سه شنبه, مې 14, 2024
Homeداسې هم شتهساینسفېسبوک له مجازي نړۍ حقیقې ته راځي

فېسبوک له مجازي نړۍ حقیقې ته راځي

تاند- په نړۍ کې په سلګونو ملیون انسانان له فیسبوکه کار اخلي، په فېسبوک کې یو بل ته پیغامونه ږدي، لیکنې، پیغامونه، عکسونه او ویدیوګانې شریکوي، او یا د نورو په اړه نظرونه لیکي اوتر ټولو مهمه دا ده چې اوس ډېر خلک له دې لارې له یو بل سره پېژندګلوي پیدا کوي.

فېسبوک، چې یوه ستره کمپنۍ ده، اوس غواړي چې له مجازي یا ویرچول نړۍ ووځي او حقیقي دنیا ته راشي.

فېسبوک په پام کې لري چې یو ښارګوټی جوړ کړي چې کورونه، یو هوټل، پلورنځی، درملتون او د فېسبوک یو دفتر ولري.

دا ښارګی د امریکا په کلیفورنیا کې په ۵۶ هکتاره مځکه کې جوړېږي. فېسبوک کمپنۍ دا مځکه په ۲۰۱۵ م کال په ۴ سوه ملیون ډالره اخیستې ده.

بیزنس ژورنال د یوه تن په قول، چې د فېسبوک د دې پلان په اړه زیات معلومات لري، لیکلي چې د فېسبوک ښارګي د جوړولو کار به د ۲۰۲۱ کال تر پایه بشپړ شي.

ویل کېږي چې د دغه ښارګي اکثره کورونه به د فېسبوک شرکت کارکوونکو ته ورکړای شي.

د فېسبوک شرکت د دغه ښار د جوړولو هدف خپلو کارکوونکو ته د ټولنیزو خدماتو وړاندې کول بللي دي.

فېسبوک په ۲۰۰۴ م کال د مارک زاکربرګ  او ملګرو له لوري یې جوړ شو او هدف یې د هارورډ پوهنتون د محصلانو ترمنځ د ارتباط ټینګول و خو وروسته ټولو نړیوالو ته، چې عمرونه یې تر ۱۳ کلونو زیات وي، وړاندې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب