جمعه, مې 3, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد بریتانیا په بریسټول کې یوګیګا بایټي انترنیټ فعال شو

د بریتانیا په بریسټول کې یوګیګا بایټي انترنیټ فعال شو

تاند- د بریتانیا په بریسټول ښار کې د نوري فایبر په وسیله د نړۍ تر ټولو چټک انترنیتي خدمات پیل شول.

د (BNET duct fibre (FTTP)) د نوري فایبر شبکې له لارې د بریسټول ښار اوسېدونکي په ثانیه کې د یو ګیګابایټ انترنیت خاوندان شول.

په بریسټول کې دا ځانګړی نوري فایبر، چې د یو ګیګابایټي انترنیټ لپاره غځول شوې، حاضردمه ۸۰ کیلومتره اوږده ده او اصلي خاوند یې (Rediffusion) کېبلي تلویزیون دی.

دا کیبلي تلویزیون له ۲۰۱۵ م کال راهیسې د خورا چټک انترنیت په لټه کې و او بالاخره یې د بریسټول له ښاروالۍ او دوو نورو کمپنیو (ITS Technology Group) او (Net Support) سره موافقه لاسلیک او د چټک انترنیټ توزیع پیل کړه.

حاضردمه د انترنیټ بیه د میاشتې ۳۵۰ پونډه ټاکل شوې او کمپنۍ ورڅخه استفاده کوي خو تمه ده چې په راتلونکو کلونو کې یې بیه ټیټه شي.

بریسټول ښار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب