Homeداسې هم شتهساینسپه پیرو کې د بلې کُرې د مخلوق مومیايي وموندل شو

په پیرو کې د بلې کُرې د مخلوق مومیايي وموندل شو

تاند- د لاتینې امریکا په پیرو هیواد کې دې انسان ته ورته مومیايي شوي ژوي ساینسپوهان حیران کړي دي.

دوی وايي، غالباً دا د کومې بلې کُرې پردی مخلوق دی چې مځکې ته راغلی دی.

امریکايي، روسي او نور ساینسپوهان په دې سره سلا دي چې دا مومیايي شوی موجود انسان نه دی خو انسان ته ډېر ورته والی لري.

د ډي این اې په ازموینه کې څرګنده شوې چې دا مومیايي تر میلاد ۲۴۵ تر ۴۱۰ کاله مخکې وخت پورې تړاو لري.

د دغه مخلوق لاس درې اوږدې ګوتې لري. قد یا ونه یې د انسان هومره ده. سر یې هم تر انسان اوږد دی.

ساینسپوهان هغو کرښو هم حیران کړي چې د مومیايي د موندل کېدو په سیمه کې پر مځکه کښل شوي او له الوتکې ښکاري. دوی دا کرښې هم د انسان له لوري نه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...