ژباړه/ ساحل منګل –
خلاقيت له ماشومانو سره مرسته کوي تر څو په اسانه توګه د ستونزو حل لاره پيدا کړي نو په همدې توګه ډيره مهمه ده چې په خپلو ماشومانو کې د خلاقيت روحيه لوړه کړو څو راتلونکی ژوند ېې په راحت او په کاميابۍ ترسره شي .
په همدې خاطر مونږ تاسو ته اته لارې چارې په ګوته کوو څو ستاسو ماشومانو سره په خلاقيت او نوښت کې مرسته وکړي.
۱کتاب
د ماشوم په خلاقيت، استعداد او د فکر په وده کې يو له مهم شی کتاب دی. تاسو په خپله د کتاب په ويلو سره خپل ماشوم ته ذهني تصوير ورکړئ او هغه پياوړی کړئ، نو د دې لپاره بهتره ده چې لوی لوی کتابونه انتخاب کړئ چې له تصويرونو څخه ډک وي. د کتاب محتوا دهغو ماشومانو لپاره ،چې عمرونه ېې تر دريو کلونو پورې وي کوم اهميت نلري بلکې ددوی ټول حواس تصويرونو ته متوجه وي .کله ،چې کتاب لولی نو په خپل ذهن کې ددوی د استعداد په اندازه يوه موضوع پيدا کړئ او دوی ته ېې ووایی ،چې په دې کتاب کې څنګه کيسه وه ،کرکټر ېې څوک وو ،همدا ډول دوی ته ددې کيسې بيان په بيلابيل انداز کې وکړئ..
۲ داستان ويل
دماشوم دزياتې پاملرنې د را اړولو په موخه خپل داستانونه هغوی ته بيان کړئ،دهغوی دشاوخوا واقعي شخصيتونواو دخپل کور دفضا څخه دکيسې په تصويرجوړولو کې ګټه واخلئ،هر څومره چې دهغه لپاره دکيسې شخصيتونه اشنا وي په هغومره اندازه کيسې ته زياته پاملرنه کوي،په همدې ترتيب دماشوم ذهن داتلاش کوي ،چې د داستان تصوير جوړ کړي چې په همدې وخت کې دماشوم ذهن ته دخلاقيت لوړېدا ورکوي .
۳ موسيقي
دموسيقۍ وسايل دلوبو يو له هغو وسايلو څخه دي ،چې دماشوم په ذهن کې دخلاقيت په زياتولو کې زيات رول لوبوي ،کله ،چې ماشوم دخپلو موسيقي الاتو په وسايلو خپل غږ توليدوي،سندره وايي اوخوښ وي ،چې په دې وخت کې هغه دځان دلوړوالي احساس پيدا کوي ،تاسو په دې وخت کې هغه دتشويق او وستایی چې په دې وسيله دهغه په ذهن کې دهغو نوښتونو ته لوړوالی ورکول کيږي .
۴ د بريښنايي وسايلو نه کارونه
د دې لپاره ،چې دماشوم ذهن خلاص او وکولای شي خيال او فکر وکړي ،هر څومره ،چې امکان وي دبريښنايي وسايلو له کارونې څخه ېې لرې وساتی ،شايد ځينې وخت هغوی ته ټليفون په لاس ورکړی ،چې هغه چپ شي او دچا خبره شيطاني ونکړي خو دغه کار ستاسې دماشوم دخلاقيت دټيټوالي لامل کيږي .دتلويزوني پرګرامونو په کتلو سره دهغوی وخت ډکيږي او ددې وخت نه پيداکوي ،چې دوی خپل فکر په کار واچوي او نوښت وکړي .ارواپوهانو په وار وار سره سپارښتنه کړې ،چې د دوو کلونو څخه کم ماشومان بايد تلويزون ته کيننول شي .ماشوم بايد کم تر کمه په څلور ويشتو ساعتونو کې يواځې ديرش دقيقي تلويزون کتلو ته پرې ښودل شي او له دې څخه زيات دهغوی دتخيل قوه کمزورې کوي او دخلاقيت او نوښت کچه ېې ټيټيږي .
۵ فضا جوړونه
نمايش او دبيلابيلو شخصيتونو رول ادا کول له ماشوم سره مرسته کوي تر څو دی خپل ځان دهغوی په څېر وويني .په دې لاره کې بايد دخلاقيت له ځواک څخه کار واخلی ،نو په همدې خاطر تاسو بايد دهغوی سره مرسته وکړی او دهغوی لپاره مناسب امکانات او فضا برابره کړی .دمثال په ډول :که غواړی دښوونکي رول ادا کړی،يوه جوړه عينکې واخلئ ،يوه تخته ولګوئ ،يو قلم واخلئ تر څو په عملي ډول دښوونکي رول ادا کړی.لازمه نده ،چې ګران قيمته توکي واخلی په ډيرو کمو امکاناتو هم دا کار شونی دی .
۶د ماشومتوب دعجيبه عادتونو منل
دځينو والدينو لپاره داډيره سخته وي ،چې دخپلوماشومانو عجيب او غريب عادتونه ومني.دمثال په ډول ستاسو لور غواړي ،چې دلوبو لپاره داوږدې لمنې کميس په کوڅه کې واغوندي،چې دا ستاسو لپاره هيڅ دمنلووړ نه وي ،مګر په دې باندې بايد وپوهيږی ،چې ماشوم ستاسې دغه وسوسه هيڅ نه درک کوي نو له هغوی سره داقبوله کړی او له ځانه وپوښتی چې که هغه داډول جامې واغوندي نو څه به وشي؟
۷ ماشومانو ته د تخيلي دوستانو منل
دماشوم د رشد په مرحله کې ډيره طبيعي ده ،چې خيالي دوستان ولري .دغه دوستان دتخيل دځواک څخه ډير قوي په ماشومانو کې ښکاره کيږي. ددغو ماشومانو اصولا ټولنيز کړه وړه ډير ښه او ټولنيز ډار کم لري .په همدې برخه کولای شی کله ،چې ستاسو ماشومان دخپلو خيالي دوستانو سره دلوبو په حال کې وي دهغوی په منځ کې حضور ولری او تر هغه وخته پورې ،چې ستاسې ماشوم کومه تيروتنه کوي هغه لارې ته سم کړئ.
۸ د نسبي محدوديتونو ټاکل
داچې دماشوم دلوبو او ساعت تيری لپاره محدوديت وټاکو بده به نه وي.دمثال په ډول: که ماشوم ته هر څومره لوبې،فکر ورکول،تميثل او نور څه ور زده کوو نو تر څنګ ېې بايدپه حقيقي ژوند هم پوه کړو ،چې ژوند څه ډول تيريږي نه داچې ټول وخت ېې په لوبو او نورو کارونو کې تيرشي .