ډاکتر سباوون –
په افغاني ټولنه کې له ماشومانو سره د سکس او جنسي مسلو په هکله خبرې کول اسانه کار نه دی، په لودیځ کې پر مور او پلار سربیره په ښونځیو کې هم په دې هکله پوره معلومات ورکول کیږي او ماشومان ډیر په اسانه په ټولو مسلو پوهیږي .
ښايي ځینې کسان له کلتوري پلوه دغه کار نا سم وبولي خو که د جنسي انحرافاتو او په ټولنه کې د جنسي مسلو په هکله شته ستونزو ته پام وکړو ښايي دا خبره ټول ومني چې مور او پلار او دغه راز ښونځي او وړکتونونه باید په دې برخه کې تر پخوا ډیر فعاله شي.
البته په خپل خلاقیت سره کولی شو خپل کلتوراو اسلامي ارزښتونو ته په پام سره له خپلو ماشومانو سره په دې هکله خبرې وکړو په دې ډول هغوي به له ډیرو خطرو وژغورو په تیره بیا په ماشومتوب کې د جنسي تیري او په لوینه کې د جنسي انحراف مخه نیولی شو.
لکه چې وویل شول د سکس په هکله خبرې ممکن هم د ماشوم او هم د مور او پلار لپاره سخت وي خو که هرڅوک د خپل ماشوم د کنجکاوۍ اندازه وپیژني او معلومات د ماشوم د درک په اساس وړاندې شي ستونزه به رامنځته نه شي.
البته د ماشوم عمر ته په پام سره باید د خبرو او جملو ډول او څرنګوالی توپير ولري مثلاً که یو پنځه کلن ماشوم ته وویل چې ماشومان د مور په نس کې له یوې دانې پیدا کیږي دا به په اسانه ورته د درک وړ وي ، باید ورته وویل شي چې د پلار دانه او د مور دانه د مور په نس کې سره یو ځاي کیږي اود دغو دانو له یو ځاي کیدا ماشوم پیدا کیږي دغه خبره به دغه ماشوم ته د درک وړ وي دغه پنځه کلن ماشوم ممکن په دې ډول قانع شي خو یو اته کلن ماشوم ممکن نورې پوښتنې هم وکړي، د مثال په توګه هغه غواړي پوه شي چې دغه دانې څنګه سره یوځاي کیږي.په هر حال مهمه مسله دا ده چې ماشوم پوه کړو او واقیعت ورته ووایو ډیری کسان ماشوم رټي او ورته وايي شرم دی چې کله لوي شي په خپله پرې پوهیږي دا ترټولو ناسم ځواب دی.
په هر حال ممکن ماشوم د عمر په بیلابیلو پړاونو کې بیلابیلې پوښتنې وکړي معمولاً دغه پوښتنې ممکن مطرح کړي:
زه څنګه د مورپه نس کې جوړ یا جوړه شوم؟
تردې مخکې چې ستا نس ته راشم چیرته وم؟
څنګه زه له نسه بهر شوم؟
ماشومان له کوم ځایه دې دنیا ته راځي؟
له اتلس میاشتۍ وروسته ماشومان د بدن غړیو ته پام وکړي له همدې عمره ماشوم د خپل بدن دغړیو نومونه هم زده کوي که د جنسي غړیو نومونه ور ونه ښودل شي ممکن هغه فکر وکړي چې دا ناسم کار دی،پریږدئ چې ماشوم دغه نومونه د بدن د نورو غړیو په شان زده کړي ښايي دوي ورته په خپله ژبه خاص نومونه واخلي خو دا به ډیره ښه وي چې ماشومان د هر جنسي غړي نوم زده کړي ، د دې لپاره چې دغه خبرې مو اسانه او ماشوم هم ښه پوه شي غوره ده د جنسي غړیو لاتین نومونه ماشوم ته ورزده شي په دغه حالت کې ممکن ماشوم او مور او پلار د شرم احساس ونه کړي. خو که تاسو انکار وکړئ او د جنسي غړیو په هکله معلومات ورنه کړئ دا ورته ستونزه پيدا کوي.په دغه عمر کې ماشوم ته ورزده کړئ چې د بدن ځینې غړي خصوصی دي او یوازې په حمام او تشناب کې باید وښودل شي.
له څلور کلنۍ وروسته ماشوم جنسیت ته پام کوي ، هم د ځان او هم د مقابل لوري پر جنس فکر کوي او کنجکاوه کیږي. هغه ممکن وپوښتي چې ماشوم له کومه ځایه پیدا کیږي؟ هغه غواړي پوه شي ولې د نجونو او هلکانو بدن سره توپیر لري، ښایی په دغه عمر کې ماشوم له خپل مخالف جنس سره یوې کوټې ته لاړ شي او د یو بل بدن وګوري چې ولې دغه دواړه سره توپیر لري، ممکن د یو بل جنسي غړي لمس کړي او حتی د مقابل لوري له تناسلي الې سره علاقه وښيي . په دې باید پوه شئ چې دا جنسي فعالیت نه دی په دغه عمر کې ماشومان په جنسي مسلو نه پوهیږي یوازې د کنجکاوۍ له مخې یو معمولي تمایل دی. هیڅکله ماشوم په دې کار مه رټئ باید پوه ېې کړئ او ورته ووایئ دغه تمایل ښه کار دی .
په دغه عمر کې ماشوم ته ورزده کړئ چې له جنسي غړیو سره علاقه او ورته تمایل بده او دشرم خبره نه ده او دا ښه خبره ده چې ته پرې پوه شي خود نورو په مخ کې او په عمومي ځایونو کې دغه کار ښه نه دی .
په افغانستان کې ګورو چې هره ورځ پر کوچنیو ماشومانو د جنسي تیري راپورونه ورکول کیږي د دې کار د مخنیوي لپاره باید ماشوم ته ورزده کړئ چې له مور او پلار پرته بل هیڅ لوي کس د دې حق نه لري چې ستا په جنسي غړیو لاس ووهي که کله چا دغه کار وکړ چیغې کړئ او مرسته وغواړئ البته ډاکټران او نرسان مستثنا کړئ خو ډاکټران او نرسان هم ډیر ځله باید د مور او پلار په مخ کې جنسي غړي معاینه کړي .
کله چې ماشوم ښونځي ته ځي باید د جنسي غړیو نومونه او دهغو کاروندوالی ېې زده وي ، په دغه عمر کې باید ماشومان د نارینه او ښځې په فزیکي توپیرونو پوه شي او ماشوم له دې عمره باید زده کړي چې له ښځو سره اړیکه یوازې جنسي اړیکه نه ده .
که ماشومان د خپلو میندو او پلرونو له لوري په دغو مسلو پوه نه شي ممکن د نورو ملګرو او خورلڼو په وسیله په جنسي انحراف اخته شي.
که تر دغه عمره مو ماشوم ته دغه شیان ورزده نه کړل ممکن ځنډ شوی او ماشوم له انحراف سره مخامخ شي.
که ماشوم د سکس ا وجنسي مسلو په هکله هر ډول پوښتنه وکړه په صداقت سره ځواب ورکړئ او هیڅکله ورته دروغ مه وایئ.
دا به غوره وي چې ماشومان د سکس او جنسي مسلوپه هکله له پوښتنو ونه شرمیږي او که په دې هکله په مور او پلار باور ونه کړي نو بل څوک ځانته پيدا کولی شي او ممکن ناسم معلومات ترلاسه کړي.
یوه نارویژۍ ډاکټره او د ماشومانو متخصصه ویده اوسلون چې ډیر کتابونه ېې هم په دې هکله لیکلي دي په دې باور ده چې غوره ده له ماشوم سره د سکس په هر خوا خبره وشي په ښو او بدو اړخونو ېې ، په هغو شیانو چې قانوني دي او په هغو شیانو چې غیر قانوني دي په ټولو باید ماشوم پوه شي.
له دې سره سره چې لودیځوال په دې برخه کې ډیره ازادي لري او له ماشومانو سره په دې برخه کې په ازاده توګه خبرې کولی شي خو په ناروې کې یوه شمیرنه ښيي چې ماشومان د جنسي مسلو په هکله ډیرڅه په ښونځیو او وړکتونونو کې زد کوي ، نو زموږ ښونځي باید حتماً په دې هکله پوره معلومات ماشومانو ته ورکړي او دغه چاره باید په تعلیمي نصاب کې شامله شي.
په هر حال دا به ډیرو کسانو ته د شرم خبره وي چې له خپل ماشوم سره په دې هلکه خبرې وشي خو دغه لارې چارې باید زده کړاي شي او په هره ممکنه لاره چې تاسو ته مناسبه ښکاري له ماشوم سره په دې هکله خبرې وکړئ او هغه په ټولو دغو مسلو پوه کړئ.