چې کور ته راوستم، نو مې پام شو چې د ښۍ پښې گوتې مې ورتې غوښې او غټه گوته مې سوی سکور و.
دوه میاشتې په ځای پروت وم او دربدرۍ او پیسو نشتوالي نه نیولې، تر بې وطنۍ او ناروغۍ پورې له هرې خوا راباندې هجوم و. بیا د پلار خبره سترگو ته راته ودریده، چې ویل به یې بچیه چې سخته درباندې راغله، نو د ځانه سره دا گردانوه، چې صورته! تیـږه شه! ما ویل چې صورت به مې تیـږه شي، خو د زړه سره څه وکړم، د بچیانو د وږو نسونو سره څه وکړم؟
د نجات پرښته:
یوه ورځ د پېښور په غرمو کې په ګټ پروت وم او په چاورۍ مې د ځانه مچان شړل چې چا ور وټکاوه. زوی مې ورغی او وارخطا بیرته راغی، ویل یې یو سور ږیری شین سترگی په انگریزي ستا نوم یادوي. دا وخت نو زما بچیانو په سکول کې یو څه انگریزي یاده کړې وه. ما وویل، ښځینه و ته وایه چې یوې خوا ته شي، بس رایې وله، چې راغی نو گورم چې زوړ یار ډنمارکی کلاوس فردیناند دی. کټ ته مې ودرید او زما د حال پوښتنه یې وکړه. ما ویل ته خو کښینه زوروره. پس له چایو او ډوډۍ مې وپوښته، چې څنگه راپـیښ شوی یې؟ هغه وویل چې زما اکاخیل کوچیان همدلته چیرته پراته دي، د هغو احوال اخستلو د پاره راغلم او هم مې په کونړ کې د یوې پروژې د پاره بودجه راوړې، چې هغه سررشته کړم. خپله کیسه یې راته تیره کړه، چې د کوچیانو د مشر کاکا زوی سرور خان د لوگر د ازرې نه د چا په لاس احوال را استولی چې که په پېښور راپېښ شوې، یو ځلې زموږ ګیـږدیو ته هم سر راښکاره کړه.
کلاوس ویل چې په ډینز هوټل کې مې اړولي، ستا پته مې د مجروح نه واخیسته، راغلم چې دواړه سرور خان ته ورشو، نو اوس گورم چې ته پروت یې، څه خبره ده؟
ما ورته د کاکړو د خان کیسه چې دواړو تل یادوله تکرار کړه، چې چا ترې پوښتنه کړې وه، چې څه ناروغي لرې؟ هغه ویلي وو: «چې درو عزیزانو گوته پرې کېښوده» دواړه وخندل. بیا مې د پرې شوې گوتې کیسه ورته وکړه او ومې ویل، چې سرور خان ته خو به که نور نه وي، په لکړه درسره لاړ شم.
په بله ورځ کلاوس د ډنـز نه راغی، موټر یې راوستی و. په لکړه وروختم او لاړو. په پوښتنو مو د کوچیانو کمپ صحیح کړ. د کچه کړۍ د یوې غونډۍ پورې لس دولس کیـږدۍ لکې وې.
هلاله، شوه، لکه چې ټولو د دیرشو کالو یار، کلاوس پېـژانده. چا د سرور خان کیـږدۍ ته بوتلو، سرور خان هم زما په شان ناسازه وو، لکړه یې لگوله بهر راووت او د کلاوس سره تر غاړې ووت. بیا نو تر ماښامه مرکې، ټوکې ټکالې او د پخوا وختونو کیسې وې. د سرور خان یوه خبره مې هر، هر ځای کړې او هیڅ به مې هېره نه شي چې کلاوس ورته وویل، ته خو اوس په حزب اسلامي کې یې، اتلس کسه مو قرباني ورکړي، نو که روسان ووتل او قدرت ستاسو شو نو باید چې غټ منصب درکړي، د کوچیانوریٔس به شې که څنگه؟
سرور خان په خندا وویل کلاوشه (هغوی به کلاوس ته کلاوش ویل) ماموریت گناه ده ځکه چې په هغې کې رشوت، حق تلفي او خنایت (خیانت) خامخا راځي، دا کار نه کوم، چې جهاد ختم شو نو په ازره کې د یوې غونډۍ پورې کیـږدۍ لگوم، یو تره خولی سپی به رانه تاو راتاو کیـږي، یو څو میـږې به مې شپاله کې بغیـږي، په بیغمه زړه به د اوس په شان خپل قاچاق کوم!
کلاوس د ورځې د غیر حکومتي موسسو یا انجیوگانو سره بوخت و، شپه یې په ما راوړه. یو ماښام یې راته وویل، چې راځه د ډنمارک د خیریه مؤسسې ریٔس شه، چې هم دې گوزاره وشي او هم پام پرې غلط کړې. ما وویل د هغې په ځای ولې د سرور خان سره قاچاق نه کوم؟ زه د دوو خرو وربشې سره بیلولی نه شم، نه مې رشوت اخیستی او نه مې ورکړی دی. اوس مې د تنظیمونو او کونړیانو په بلا مه اخته کوه. څو ورځې ورک و، لکه چې څوک افغان یې ورته پیدا کړی و، یا به یې د پخوا نه په نظر کې وو.
یو سهار د خدای پامانۍ د پاره راغی. پس د سباناري یې وویل، ولې نه راځې چې د کوپن هاگن پوهنتون کې د کلتوري انتروپولوژۍ په څانگه کې څیړنه او تدریس وکړې. هم به درته تبدیل هوا (د ځای بدلون) شي، پام به دې په بله شي او هم به ستا نه یو څه گټه واخلو. ما وویل ماشومان به څنگه شي؟ هغه وویل ته یو ځلې راشه، که دې کار خوښ شو، هغوی به راوغواړو.
کلاوس لاړ او یوه میاشت پس یې یو موقتي پاسپورت او یو تکټ راواستاوه. بس لاړم. دوه میاشتې پس بېرته پیښور ته ستون شوم او د میرمنې سره مې مشوره وکړه، هغې وویل بې هغې هم مهاجر یو، نه مو پیښور خپل وطن دی، د بابا کور به مو وي خو اوس رانه پردی دی او نه د دنیا بل ځای، بس ستا خوښه.
هم مې زړه کیده هم ساړه. د پیښور نه که نور څه نه و د وطن بوی خو راته، خو چې به مې د تنظیمونو ناخوالې په زړه کړې، نو وبه بوګنیدم. د مجروح خبره راته نیغه، نیغه کېده چې «موږ په دې چاپیریال کې ډیناساران یو، نه تیرې داړې لرو نه ځغاسته کولای شو، پښې مو نرۍ دي، جوثه مو ستره، نو ډیر ژر به له منځه لاړ شو»
د دوستانو نه مې چې رخصت اخیسته، نو ویل مې چې کورنۍ خوندي کوم او زه بیرته راځم. مجروح راته ویل «ښه به بیرته راشې!»
(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵م کالونه، ۲۱۰ـ ۲۱۱ـ ۲۱۲ـ ۲۱۳ـ ۲۱۴ـ ۲۱۵ مخونه)
د ډنمارکي کلاوس په مرسته شپون له خپلې کورنۍ سره د پېښور له جنجالونو را خلاص او ډنمارک ته را رسیـږي. د همدې خوږې کیسې په ترڅ کې شپون صاحب له صمد حامد سره د لیدو یادونه هم کوي، په دې ډول:
«… په ډنمارک کې یو ځلې ډاکتر صمد حامد هم راغی، څو شپې مې د ده د فضیلت نه برخه یوړه. حتی د کوپن هاګن د پوهنتون استادانو او کلاوس هم د حامد د پوهې او درایت ستاینه کوله…»
(شپون سعدالدین، و، نه و، یو شپون و، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ل ـ ۲۰۰۵ ام کالونه، ۲۱۸ ام مخ)
دغسې چې د کلاوس فردیناند او شپون لیدنه او کار د یو تصادف له مخې شوی و، له کلاوس سره زما (د دې کرښو لیکوال) اشنایي هم د یو تصادف له مخې وشو، کیسه یې داسې وه:
شپون صاحب کله، کله په خپلو یادداشتونو کې داسې ټکو ته اشاره کوي چې د لوستونکو او څېـړونکو، د څو کلونو یا څو ورځو یا څو ساعتونو خواري ــ چې باید په یوه مطلب پسې یې وکړي ــ په یوه پروگراف یا یوه جمله کې رالنډوي او ورته یې په مخکې ږدي؛ لکه د کلاوس فردیناند په باب د ده یادونې.
ما (آصف بهاند) په دوه زره شپږم (۲۰۰۶ ام) کال کې د شپون «و، نه و، یوشپون و» تر لاسه کړ، په ډیر دقت سره مې ولوست او، څو ځایه مې د ډنمارکي کلاوس فردیناند نوم له نظره تیر شو، چې کلاوس د افغانستان په باب او په تیره د پښتنو کوچیانو د ژوند او دودونو په باب څومره کار کړی دی، څومره یې له دوی سره مینه درلوده او څومره یې په خواریو او د زحمتونو په گاللو سره ځان په لرو پرتو سیمو کې د دوی تر مېـنو پورې رساوه او د دوی له کلتور او ژوند پیښو نه یې ځان خبراوه.
کله چې د شپون صاحب په «و، نه و، یوشپون و» کې د کلاوس له نامه سره مخ شوم، نو په افغانستان کې، په تیره له پښتنو کوچیانو سره د کلاوس د کار په باب او د ده د ژوند د حالاتو په باب زما تلوسه زیاته شوه. په همدې وخت کې مې د کلاوس په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو په پار، په ډنمارک کې د خپل کار د مشر، توربین ینسن مرسته وغوښته او داسې مې په زړه کې غوټه کړې وه چې دا خو به تقریباً د شپون همځولی وي، نو به په اغلب گومان چې ژوندی وي او زه به له نږدې ورسره گورم، خبرې به ورسره کوم او په افغانستان کې به د ده د کارونو په باب پوښتنې ځنې کوم؛ خو څو شیبې وروسته چې د دمې له پاره بیرته راستون شوم، د کار مشر توربین ینسن را ته غږ کړل او وې ویل:
«آصفه! په خواشینۍ سره چې کلاوس نور نه شته، هغه په دوه زره پنځم (۲۰۰۵ ام) کال وفات شوی دی»
بیا مې د یو څه مودې له پاره د کلاوس په باب د څه لیکلو فکر له سره ویست، خو په «تاند» کې بیا هم شپون صاحب د خپلو جالبو لیکنو په لړ کې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په نهمه (۹مه) نیټهیوه په زړه پورېلیکنه خپره کړه چې په هغه کې هم د کلاوس او افغانستان ته د کلاوس د ډنمارکي شاگردانو د راتگ د علمي سفر کیسه راغلې وه. د شپون صاحب په لیکنه کې د کلاوس او د هغه د شاگردانو په بابداسېراغلي دي:
«لا د ثور کودتا نه وه شوې، زما خیال دی را روا نه وه، چې یوه ډله نجونې له ډنمارک نه کابل ته راغلې. د کوپنهاګن پوهنتون محصلانې وې، فیلډریسرچ یې کاوه، انتروپولوجست، کلاوس فردیناند چې لسیزې یې له کوچیانو سره تیر کړي وراوستې وې. زه او اشرف غني د کلاوس د پخوا وختو یاران وو چې د پوهنتون دوره کې مو په ریسرچ کې همکاري، کله لا ترجما ني ورسره کوله. نو چې د لا و لښکر سره راغی موږ هم ورسره د افغانستان په کلو بانډو ګرځېدو. دا مهال نو موږ استادان وو. اشرف لکه چې لا ډاکټري نه وه اخیستې، رخصتي راغلی و.
پلان دا وو چې د شیبر له زړې لارې، په درې شکاري تر پلخمري بیا په دښتو مزارشریف ته لاړ شو. تنکی پسرلی و. د دښتو شنیلو تازه نېښ وهلی و(یره لکه دا اوس د حوت ورو ستۍ شپې به وې) د غونډیو په شیلو کې د کوچیانو لیري څرېدل. چې لنډه یې کړم تاشفرغانو ته مو شپه وروړه. درسته شپه په هوټل کې کټملانو د ډنمارکي نجونو په سرو غوښو میلې وکړې. په سهار مو د بازار په قیماقچای او شیرمال (په شودو کې اغږل شوې ګردې ډوډۍ) سبناری وکړ او بیا نو د جنوکیو ریسرچ شروع شو. د دې دوکان د زانګو عکس واخله، په بل دوکان کې د زرکې کرکړې ثبت کړه، د دوکان د اله چو(د کرزي والې چپنې تان)، او د سماوار چي د چلم او سرخانې او چارخانې عکسونه واخله، د مشهور سندرغاړي، بنګیچه استاد او یوسف دمبوره چې عکسونه واخله، غږونه یې ثبت کړه. د تاشفرغان بازار ته هغه وخت ګرم ویل کېده. ګرم بازار هغه و چې دوکاندار به له کوڅې ها خوا خپله د نسوارو ډبلی بل دوکاندار ته ګوزارولی شو، مانا کوڅه به تنګه وه، لکه د کابل شوربازار یا د ننګرهار د کږې بازار. دا موږ ته عادي خو د کلاوس ښځګله و ته د هالیووډ سینما وه.
ناڅاپه مو یو سړی ولېد چې یو وړوکي، د نه یا لسو کالو ما شوم یې راګیر کړی وو، په مخ یی څاپیړې ورکولې. نورو ورته کتل خو هیچا مداخله نه کوله. د کلاوس شاګردانو چا عکس اخیست او نورو ورته تري تري کتل، ژبون یې وهل شوی و. سړی بېدرکه غټ څټی و، ځکه به نو چا مدا خله نه کوله…»
ما پخوا لا په نظر کې درلودل او په لیکلې بڼه مې ژمنه کړې وه چې زه به د کلاوس فردیناند د ژوند او په افغانستان کې د ده د کارونو په باب یو څه لیکم او دا دی ایله اوس بریالی شوم چې دا کار وکړم. د شپون صاحب د مړینې په پار ما یوه مفصلهمقاله لیکلې وه، هلته ما د ددې مقالې د لیکلو ژمنه داسې کړې وه:
«له افغانستان نه د شپون صاحب د وتلو په اړوند دلته د یوې خبرې یادول اړین گڼم چې د شپون اقتصادي او سیاسي حالت د دې جوگه نه و چې دی دې مخامخ امریکا ته لاړ شي. د ده په لیکنو، په تیره «و، نه و، یو شپون و» کې د راغلو اسنادو او کیسو په استناد، شپون د ډنمارکي انتروپولوجست کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand) په مرسته ــ چې دی یې د نجات فرشته بولي چې شپون په افغانستان کې ور سره د کار اوږده او مخینه لرله ــ له پيښور نه ډنمارک ته راغلی و او بیا له ډنمارک نه شپون له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډه شوی دی.
د شپون او ډنمارکي انتروپولوجست کلاوس فردیناند (Klaus Ferdinand)، چې پښتنو کوچیانو د ژوند او دودونو په باب ډیر کار کړی دی؛ د اړیکو په باب او په تیره د کلاوس د ژوند او په افغانستان کې د هغه د تر سره کړيو کارونو په باب، په نظر کې لرم چې یوه مفصله مقاله ولیکم.»
ما د دې مقالې په لیکلو او خپرولو سره خپله ژمنه پوره کړه او له خپله اړخه مې، تر یوې اندازې هم د شپون صاحب حق ادا کړ او هم مې د ډنمارکي انتروپولوجست او کوچي پیژندونکي کلاوس فردیناند حق پر ځای کړ. اوس لوستونکي کولای شي وگوري چې کلاوس د پښتنو کوچیانو د ژوند او دود و دستور په باب څومره کارونه کړي دي او څومره زحمتونه یې گاللي دي.