ژباړه: زاهدالله ځلاند –
په یوه ځنګله کې یو کارغه اوسېده او خوشاله ژوند یې کاوه؛ خو یوه ورځ یې سپینه هیلۍ ولیده، فکر یې وکړ، چې دا به په نړۍ کې تر ټولو خوشاله مرغه وي.
کارغه خپل فکر په رښتیني ډول هیلۍ ته وړاندې کړ. هیلۍ ورته په ځواب کې وویل، چې ما هم فکر کاوه، چې خورا ښکلی مرغه یم؛ خو کله چې مې توتي ولید، چې دوه رنګه لري، نو زه اوس فکر کوم، چې توتي په مرغانو کې تر ټولو ښکلی مرغه دی.
کارغه له دې وروسته توتي ته ورغی، توتي ورته وویل، چې ما ډېر په خوښۍ ژوند تېراوه؛ خو کله چې مې طاوس ولیده، فکر مې وکړ، طاوس د نړۍ تر ټولو ښایسته مرغه دی؛ ځکه چې زه دوه رنګه او هغه بېلابېل رنګونه لري.
له دې وروسته کارغه په یوه ژوبڼ کې طاوس مرغه ته ورغی، ګوري چې په سلهاوو کسان یې کتلو ته ورټول شوي وو. هر کله چې خلک لاړل؛ نو کارغه طاوس ته ورغی او ورته یې وویل، چې ته ډېر ښکلی مرغه یې؛ ځکه چې هره ورځ دې کتلو ته، په سلهاوو او زرهاوو خلک راځي.
طاوس ورته په ځواب کې وویل: ما هم همدا فکر کاوه، چې زه تر ټولو ښکلی او خوشاله مرغه یم؛ خو د خپل ښایست او ښکلا له لاسه اوس د ژوبڼ په لومي کې راګېر یم.
طاوس زیاته کړه، چې ما په ډېر پام سره ژوبڼ وڅاره او دا راته معلومه شوه، چې کارغه یوازینی مرغه دی، چې څوک یې په پنجره کې نه ساتي او خپل آزاد ژوند کوي؛ نو د تېرو څو ورځو راهیسې فکر کوم، چې کاشکې زه یو کارغه وای، چې هر چېرته مې په آزادۍ سره الوت کولای شوای.