روغتونونو ته تګ زموږ د عادي ژوند برخه ده، ډیر کله داسې شوي دي چې روغ کسان له ناروغانو سره روغتون ته تللي دي او هلته دوی هم ناروغه شوي دي. په دې خاطر هغو کسانو ته چې په روغتونونو کې د مریضانو عیادت کوي په کار دي چې ځینو ټکو ته پام وکړي چې ناروغه نه شي.
ډیری کورنی دا د مریض سره یو ډول خواخوږي ګڼي چې کله یې یو کس ناروغه شي نو یوه ډله کسان ورسره روغتون ته روان وي. ځینې میندې بیا دا خوښوي چې خپل اولادونه ورسره وګرځوي خصوصا هغوی ته چې روغتونونه نږدې دي او یا هم خپل شخصي موټر لري.
خو ځینې وختونه کوچني ماشومان ناروغه کیږي، مثلا درې کلن ماشوم ناروغه دی نو مور اړه ده چې خپل یو کلن روغ ماشوم ورسره روغتون ته بوځي خو ډیری وختونه داسې ضرورت نه وي او مور له ځانه سره روغ ماشومان روغتون ته بیایي.
کله چې ماشومان ناروغان نه وي نو کوښښ دې وشي چې روغتون ته بو نتلل شي ځکه د افغانستان په روغتونونو کې د ناروغانو بیروبار، د ساري ناروغیو زیاتوالی او د ساري ناروغانو له پاره مشخص ځای نه لرل تر څنګ یې پاکۍ صفایۍ ته نه پام، هغه څه دي چې د ناروغیو د انتقال زمینه په کې روغو کسانو ته بیخي زیاته وي.
حتا په پرمختللیو هیوادونو کې کله چې تر څوارلس کلنۍ د کم عمر ماشوم روغتون ته د کوم مریض عیادت یا لیدو ته ځي نو یو لوی کس به ورسره وي او هغه به کنټرولوي چې د مختلفو طبي وسایلو سره غرض ونه لري او ځان په نورو ناروغیو اخته نه کړي.
د افغانستان شرایطو ته په کتو او هغو روغتونونو ته په کتو چې موږ ورځو باید پام مو وي چې ماشومان مو د ناروغیدو له سخت خطر سره مخ دي. ناروغان اکثره د شفاخانو په دهلیزونو کې انتظار وي، ټوخيږي، پرنجي کوي، ناړي توکي، په ناړو او د وجود په نورو مایعاتو لړلي لاسونه کله چې پر زینو پورته کیږي په کټارو پسې موږي دا ټول ځایونه په میکروبونو لړي.
کله چې یوه مور روغتون ته ننوځي، د ډاکټر شعبې ته ورځي او یا هم هلته د ډاکټر سره په خبرو کیږي خپل ماشوم خوشي کوي نو هغه د روغتون په دهلیزونو کې لوبې کوي، ناولیو روغتیایي وسایلو ته لاس وروړي، په ناولیو ځایونو کښیني او لاسونه یې په مکروبونو ککړیږي، همدا لاسونه خولې، پوزې او سترګو ته وروړي او بیا سینه وبغل، اسهال او نورې خطرناکې ناروغۍ ورته پیدا کیږي.
کوښښ دې وشي چې یوازې ناروغ کسان روغتون ته لاړ شي او که د مریض حالت مو ښه نه وي نو یو کس دې د هغه سره و اوسي نه دا چې ټوله کورنۍ هلته ورته واړوو. روغتون د ساعتیرۍ ځای نه دی څومره چې لږ وخت هلته تیر کړئ په ګټه مو دی.