د ماشومانو لخوا د خوږو خوړلو اندازې سره د مقابلې لپاره د یوې سوېډنۍ مور بریالیتوب په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو کسانو پام ورګرځولی دی. هغه توانېدلې د خپلې لور د خوږو موادو کارولو کچه کنټرول کړي او روغ ماشوم ولري.
مېرمن لارسن پرېکړه وکړه چې د خپلې څلور کلنې لور له خوړو خواږه لرې کړي، خو ورسره د ماشوم جنجال او بدخلقي ډېره شوه.
هغې د خوږو له بندېدو وروسته د یوې مودې لپاره خواړه نه خوړل او یواځې یې غوښتل چې خواږه او خوږې مستې وخوري.
د خوږې بندولو لپاره د مېرمن لارسن تر پرېکړې څو ورځې وروسته لږ لږ بدلونونه تر سترګو شول.
اوس د هغې څلور کلنه لور د شپې وختي او راحت ویده کېده، د ټلویزیون کتلو ته یې لېوالتیا کمه شوې وه او زړه یې غوښتل چې ډېر فعالیت ولري.
د ماشومانو لپاره څومره خواږه مناسب دي؟
- دوه کلنۍ کې ۱۳ ګرامه یا د ورځې یو تر درې قاشوغې
- درې کلنۍ کې تر ۱۵ ګرامو لږ یا ورځ کې دوه تر څلور قاشوغې
- څلورکنۍ کې له ۱۹ ګرامو کم یا ورځ کې درې تر پنځه قاشوغې
- له ۷ تر ۱۲ کلنۍ کې ۲۴ ګرامه یا ورځ کې څلور تر شپږ قاشوغې
- ۱۱ کلنۍ او پورته عمر کې تر ۳۰ ګرامو کم یا ورځ کې پنځه تر ۷ قاشوغې
د خوږې خوړلو کنټرول
کوم خواړه چې د مېرمن لارسن لور وړاندې خولې ته هم نه وړل، اوس یې هغې ته ډېر ښه ښکارېدل او هغسې چې مور یې وایي؛ د خولې مزه یې په بشپړ ډول بدله شوې وه داسې چې پرېکړه یې وکړه خپله دغه تجربه او بریالیتوب په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي. دا تجربه د زرګونو نورو مېندو او پلرونو لپاره جالبه وه.
وروسته مېرمن لارسن د سوېډن په یوې ورځپاڼه کې مطلبونه ولیکل او په یوه ټلویزیوني پروګرام کې یې ګډون وکړ ترڅو پر دې موضوع بحث وکړي.
خو ټول د هغې له تجربې اغېزمن نشول. هغه وایي؛ “ځینو خلکو فکر کاوه چې دا پروګرام ډېر افراطي دی، خو ما هېڅکله نه دي ویلي چې تاسو نشئ کولی خواږه ونه خورئ. موږ په خپله کورنۍ کې خواږه او بوره خورو، خو هر ورځ نه.”
اوس ځینو نورو مېندو او پلرونو هم د مېرمن لارسن تجربې ته مخه کړې. هغه وایي: “که ستاسو ماشوم تل غواړي خواږه وخوري، مرستې ته اړتیا لري. خپله ماشومان دا کار نشي کولی او دا د مېندو او پلرونو دنده ده چې د هغوی ورځني خواږه خوړل کنټرول کړي. داسې نشي کېدای که په پلورنځي کې خریداري کوو او د ماشوم چغو بندولو لپاره خواږه ورکړو.”
د سوېډنیانو د خوړو رژیم کې خواږه
سوېډن یو له هغو هېوادونو دی چې پر ډیابت یا شکرې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې ټیټ دی او هغه ماشومان چې اضافي وزن لري تر نورو اروپایي هېوادونو یې شمېر کم دی.
په ۲۰۱۵ کال کې د دیابت بین المللي فدراسیون په سوېډن کې د دې ناروغۍ د خپرېدو کچه ۴،۶ سلنه اعلان کړې وه چې د ګاونډي ناروې په پرتله ډېره کمه وه. د اروپایي هېوادونو په منځ کې ترکیه له ۱۴،۸۵ سلنې درلودو سره په پر دیابت د اخته کسانو لوړ شمېر لري.
ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان یو راپور هم وایي چې سوېډن کې ۲۳ سلنه هلکان او ۲۲ سلنه نجونې اضافي وزن لري. نژدې ۷ سلنه هلکان او ۵ سلنه نجونې هم تر اندازې ډېر زیات چاغ دي.
د اروپایي هېوادونو په ډله کې اېرلېنډ د ماشومانو تر حده ډېر چاقوالی لري. ۳۱،۸ سلنه هلکان او ۲۷،۳ سلنه نجونې اضافي وزن لري.
کارپوهانو غوښتې چې د روغتیا په تړاو خلکو ته لا ډېرې زده کړې ورکړل شي او د خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره کمپاین وشي.
————-
سرچینه: بي بي سي