انځورګر : اورا موسېر
ژباړن : جاويد اوربل
يوه وخت د شپې له خوا نړۍ بانجاني شوه . ټول شيان په بانجاني رنګ واوښتل، له اسمانه نيولې تر سمندره او له غرو نيولې بيا تر ونو ، له خلكو او له اسمانڅكو ودانيو څخه نيولې بيا تر وړكي ميږي پورې . خلكو چې شاوخوا وكتل ، حيران شول ، هسې نه چې دوى خوب ويني ليكن هيڅوك را پورته نه شو او ټول شيان همداسې بانجاني پاتې شول ، يوازې ملاچرګك پاتې و چې بانجاني شوى نه و او روښانه شين رنګ يې لاره .
دا چې په دنيا كې يو دى و چې رنګ يې نه و اړولى، ونيول شو او په قفس كې واچول شو .
خلكو سخت ټكان خوړلى و ، ځينې نور ويريدلي وو او نورو تعجب كاوه ، خو داسې خلك هم ول چې هغوى دا يوه ټوكه ګڼله ، ځكه چې د نورو په نسبت ، ولسمشر ډير بانجاني شوى و . ټولې كورنۍ بانجاني شوې وې ، سينماوې ، ستوري ، ډاكټران ، نرسان ، د ګاز سټيشنونه ، خلك ، مليكه ، ولسمشر ، د ټيكسي ډريوران او هر څوك . دوى له يوه ځايه بل ته لاړل ، په بانجاني ټيكسيو ، بسونو او باسكيلونو كې . دوى پر بانجاني ميزونو كښيناستل او بانجاني رنګه خواړه يې وخوړل . سربيره پر دې د چاكليټو د كمپنۍ ټول قطعيان بانجاني شوي وو . عموما نجونو فكر كاوه چې دا حالت سخت په عذابوونكى دى خو هلكانو ويل چې ډير خوندور حالت دى .
د نړۍ زيرك ساينسپوهان سره يو ځاى شول چې د دې علت پيدا كړي . چې دا د خلكو د سترګو مشكل دى كه د طبيعت يوه جادو ده . دوى مطالعې وكړې ، ازمايښتونه يې وكړل ، تحليلونه يې وكړل ، اندازه ګيري يې وكړه ، سيالۍ يې وكړې، پرلپسې ليكنې او مقالې يې وليكلې خو هيچا هم دا ستونزه تشريح نه كړل شوه.
نور نو خلكو دا فكر نه شو كولى چې دنيا شنه وه او يا د زرغونه رنګ سره كينه وكړي چې هر څه يې زرغونه كړي دي ، ځكه چې دوى څه ويل او څنګه يې ويل هغه په بدليدو شول . ځينو ويل بانجاني رنګ د جهان تر ټول مهم رنګ دى ځكه چې هرې خواته خپور دى . ځينو نورو بيا ويل چې بانجاني رنګ په دې مهم نه دى چې هر چېرې شته او ښه ډير دى . دوى بحثونه وكړل ، نظرونه يې سره تبادله كړل ، مسابقې يې وكړې ، شرطونه يې ولګول ، كتابونه وليكل شول ، فلمونه جوړ شول په دې اړه چې بانجاني رنګ مهم دى او كه نه دى .
د شنه ملاچرګك مساله ډيره لويه موضوع وګرځيده ، دا په دې چې هغه لږ شين رنګ درلود خو نور ټول جهان په بانجاني رنګ ډك و . خلكو د دې مسالې پر اهميت سره بحثونه او مشاجرې وكړې . ځينو ويل چې ملاچرګك بايد يو خاص مرغه وګڼل شي ځكه چې اصلي رنګ يې يو څه ساتلى دى او يا خو به هيڅ مرغه نه وي ، ځكه هغه يوازينى شى دى چې خپل اصلي رنګ يې ساتلى .
ځينو نورو بيا ويل چې د شنه ملاچرګك مساله يوه ټوكه ده چې هغه د نورو مرغانو په څير دانې خوري ، اوبه څښي ، وزرونه غوړوي ، خپل اصلي خاص رنګ يې ساتلى دى او بيا هم دا يو مرغه پاته شي ؟ دا بيخي عجيبه ده .
پوره يو كال له هغه وخته تيريده چې دنيا بانجاني شوې وه ، كله چې خلك له خوبه را پورته شول نو ټوله نړۍ زيړه شوه او بيا خلكو د شنه ملاچرګك څخه دا پيښه مالومه كړه . په ځينو ځايو كې زيړې دنيا د بانجاني رنګې دنيا سره هيڅ تفاوت نه درلود او خلكو پر دې مسالې سره خبرې كولې . په دې وخت كې يوازينى مهم شى چې و هغه شين ملاچرګك و چې لا هم شين پاتې و او خلكو د نړۍ بدليدل د ده له لارې وپيژندل. دوى په يوه اوږده كتار كې ودريدل څو د دې شين ملاچرګك ننداره وكړي .
د د وو راتلونكو كلونو له پاره دقيقا په همدې ورځ كې نړۍ لومړى بانجاني او بيا زيړه شوه . نوي رنګونه راغلل اول نارجي وروسته ګلابي خو شين ملاچرګك هماغسې شين پاتې شو .
د شنه كارغه مساله تر هغو يوه متنازع مساله پاته شوه چې پنځم كال را ورسيد او ټوله نړۍ په شنه رنګ شوه .
په دې كال نو خلكو اول د شنه ملاچرګك پوښتنه وكړه چې رنګ يې څنګه شو . ايا اوس هم شين پاته دى ؟ هو هغه په خپل رنګ كې و . اوس نو په نړۍ كې نور دوه رنګونه نه ول ، يوازې يو رنګ و او هغه هم شين و . له دې وجې چې د شين ملاچرګك رنګ د نورو شيانو او نورو خلكو په څير و د خلكو علاقه هم ور سره كمه شوه . نور چې هغه مهم نه و نو د خلكو راتګ هم ور سره ودريد او شپږ مياشتې وروسته چې دنيا په شنه رنګ شوې وه ، يو څوك ورغى او دا مرغه يې له قفسه خوشې كړ او هغه په خوشالۍ سره وزرونو وټپول او په هوا شو .
په دې بله ورځ دنيا د شنې زرغونې رنګونه بيرته واخستل او داسې وبريښيده چې پخوا هيڅ هم نه و شوي . په اولو كې يو څه د خلكو له پاره له تشويشه ډكه صحنه جوړه شوه خو وروسته دوى دا هيره كړه چې نړۍ دې بانجاني شوې وي . دوى له ياده وايستل چې دنيا يو ځل زيړه شوه ، بيا نارنجي شوه ، بيا ګلابي شوه او بيا شنه شوه يعنې ابي شوه . دوى له هغه حالته وګرځيدل چې ويل به يې : دنيا ټوله تكه شنه ده يا هم د زرغونه رنګ سره له دې وجې كينه وكړي چې هرڅه يې زرغونه كړي دي .
خو د يوې پيښې له پاره دوى حيران ول چې ملاچرګك چيرې لاړ ؟ څه به كوي ؟ رنګ به يې اوس هم شين وي ؟ او د دې لانجې مقصد يې څه و ؟