اوبړۍ په الماني ژبه کې Algen په انګريزي ژبه کې Algae په عربي کې طحالب او په فارسي ژبه کې جلبک نوميږي .
سره له دې چې اوبړۍ د بوټيو په څېر ښکاري خو بوټي نه دي. دوی د بوټيو له کورنۍ سره نږدې تړاو لري. اوبړۍ د بوټيو په څېر شين رنګ ( کلوروفيل ) لري او د لمر له رڼا څخه تغذيه کېږي (فوتو سينتيز) او ډېر زيات اکسيجن توليدوي . اوبړۍ د بوټيو غوندې پاڼې او ريښې نه لري.
تر اوسه د نړۍ په مختلفو برخو کې تر ۷۵۰۰۰ ډېرې اوبړۍ په بېلابېلو بڼو او ډولونو پېژندل شوې دي.
د بيولوژي د پوهانو څېړنې په ډاګه کوي چې اوبړۍ تر ۳۰۰۰۰۰ زيات ډولونه لري خو، تر اوسه نه دي رابرسېره شوي. تر اوسه مشهورې اوبړۍ هماغه شنې، نسواري او زېړې اوبړۍ دي چې په اوبو، نمجنو او ګرمو ځنګلونو او د لوړو غرونو په څوکو کې ليدل کېږي . هغه اوبړۍ چې په نمجنو ځنګلونو کې راشنه کېږي تر ۶۰ مترونو پورې وده کوي او غځېږي.
په سمندرونو کې واړه ژوي له اوبړۍ څخه تغذيه کېږي او بيا سمندري غټ ژوي د وړوسمندري ژوو په خوړلو سره ځانونه مړوي. اوبړۍ ډېرې ګټورې او د پروتين او منرالونو له پلوه بډايې بلل شوې دي. د نړۍ په بېلابېلو خوړو کې له اوبړۍ څخه ګټه اخيستل کېږي. په تېره بيا په جاپان کې اوبړۍ د سوشي او سلادونو په جوړولو کې ډېر کارول کېږي.
يو ډول اوبړۍ شته چې په خپل ترکيب کې سور رنګه ماده لري. دا اوبړۍ د واورينو غرونو په څوکو کې پيدا کېږي او ډېر ځله د واورې رنګ سوربخونه کوي. خو، په اصل کې دغه سره ماده د لمر د شعاع مخنيوی کوي.
پخوا وختونو کې خلک په دې نه پوهېدل چې د غرونو په څوکو او لوړو کې د واورې رنګ ولې ځای ځای سوربخون وي. دوی د خرافاتو پلوي کوله او ويل به يې چې دا د شيطان او نورو بدو اروا ګانو نښې دي.
اړونده په زړه پورې معلومات :
دا چې لټ ژوي په نمجنو او ګرمو ځنګلونو کې اوسېږي او ډېر لږ له خپله ځايه خوځېږي نو ډېرې اوبړۍ د دوی د وجود وړيو ته راانتقالېږي. دا د دواړو (اوبړۍ او لټ ژوي) لپاره ګټور دي. اوبړۍ د خپلې استوګنې لپاره نوی ځای پيدا کوي او همدارنګه د اوبړۍ زېړ، نسواري او شين رنګ، لټ ژوي په ونو کې داسې پټوي چې د نورو ژوو لپاره يې ليدل او موندل ستونزمن وي.