ليكنه: ډاكټر هادي شاكر
ژباړه: اميد –
پر مرګ د ماشومانو پوهول د كورنيو د مشرانو لپاره تر ټولو سخت كار دى، په تېره چې خپله هغوى د كوم دوست د مړينې له غم سره لاس او ګرېوان وي. مګر مرګ د ژوند يو انكار نه منونكى حقيقت دى او وغواړو كه ونه غواړو ماشومان له ډېر وړوكوالي څخه د هغه په اړه اندېښمنېږي او پر هغو پېښو له پوهېدو او پوښتنو ګروېږنو سره مينه لري چې لويان يې ماتم نوموي او د غم احساس په طبيعي بڼه پاروي.
دا ښايي هېښوونكې وي چې آن دوه كلن ماشومان هم له مرګه خبر دي. ماشومان په خپلو كيسو يا تلوېزيوني خپرونو كې د مرګ په اړه اوري، يا هم په خپله شاوخوا كې مړه شوي كورني او كوڅه ډب ژوي ويني. له دې هر څه سره_سره هېڅ ماشوم د مرګ په معنا نه پوهېږي. هغوى د مرګ تلپاتوالى نه شي دركولاى او د يوې لنډمهالې او تېرېدونكي پېښې په سترګه ورته ګوري.
هغوى داسې فكر كوي چې لاښونه(جسدونه) اوس هم خوراك كوي، ويدېږي او خپل عادي كارونه ترسره كوي، خو يوازې په دې توپير چې يا يې په آسمانونو او يا هم تر ځمكې لاندې ترسره كوي. آن ځينې وختونه كه د يوه ماشوم مور، پلار، خور او يا هم ورور مري هغه يې په اړه ورته پېښه په نظر كې نه شي نيولاى.
ماشومان د مرګ پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه ښيي:
دا عجيبه نه ده چې يو دوه كلن ماشوم حمام ته د تګ په زدكړه كې ځنډ وكړي يا يو پنځه كلن ماشوم ونه غواړي د ماشوم تلپاتي ځانګو ته لاړ شي، ځكه ماشوم د لويانو د خواشينۍ د لامل په لټه وي او غواړي وپوهېږي چې ورځنيو خپرونو يې ولې بدلون موندلى دى. هغه له ځان سره فكر كوي چې چارچاپېره نړۍ يې ولې ناڅاپه پرېشانه شوې ده. له بله پلوه، ښايي داسې يو ماشوم هم وي چې د مرګ پر وړاندې هېڅ غبرګون ونه ښيي يا هم كله_كله د خپلو ماشومانه خوښيو په منځ كې ورياد شي، چې دا په بشپړه توګه طبيعي ده او د ماشوم د كلك زړۍ معنا نه لري!
ماشومان دغه مفهوم ورو_ورو او په كرارۍ زده كوي او په يوه ورځ يا يوه شېبه كې د هر څه د درك تمه بايد ترې ونه شي. ډېركي ماشومان آن تر هغو د خپل غمجن احساس ښوول نه غواړي، تر څو يو بشپړ خونديتوب احساس نه كړي، يعنې دا داسې چاره ده چې ښايي په مياشتو يا هم كلونو كې ترسره شي، په تېره كه يې كوم دوست مړ شوى وي. ځينې ماشومان ډېر عجيب كارونه ترسره كوي، د بېلګې په توګه د جنازې د لېږدولو لوبې يا د يوه مړي فاتحه اخيستل. دا هم يوه طبيعې پېښه ده، آن كه د لويانو په اند نامعقوله هم وي. له دې امله، بايد د مرګ په اړه د ماشوم د احساساتو د څرګندولو مخنيوى ونه شي.
- د مرګ په اړه خپل احساسات څرګند كړئ!
ماتم هم د لويانو او هم ماشومانو لپاره د دوستانو د مړينې د غم په سړولو كې مهم رول لوبوي، ماشوم بايد په ډېر سخت ماتم ونه ډاروو، خو له بله پلوه بايد پېښه دومره بې ارزښته هم ونه ښوول شي. ماشوم ته بايد وويل شي چې لويان هم ژړا ته اړتيا لري او موږ د يو چا د بايللو له امله نارامه يو. له دې پرته، ماشوم ستاسو بدلونونه درك كوي او په ځانګړې توګه هغه مهال لا پسې متوجه كېږي چې كومه پېښه وي خو تاسو يې ځنې پټوئ.
- د ماشوم پوښتنې ځواب كړئ!
مرګ ته د ماشومانو پاملرنه يوه عادي خبره ده او له پوښتنو يې بايد تېښته ونه شي، بلكې غوره دا ده چې له وخته ګټه پورته شي او له ماشوم سره مرسته وشي چې وكولاى شي د نورو بايلل وزغمي.
- آسان او لنډ ځوابونه وواياست!
ماشومان د درنو او پېچلو خبرو توان نه لري. له دې امله هڅه وكړئ د مرګ په اړه ډېرو جزياتو او پېچلو بحثونو ته داخل نه شئ. هغه څه چې په ځانګړې توګه تر پنځه كلنۍ كښته ماشومان ښه په پوهېږي، مرګ(مړينه) د ټولو بدني كارونو د درېدو په معنا يادول دي. مثلاً هغوى ته وويل شي چې د دې پېشي مړينه دا معنا لري چې هغه نوره نه ځي، خوراك نه كوي، شى نه ويني، هېڅ درد نه احساسوي او جسم يې نور كار نه كوي.
ماشومان د ځان په اړه خبرتيا لرلو ته اړ دي. ښايي وپوښتي (زه كله مرم؟) چې په ځواب كې يې ښه ده وويل شي:(هېڅوك نه پوهېږي چې څوك څه مهال مري، خو موږ اكثره بېخې ډېروخت ژوند كوو. زه ډاډه يم چې ته تر ډېر بوډاتوبه ژوند كوې.) يا ممكنه ده ماشوم وپوښتي: (مور ته كله مرې!) دا پوښتنه معمولاً د اولياوو لپاره ډېره لړزوونكې وي. خو له دغسې پوښتنې څخه د ماشوم موخه دا ده چې آيا ته زما ساتنه كوې او يا تر دې وروسته به مې څوك ساتنه كوي، له دې كبله غوره ده ماشوم ته وويل شي: (مور روغه جوړه ده او د ډېر وخت لپاره به ستا سره وي.) آن د تر پنځه كلنۍ كښتو ماشومانو په اړه ويل كېږي چې بايد ورته وويل شي:(مور نه مري)، (بابا نه مري).
كه داسې ځواب وركول شي چې: (ګرانه زويه! موږ ټول يوه ورځ مرو) د ماشوم لپاره داسې معنا لري چې موږ ټول همدا نن مرو.
- پېښه جوړوونكي توري:
د ليكنې په لومړۍ برخه كې په دې اړه وږغېدو چې ماشومان مرګ ته په كومه سترګه ګوري او هغوى د مرګ تلپاتوالى نه شي درك كولاى، بلكې پر ځاى يې يوه موقته او تېرېدونكې پېښه ګڼي. همدارنګه له ماشوم سره د مناسبو اړيكو پيدا كولو په اړه ځينې ټكي وړاندې شول. په وروستۍ برخه كې په دې اړه يو لړ نوري ارزښتناكي خبرې تر بحث لاندې نيول كېږي.
- د داسې عبارتونو له كارونې څخه ځان وساتئ چې يوې ښې چارې ته اشاره كوي!
د مړينې يا مرګ په اړه د لويانو معمولي عبارتونه لكه: (په آرامۍ استراحت كول)، (ابدي خوب) او (يوه ليري ځاى ته تلل) د ماشومانو لپاره ډېر سرساموونكي دي.
ماشومانو ته داسې مه واياست چې (نيكه بيده دى) يا (يوه ليري ځاى ته تللى دى). په دې خبرو ماشوم ښايي د خوب ځاى ته له تلو ووېرېږي او داسې وانګېري چې دى هم ښايي ويده شي او بيا راونه ګرځي، يا تاسو په كوم كار پسې لاړ شئ هغه فكر وكړي چې بېرته نه راځئ. تر وسه_وسه كوښښ وكړئ مرګ ماشوم ته طبيعي وښياست، مثلاً ورته وواياست:
(نيكه ډېر بوډا شوى و او د بدن يې نور كار له توانه نه و پوره). كه نيكه تر مړينې وړاندې ناروغ وي هڅه وكړئ ماشوم وپوهېږي چې د زوكام په شان ناروغۍ د مړينې معنا نه لري. هغوى ته څرګنده كړئ چې دغسې ناروغۍ څوك نه شي وژلاى.
- د خداى او جنت د لغتونو په كارونه كې پوره احتياط وكړئ!
دغه معناوې تاسو د يوه پنځه كلن او يا تر دې هم واړه ماشوم لپاره كاروئ او موخه مو دا ده چې هغه آرام كړئ، نو پام مو وي چې ډېر يې ونه ځوروئ.
د بېلګې په توګه كه وواياست:(انا اوس ډېره خوشحاله ده، ځكه په جنت كې ده)، ماشوم فكر كوي:(آيا انا په رښتيا خوشحاله ده، نو زما پر شاوخوا چې كوم كسان دي دا ټول خوابدي دي؟!) يا مثلاً وواياست چې(عمه دومره ښه ښځه وه چې خداى ځان ته وبلله) ماشوم فكر كوي: (دا چې زما عمه ښه ښځه وه او خداى خپل ځان ته وبلله، نو ښايي زما مور او يا كوم بل غوره كس هم خپل ځان ته وغواړي.!!) يا (كه زه هم ډېر غوره څوك شم كولاى شم خداى ته لاړ شم او نيكه مې ووينم) يا دا چې (بايد هڅه وكړم بد هلك واوسم چې وكولاى شم تر ډېره له خپل نيكه او مور سره پاتې شم!) له دې امله داسې عبارتونه وكاروئ چې هغه څارو او پرېشان نه كړي.
مثلاً ورته وواياست: (موږ ډېر خواشيني يو چې نيكه نور زموږ سره نه شته او موږ پسې خپه يو، خو ښه ده وپوهېږې هغه اوس له خداى سره دى.)
- د ماشوم د پوښتنو د تكرار په تمه اوسئ!
د مرګ، ناكرارۍ او غم د نښو په اړه د معلوماتو د ترلاسه كولو لپاره به د ماشوم پوښتنې ډېر وخت رواني وي، آن تر دې چې د هغه له لويېدو او پېژندنې د پوهې له ودې سره يو ځاى نوي پوښتنې رازېږي.
داسې فكر مه كوئ چې ماشوم مو ستاسو د معلوماتو د نيمګړتيا له وجې تكراري پوښتنې كوي، بلكې د ماشومانو تكراري پوښتنې يو طبيعي كار دى. يوازينى كار چې بايد ترسره يې كړئ دا دى چې تر وسه_وسه په زغم ځوابونه وركړئ.
- له ماشوم سره مرسته وكړئ چې د مړه شوي تن خوږې خاطرې وريادي كړي!
له ماشوم سره د مړه شوي تن د شيرينو خبرو يادول او د هغه په اړه بحث ده ته زياته آرامي بخښي. ماشومان د ماتم لمانځنې لپاره داسې لارو چارو ته اړتيا لري چې لمسېداى شي، پر دې بنسټ تر پنځو كلونو كم ماشوم د ښخېدو په مراسمو كې د ګډون پر ځاى كولاى شي په كور كې يوه شمه روښانه كړي، يا د مړه شوي تن په ياد يوه سندره ووايي، تصوير يې انځور كړي او هم د ماتم په ځينو نورو مراسمو كې ګډ كړل شي. په ماشوم كې د آرامۍ د احساس د زېږولو لپاره هغه ته د مړه شوي تن يوه نښه سپارل ډېر ګټور دي. مثلاً كولاى شو د انا يوه غاړګۍ يې په خونه كې وځوړوو.
- ځينې وختونه مور د يوه ناروغ جنين د بايللو له امله غمجنېږي!
دغسې وختونه ماشوم هم_ آن پرته له دې چې د حاملګۍ او زېږېدنې په معنا وپوهېږي_ په مور خپه كېږي. هغه ښايي د ګناه احساس وكړي او د جنين د ضايع كېدو لامل خپل ځان وګڼي. په داسې وختونو كې بايد ماشوم پر دې ډاډه كړل شي چې دغسې مرګونه ډېر كم دي، په ځانګړې توګه كه د كوم بل بلاربښت نيت ولرئ. ماشوم ته بايد وويل شي: (مړ شوى ماشوم دومره لوى شوى نه و چې وكولاى شي دنيا ته راشي او د مور د ګېډې دباندې ژوند وكړي). خپل ماشوم ته اجازه وركړئ چې د يوې نقاشۍ په كښلو يا يوه لاسي كار په كولو سره خپل غم ښكاره كړي.
- كله چې پر تلوېزيون له يوې پېښې اغېزمنېږئ، ماشوم درپوهېږي!
له دې امله هغه ته وواياست:(دا چې خلګ نارامه او له سختۍ سره مخ شول نو زه هم په خپه شوم. مګر زما ماشومه! زه به ستا تر څنګ يم او ستا ساتنه به كوم.)
- هڅه وكړئ ماشوم ډېر ژر بېرته خپل پخواني ژوند ته وګرځي!
همېشني فعاليتونه او خپرونې په ماشوم كې د سملاسي آرامۍ له زېږولو سره مرسته كوي.
- په سختو وختونو كې چې خپله تاسو له يوه لوى غم څخه ځورېږئ، له ځانه د بشپړ او غوره چلند تمه مه لرئ!
دغسې وختونه، ښايي تاسي د ماشوم په مخكې وژاړئ يا په لومړي قدم كې د ماشوم د پوښتنو ځواب ونه لرئ چې دا ټول طبيعي دي. له دې امله نو له خپلو دوستانو او خپلوانو مرسته وغواړئ او هېره نه كړئ چې كه هر څومره مو ژر ځان له ماتمه راوايست، په هماغه كچه به مو له خپل ماشوم سره ډېره مرسته كړې وي.