د ترهګریزو بریدونو خبرونه تل وېرونکي وي، خو مور او پلار له یوې بلې ستونزې سره هم مخ دي چې په دې اړه خپلو ماشومانو ته څه ووايي.
ایا له دغسې خبرونو څخه یې لیرې وساتو؟ ایا ښه ده چې ټلویزیون خاموشه کړو؟ ایا د وژنو تصویرونه ماشومانو ته له روحي پلوه زیان رسوي؟ یا دا چې خپلو ماشومانو ته ټول هغه شیان ووايو چې پېښ شوي دي؟
د کارپوهانو مشوره دا ده چې د دغسې مسلو په اړه غږېدل له هغو څخه د ډډې کولو پرتله ښه دي.
د روح پېژندنې او د ماشومانو د روحي ستونزو متخصصه، ایما سیټرن، وايي کورنۍ باید د مانچسټر د غمجنو پېښو په اړه ماشومانو سره له غږیدو ډډه ونه کړي.
ایما وايي “ماشومانو ته بنسټیز حقایق ووایئ، کوم شیان چې دوی غواړي پرې پوه شي ورته ووایئ، له هغوی وپوښتئ چې پر څه باندې غواړي پوه شي او ورباندې پوه یې کړئ”.
“ملاتړ یې وکړئ او تسلي ورکړئ، په غېږ کې یې ونیسئ، که ژاړي ورسره وژاړئ، د هغوی عاطفي غبرګون ته غبرګون وښیئ.
“وګورئ چې هغوی څه غواړي- موږ غواړو وپوهېږو چې هغوی د څه شي ځواب غواړي”.
ایا ټلویزیون خاموشه کړو؟
د بریتانیا د روح پېژندنې د کالج ډاکټره برناډکا ډوبیکا وايي په داسې حال کې چې د ټلویزیون او راډیو خاموشول ښايي یوه طبیعي ساتندویه غریزه وي، په اوسنۍ ټولنه کې په خبرونو کې له روحي پلوه زیان رسونکو پېښو پر وړاندې د ماشومانو ساتنه عملا شونې نه ده.
هغه وايي “والدین نشي کولای ماشومان په بشپړ ډول له دغسې پېښو خوندي وساتي. حقیقت دا دی چې ماشومان او ځوان کسان ۲۴ ساعته شپه او ورځ د خبرونو تر بمبارد لاندې وي”.
ډاکټره ډوبیکا وايي د والدینو لپاره ترټولو مهمه خبره دا ده چې خپلو ماشومانوسره مرسته وکړي چې خپل احساسات په سمه توګه سمبال کړي.
“د خبرونو پټول کومه ګټه نه لري ځکه چې هغوی کولای شي له بل ځایه یې واوري او والدین به هلته نه وي چې ورسره مرسته وکړي.”
“له توندو جزییاتو ډډه وکړئ”
مېرمن سیټرن وايي د خبرونو په اړه غږېدل مهم دي، خو والدین باید له غیر ضروري جزییاتو ډډه وکړي.
“له توندو جزییاتو ډډه وکړئ، ورته اړتیا نشته، ضرور نه دي”.
“صحنه ورته مه تشریح کوئ، د وینو توییدل مه بیانوئ، تصویرونه مه ښیئ- له دې ټولو باید ډډه وشي، ځکه چې کېدای شي ماشوم ته له روحي پلوه زیان ورسوي”.
مېرمن سیټرن والدینو ته دا مشوره هم ورکوي چې پر انټرنېټ د لوستلو په اړه له غټو ماشومانو سره جدي او ټینګه رویه وکړي.
“خپل ځوان کس ته ووایئ چې په انټرنېټ کې دې د خبري کیسو ټول جزییات نه لټوي، اړتیا یې نشته- موږ باید خپل ځوان کسان هم خوندي وساتو”.
ګټورې جملې
مېرمن سیټرن وايي والدین باید د ماشومانو له خبرو څخه ځان پوه کړي چې خبرې اترې کوم لوري ته لاړې شي، خو هرڅومره چې کولای شي باید په خپلو خبرو کې ډاډ ورکونکو او ارامونکو جملو ته ځای ورکړي.
“عمومي خبرې لکه، ‘دا یوه ډېره نادره پېښه ده’، ‘ دا ډېره بده پېښه ده خو ښه دی چې ډېره نادره ده’، او’ امنیت به لانور هم ټینګ شي’، ډاډ ورکونکي دي.
“موږ نه غواړو چې ماشومان مو له کوره بهر ته وتلو څخه وډارېږي، موږ نه غواړو چې هغوی وده ونه کړي او عادي، له خوښۍ او روغتیا ډک او سم ژوند ونشي کولای”.
که داسې پوښتنې سره مخ شئ چې “ایا کېدای شي بیا داسې پېښه وشي…؟، د مېرمن سیټرن مشوره دا ده چې ريښتیا ووایو، خو د ماشومانو د عادي ورځینو کارونو په اړه هم ورته ډېر ډاډ هم ورکړو.
“زه به ورته وایم، ‘البته چې بیا پېښېدای شي’- دروغ به نه وایم- ‘خو ګومان نه کېږي، ځکه چې دا ډېرې ډېرې نادرې پېښې دي او موږ ډاډه یوو چې پولیس به لانور هم امنیت ټینګ کړي.
“فوټبال او والیبال ته تلو کې به هېڅ کومه ستونزه نه وي، سیل او میلې ته تلو کې به هېڅ کومه ستونزه نه وي، او هربل کوم کار چې دوی یی کوي”.
“موږ باید په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړو او د دغسې بدو خلکو له امله ونه ډاریږو”.
ایا ښونکي به د پېښو په اړه وغږېږي؟
د مانچسټر د ترهګریز برید په شان پېښې کېدای شي د ښونځیو ازموینې وځنډوي، په دې معنا چې په ښونځیو کې به په دې اړه غږېدل حتمي وي.
د ښوونځیو او کالجونو د مشرانو د یوې ټولنې سرمنشي، جیوف بارټن، وايي “زه به تعجب وکړم چې که ښوونځي زده کونکي پرېنږدي چې د برید په اړه وغږیږي”
“که زده کونکي غواړي وغږېږي، ښونکي به د پوښتنو اجازه ورکړي او ورسره غږېږي به چې باوري او مناسب معلومات له کومو سرچینو ترلاسه کړي”.
ښاغلی بارټن وايي ښوونځي به پدې هکله هم زیارباسي چې د ټولنیز نظم پر احساس باندې ټینګار وکړي.
“ښوونځي به غواړي د ټولنې او ګډو ارزښتونو پر احساس باندې ټینګار وکړي – له هر فرصت څخه به کار اخلي چې د خپلې ټولنې ارزښتونه وستايي”.
خو، هغه د سرښونکي په توګه د خپلې ۱۵ کلنې تجربې له مخې وايي چې که ښوونځي مستقیما نه وي اغېزمن شوي، د ترهګریزو بریدونو وروسته به “خپل عادي کار ته دوام ورکوي”.
“ورځیني عادي کارونه مهم دي او خلکوسره مرسته کولای شي- د یو ارامه هدف احساس ورته ورکوي”.
څر نګه پوهېدای شم چې ماشوم مې له روحي پلوه زیانمن شوی که نه؟
د روحي زیان نښې تر ډېره حده په شخص پورې تړلې دي، خو، دغو لاندینیو نښو ته باید پام وشي:
- ماشوم ډارېږي، د بې امنیتی احساس او تشویش کوي
- خپل بستر لندوي
- له ځینو فکرونو او خاطرو سره بوخت وي
- ذهني تمرکز یې نه وي
- ژر په غوسه کېږي او خبره نه مني
- فزیکي نښې لکه د سر درد اود ګېډې دردونه
که تاسو د خپل ماشوم په اړه اندېښنه لرئ او فکر کوئ چې د خبري پېښو له امله ورته روحي زیان رسېدلی، یوه ډاکټر ته ورشئ.
که ستونزه دوام وکړي، کېدای شي ډاکټر مو د ماشومانو او تنکیو ځوانانود روحي روغتیا خدمتونو څانګې ته واستوي.
خو هغسې چې ډاکټره ډوبیکا وايي والدین باید ډېر تشویش ونه کړي، ځکه چې “اکثریت ځوان کسان د دغسې ستونزو سره د مقابلې وړتیا لري او ښه کېږي”.