په نوره نړۍ کې ډېره توجه ماشوم ته کیږي، چې ښه وروزل شي. د څلورو پنځو کالو وروسته یې وړکتون ته لیږي. هلته ورته له سویي سره برابرې زده کړې ښودل کېږې. د ماشوم ادبیاتو ته ډېر څه لیکل کیږي چې یعنې د دوی لپاره کیسه لیکل دي. لیکوال ددي ترڅنګ چې ناولونه او لنډې کیسې ولیکې، د ماشومانو لپاره هم کیسې لیکې.
د ماشومانو کیسه، زموږ د کیسې سره ډیر توپير لري. موږ ته چې څومره سخته کیسه لیکل کیږي، نو په یو نه یو ډول پري ځان پوهولی شو، خو ماشوم ته باید چې:
پېل:
ماشومانو ته به کیسه له سره پيلوئ، چې ښه پري پوه شي. که موږ کیسه له یوي داسې پيښې نه پيل کړو چې زموږ موخه د لوستونکې جلبول وي، نو بیا پرې کوچنی نه پوهیږي.
لکه:
وو نه و یو باچا و. ده ډیر نوکران درلودل. د خلکو سره یې مینه کوله. ده یو زوی درولود. ده غوښتل یې چې زوی یې درس ووایې او په راتلونکې کې دده پر ځای په تخت کیني…. ورو ورو به کیسه اصلی موخي ته بیایې. اوس که موږ کیسه داسې پيل کړو:
سترګې یې سري راوتی وي. غوښتل یې چې چاقو ته لاس کړي، خو مور یې ور ټوپ کړ او چاقو یې تري واخیست…. ماشوم په دې شیانو نه پوهېږي چې مخکې څه شوي او یا موږ ووایو چې دده په ذهن کې به پوښتنې پيدا کړي.
پلاټ:
پلاټونه باید واړه وي او پيښې یې پيچلې نه وي، ځکه چې د ماشوم ذهن دومره وده نه وي کړې چې په داسې پيچلتیاوو پوه شي؛ خو زموږ لپاره پيچلتیا کومه ستونزه نه ده، بلکې کیسه لا خوندوره کوي.
تلوسه:
کوښښ مه کوئ چې د لنډي کیسې او ناول په شان د ماشومانو په کیسه کې هم تلوسه زیاته کړئ. دوی په تلوسه نه پوهیږي. بس کیسه ورته ساده پيل کړئ.
جملې:
د جملې سره ماشوم ته تصویر جوړ کړئ.تصویر هله جوړیږي چې د صفتونو او فعلونو له لارې یوه خبره پنځو خواسو ته متوجه کړې، لکه : زمري لکۍ وخوځوله. ترڅنګ یې مار تاو راتاو شو…
املاء:
املاء مو باید سمه وي. په غلطه املاء ورته څه مه لیکئ، ځکه چې همدا کیسه ده ته لیک هم زده کوي. که یوه کلمه ورته په ناسمه بڼه ولیکئ، نو بیا یې تر پایه همداسې زده کوي، لکه:
طورخم باید تورخم ولیکل شي. طوتي باید توتي ولیکل شي. بل دا چې ترډیره یې د هغوی خبرو ته ولیکئ، لکه: پادشاه نه باچا.
کرکټر:
د ماشومانو په کیسه کې ډېر کرکټرونه مه راوړئ. یو، دوه او درې کرکټره بس دي. که موږ د نورو کیسو او ناولونو په شان ددوی په کیسه کې هم د کرکټرونو شمیر زیات کړو، نو بیا یې له یاده وځي، چې کوم کرکټر څه وکړل؟ نوم یې څه و؟…. که یو دوه وي نو تر پایه به یې په ذهن کې پاتې شي.
صحنې:
کوښښ مه کوئ چې تکراري صحني په کیسه کې راوړئ. تر اوسه چې د ماشوم لپاره کیسې لیکل شوي، نو یوه صحنه چې ځنګل دی، ډیره تکراریږي. خپلې صحنې نوي کړئ. کور، کلی، ښار، سیند، تفریحي ځایونه، نندارتون، میله ځایونه، موزیمونه… په دې سره به ماشوم هم له دې ځایونو سره بلد شي او هم به ورته نوي وي.
ژبه:
د ماشومانو لپاره موږ هنري ژبه نه شو کارولی. هغوی پر تشبه، استعاره، مجاز او کنایه… نه پوهیږي. هغوی ته یې په ساده ژبه ولیکئ چې پري پوه شي.
انځور یا تصویر:
ماشومانو ته باید رنګه کتابونه ولیکل شي. کیسې سره تصویر راوړل، ۶۰٪ د کیسې په پوهیدو کې له ماشوم سره مرسته کوي. که په جمله سم پوه نه شي، نو تصویر یې پوهولی شي. لکه د نوي کور نوي ژوند په کیسو کې چې د ماشومانو لپاره یې لیکي.
پېغام:
د ماشومانو لپاره باید پيغام ساده وي. که موږ پيچلی پيغام راوړو نو پوهیدل به ورته ډېر ګران وي.
موږ خو خبره په تشبه، استعارو، کنایو او مجاز کې کوو، چې هم مو نثر ښکلی او خوندور شي او لوستونکې ته یو څه ذهنیت ورکړو، چې ددي جملې نه یې مطلب څه شی دی.
دا هم په یاد ولرئ چې:
ماشومانو ته ژوند ښکلی معرفی کړئ او د مرګ له ویرې لرې وساتئ.
که کیسه کې حیوانات راوړل شوي وي، کوښښ وکړئ چې د نوم سره یې ووایې چې سور، شین، تور، ژيړه غوا، سوی، زمری….
کوچنیان له جګړو لرې وساتئ.
د ژوند په ټولو برخو کې ورته کیسې ولیکئ، لکه: ټولنیز، اسلامي، تعلیم او تربیه….
ډیر کوښښ وکړئ چې تعلیمي او تربیوي کیسې ولیکئ.
له خپل مثبت فرهنګ سره یې اشنا کړئ او پردی کلتور ورته مه معرفي کوئ.
ډیر مهم او په زړه پورې معلومات وو، له تاسو ټولو څخه چې د داسې مطالبو په برابرولو کې مو زیار ایستل ډیره مننه کوو. دا سایټ او په ځانګړې ډول دا معلومات له ځبلو دوستانو سره چې واده شوي دي او ماشومان لري شریک کړل تر څو د هغوی په پالنه کې ورڅخه کوم څه کم پاته نه شي.