هغه ګټور رول چې والدين کولی شي د خپلو ماشومانو په روزنه او پالنه کې ګټه ترې واخلي، هغه په ماشوم کې د خلاقيت پياوړي کول دي . خلاقيت د ماشومانو په روزنه کې د پرمختګ يو بې مثله عامل او فکتور دی . ډېری پوهان پدې اند دي چې د ماشومانو خلاقيت او د روح او روان سلامتي له يو بل سره تړلي دي .
په ماشومانو کې دخلاقيت د پيدا کولو مهم عامل انګېزه ده. لياقت، شخصيتي ځانګړنې، مهارتونه… والدينو او د ماشوم همزولو ته ښيي چې يو ماشوم کوم کوم کارونه کولی شي. مګر انګېزه ماشوم ته دا فکر ورکوي چې کوم کار بايد تر سره کړي. د ماشوم لپاره چې څه مهم دي هغه د خلاقيت روزنه او د ماشوم له استعداد او مهارت سره د انګېزې جوړښت او همغږي ده، د انګېزې روزنه او مهارتونه د خلاقيت په لويېدا کې او غوړېدا کې مهم رول لري .
ماشومان کولی شي خلاق و اوسي خو دا بيا د ماشوم په مور او پلار پورې اړه لري چې څنګه کولی شي د خپلو ماشومانو د خلاقيت له قوې ګټه واخلي. د ماشومانو په ټولنيز محيط کې هغه که کور وي، مدرسه وي، که ښونځی يا کوم بل ښونيز مرکز دې دوی په خلاقيت روزنه پوره تاثيرات لري، نو پکار ده چې ياد بنسټونه د ماشوم او د دوی د خلاقيت په برخه کې خاص پروګرامونه ولري.دا چې په ماشوم کې د خلاقيت د ودې پړاونه څنګه تکميليږي او د خلاقيت د انګيزې ارزښت څه دی … دا د ماشوم روزنې او پالنې په برخه کې يو مهم بحث دی. خلاقيت په ماشومانو کې د دوو ځانګړنو لرونکی وي چې د همدې دوو خوصياتو په پام کې نيولو سره هم کولی شو د ماشومانو تخلقي قوه پياوړې کړو .
ددې لپاره چې خلاقيت په ماشوم کې فعال او ژوندی پاتې شي، نو ماشوم ته بايد آزادي ورکړل شي او د ټولنې د يوه فرد په توګه محترم وبلل شي او هغه دوې ځانګړنې دادي.
الف : خلاق فعاليتونه په ماشومانو کې له هغه ټولو کړنو سره بايد توپير ولري چې ده په خپل مخکني ژوند کې ترسره کړي، ليدلي او اورېدلي .
ب : دغه فعاليتو نه يوازې داچې بايد توپير ولري بلکې کاملا سم وي او ماشوم د يولړ ګټورو او دلچسپه کړنو په موخه تر سره کړي وي. په ماشومانو کې د خلاقيت نښې نښانې د هغوي لخوا د انجام شوي کار په اهميت، کيفيت او معيار کې موندی شو، د ماشوم چلند بايد تقليدي يا داسې نه وي چې ده په خپل ژوند کې وړاندې هم تجربه کړی وي بلکې نوښت شرط دی. د ماشوم د کار د نوښت او خلاقيت په ارزونه کې ترټولو مهم قاضيان او ارزونکي د دوی والدين دی، ځکه چې والدين په کاپي اندازه دخپلو ماشومانو ورځنۍ کړنې ليدای شي او له مخکنيو هغو سره يې پرتله کولی شي.
په ماشوم کې د خلاقيت انګېزه
د ماشوم خلاقيت چې په هر پړاو کې وي په درېيو څيزونو پورې تړاو لري .
۱ ـ د خلاقيت په موجوده پړاو کې مهارت .
۲ ـ د خلاق کار او فکر مهارت.
۳ ـ ذاتي يا فطري انګېزه .
د خلاقيت ځينې عناصر فطري وي، ځينې په کسب کولو زده کيږي او ځينې نور په محيط او ټولنه پورې تړاو لري ، د ماشوم د خلاقيت په روزنه کې د والدينو لويه مرسته داده چې، له دوی سره د هغه کارونو او موضوعاتو په موندلو کې مرسته وکړي چې نوښت پکې کېداشي او خلاقيت ته پکې اړتیا ليدل کيږي، يا يو داسې نقطه ورته ومومي چې هلته د ماشوم، استعداد، مهارت، سليقه، او نورې غريزې له يوبل سره وصل کيږي.
يوبل څه چې مهم دي هغه د ماشوم آزادي ده چې د خپلو اړونده کارونو په هکله پخپله تصميم ونيسي د غه کار هم د انګېزې د توليد سبب کېدای شي، د دې لپاره چې خلاقيت په ماشوم کې تلپاتې او ژوندی و اوسي نو اړينه ده چې هغوی ته زياته آزادي ورکړئ او د يوه شخصيت په توګه متقابل احترام ورته ولرئ . له عاطفي اړخه ماشوم ته تر مناسبې ګچې ځان نږدې کړئ او په وړاندې يې په اخلاقي ارزښتونو باندې نه په قانون زيات ټينګار وکړئ . د يادونې ده چې ميندې او پلرونه کولای شي د لاندې ټکو په مرعاتولو سره په خپلو ماشومانو کې خلاقيت لا ښه او بهتره کړي.
۱ ـ ماشوم ته آزادي ورکول.
۲ ـ متقابل احترام.
۳ـ په مينه او عاطفي اړيکو کې عتدال ساتل.
۴ـ په ارزښتونو باور کول نه په رنګارنګ قوانيو.
۵ ـ د خلاقيت اهميت منل.
د خلاقيت اهميت منل له هغه عواملو دي چې په ماشوم کې د خلاقيت د تقويي سبب کيږي .
پدې سلسله کې والدين کولی شي د خپلو ماشوم په لاپرمختګ او لوړتيا کې لدوی سره په بېلابېلو يا متنوع فعاليتونو او د دغه ډول فعاليتونو په ټاکنه کې برخه واخلي ترڅو ماشومان خپل عميق ذوقونه هم وپېژني. ماشومان د والدينو له ګډون پرته هڅه کوي چې خپل فعاليتونه وسنجوي، د ماشوم خپل فکر يا خپل سنجش هم د ماشوم په خلاقيت مثبت اثر پرېباسي او دغه راز والدين بايد د ماشوم د خلاقيت روزنې په موخه په خپل چلند کې هم له ډول ډول لارو چارو ګټه واخلي .
په ماشومانو کې د خلاقيت د تقاطع ځای منطق دی، چې پر مټ يې د ماشوم ذوقونه او مهارتونه له يو بل سره مطابقت او يوالی تر لاسه کوي . او دغه لاندې ټکي هم پام وړي :
۱ ـ د خلاق ماشوم والدين د خپل ماشوم د عقايدو او افکارو اظهارولو ته احترام لري.
۲ـ د خلاق ماشوم والدين د ماشوم له زياتو پوښتنو نه ستړي کيږي او هغه ته د لا لټون اجازه ورکوي .
۳ـ د خلاق ماشوم مور و پلار ده ته اجازه ورکوي چې اکثره تصميمونه په خپله خوښه ونيسي .
۴ـ د خلاق ماشوم والدي له فکري پلوه هم له خپل ماشوم سره مرسته کوي، له دوی سره په دېره نرمۍ او دقت د نړۍ ليد په اړه خبرې کوي، البته په يو ډېر ماهرانه ډول له هغوی سره بحث کوي .
د خلاق ماشوم ځينې ځانګړنې
خلاق ماشومان عموما زيات مست، خوشاله، شوخ او شور مشور کوونکي وي، په لوبه کې زيات ځير وي چې څنګه مبارزه وکړي او خپل ذوق په ښه ډول پېژني، څېړنو په ډاکه کړې چې په ماشومانو کې د لوبو او خلاقيت تر منځ يوه پياوړې اړيکه موجوده ده، هغه ماشومان چې د لوبو ډېر شوقيان وي د د هغه ماشومانو په پرتله خلاق ذهنونه لري چې د لوبو سره چندان علاقه نلري. د ماشوم د خلاقيت روزنې تر ګردو ښه لاره هغه ده چې ماشوم ته هم يوه لار وښيي او هم ماشوم پکې د آزادۍ احساس وکړي تر څو له خپلو مهارتو ښه توګه ګټه واخلي . نور بيا…