وايي ماشومان تر ټولو زیات پلټونکي او د چاپیریال په کشفولو او را سپړلو کې مخکښ دي. د دغه طبیعي غریزې مړښت دده د ادراک او پوهې سره په سمه ژبه هیڅوک هم نشي ورته برابرولی. هماغه ده چې د ماشوم دغه د پلټنې او سپړنې غریزه ورو ورو کمیږي او آن خنثی کیږي. ځکه ماشوم په یو ځل داسې یوې نړۍ ته راځي او هلته سترګې خلاصوي چې د هیڅ شي په اړه هیڅ ډول معلومات نلري– کله چې د یو شي په اړه ځان پوهوي، اړ دی چې دوه یا دری نور څیزونه بې له دې چې په اړه ېې پوه شي تر څنګ ېې راځي او له موجودیت سره آشنا کیږي. مثلاً: موږ لویان، هیڅکله دا فکر نه کوو یا ډیر کم فکر کوو چې، دا د پاکي پَل څه ډول دومره تیز جوړ کړی شویدی؟ یا دا چې، خر او آس ولې سوې او غوا او وزه کوښې لري؟
زموږ ذهن اوس د پوهې د ترلاسه کولو څخه نهیلی شویدی، هرڅه یوازې د اړتیا لپاره زده کوي.
زما ماشوم تر نورو ماشومانو ډیر زیرک او کنجکاو راته ښکاریدلو، خو اوس اوس ورځ تر بلې خپله کنجکاوي له لاسه ورکوي. یو دلیل ېې هم دا دی چې دی د عمر پدې پړاو کې د لسګونو آن سلګونو ډول ډول څیزونو سره مخامخ کیږي چې د هغو پیژندنه دده له ادراک څخه لوړه او زموږ لپاره دده د پوهې د کچې سره په برابره ژبه د هغوی بیان ستونزمن کار دی.
یو وخت ېې د تاوده چای پیاله را اخیسته، پرې وسوزید؛ بیا ېې تر ډیره له پیالې اخیستو ډډه کوله، خو یو څه وخت وروسته ېې د تشې پیالې اخیستل بیرته تکرار کړل. بیا ېې یو ځل ډکه پیاله کې ګوتې ولګیدې او وسوزید، بیا ېې له پیالې توبه وکړه. خو ددې ترڅنګ هغه هره ورځ موږ غټان ګوري چې پیاله د هغې له لاستي را اخلو او خولې ته ېې وړوو. دا ځل ېې داسې سوچ کړی و چې، ټول کمال د پیالې په لاستې کې دی. د پیالې په لاستې پسې به هرې خواته ګرځیدلو (ګرځیدا). بیا د پیالې په څنډه وسوزید. اوس ېې دا پریکړه کړیده چې، دا پیاله په واقعیت کې ماشوم سیزي او غټان نه! ځکه خو چې اوس (پوــــ) ورته ووایو، نه ېې اخلي؛ یا ېې لمړی د شهادت په ګوته تودوالی ګوري او بیا مخکې ځي.
موږ نشوی کولی خپل ماشوم پدې پوه کړو چې د چایو په پیاله ماشوم سوزي ځکه چې پوستکی ېې نازک او نری دی او لویان نه سوزي ځکه چې د هغوی پوستکی کلک او ډبل دی.
چې خبره فلسفي نه شي؛ زما خبرې پدې مانا ندي چې د ماشوم شاوخوا غټان دې د ماشوم سره د طبیعت په پیژندلو کې مرسته نه کوي، بلکې برعکس، زما موخه دا ده چې مشران باید هڅه وکړي د ماشوم چاپیریال د هغه لپاره د هغه په ژبه بیان کړي. کوم ماشومان چې له ماشومتوبه داسې و روزل شي د هغوی ذهن د نورو په پرتله ډیر غښتلی او فعال راځي.
دا دومره اوږده لیکنه مې ددې لپاره وکړه چې دا څه موده کیږي زما ماشوم هر سهار د کمپیوټر په مخ د یاهو مسینجر د کارتوني څیره ګوري — اوس اوس ېې د هغې څیرې پیښې زده کړیدي (د هغه کارتوني په واقعیت ېې ځان پوه کړیدی: چې دا یو مخ دی، خوله او سترګې پکې دي). چې د یاهو میسینجر کارتوني راشي، دی هم خپله خوله پرانیزي او سترګې رپوي او پدغه وخت هڅه کوي زموږ پام خپل ځان ته ور واړوي.
پدې هیله چې د خپل ماشوم سره د چاپیریال په پلټنه او پیژندنه کې ښه او تر ټولو مخکې وئ