یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeکلتورسلیمان لایق | عبدالرحمن ننګیالی 

سلیمان لایق | عبدالرحمن ننګیالی 

اسداباد، کونړ 

د اختر له لومړۍ ورځې څخه ویښ افغانان، ادبي او فرهنګي، سیاسي او مبارز وګړي چې د کوم ستر مبارز، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت انځورونه او شعري ټوټې په ټولنیزو رسنیو کې لر او بر کوي، هغه شخصیت دی ارواښاد سلیمان لایق. 

نوموړی یو نامتو شخصیت، پیاوړی شاعراو ادیب، مطرح څیړونکی او لیکوال دی چې په پښتو او دري ژبې یې ډیر آثار لیکلي او چاپ شوې هم دي، د افغانستان او بیا د نړۍ په کچه یې څو مهمې ادبي جایزې هم اخیستې دي. 

راځئ چې تاسې ته د هغه د ژوند په اړه یو څه انځور کړم، تر څو تاسې هم دا ملي شخصیت وپیژنئ. 

سلیمان لایق

ارواښاد سلیمان لایق په دولسم اکتوبر 1930 کال د پکتیکا ولایت، شرنې ښار، په ایمني خیلو کلې کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د 2019 کال د سپټمبر په پنځمه د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې چې طالبانو یې پړه په غاړه اخیستې وه، چې لس وګړي په کې په شهادت رسیږي او تر څولیښتو ټپي کیږي، چې یو په هغه ټپیانو کې ښاغلی سلیمان لایق هم وي، نوموړی د درملنۍ لپاره جرمني هیواد ته واستول شي، او تر اوږدې درملنې وروسته د لوی اختر په لومړۍ ورځ، چې د جمعې مبارکه ورځ راځي، خپل روح رب ته سپاري، او د نوي کلونو په عمر په حق رسیږي.  

سلیمان لایق په خپل ژوند کې ډیر دردونه او ربړونه ګاللي دي، وهل، ټکول ، بندي کیدل، د هیواد نه بهر ته کډه او د تیرو څو لسیزو اوختون سختې تنګې، د دې ټولو ترخو سره سره هغه خپل سر او خپلواک سوچ او یاغي فکر هیڅ یو ستمګر او ښکیلاکګر ته ټیټ نه کړي، او په پوره حوصله یې بیا د زړه درد، یاغیتوب، د دښمن کرکه او د هیواد مینه په خپلو شعرونو کې په پوره نرۍ ښکاره کړې ده. 

لومړنۍ زده کړې یې د کابل په حبیبیه لیسه کې او وروسته بیا په 1963 کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي څخه فارغ شوی دی. 

د اوښتون په پیر کې یې د کوزې پښتونخوا د پښتنو ولسي ګوند مشر خان عبدالولي خان کره پناه یوړه، چې په دې موده کې خان د پاکستاني حکومت نه د هغه د سرساتنې او هغه ته د پناه ورکولو غوښتنه وکړه، او پاکستاني حکومت هم په مشروط ډول د خان خبره ومنله، خو لایق صیب بیا په دغه موده کې د هیڅ رنګه سیاست، خوځښت او وُلسي ویښتیا اجازه نه درلوده، ځکه چې هغه د افغانستان په کمیونستي پېر کې د پرچم ګوند غړیتوب درلود، او د اقوامو او قبایلو چارو وزیر پاتې شوی و، وروسته له هغې چې امریکا د پاکستاني استخباراتو او د سعودي په مشرۍ عربو د ارواښاد شهید نجیب الله حکومت  له منځه یوړ، افغانستان د مجاهدینو لاس ته ورغې او کورنۍ جګړه پیل شوه. سلیمان لایق عبدالولي خان سره په حجره کې نیژدی یونیم کال تیروي، تر هغې چې اروپا ته پناه واخلي، خو په دغه موده کې لایق صیب یو ډیر زړه دردونکې قصیده لیکي، دا نو هغه وخت دی چې افغاني دولت ، اردو او ملت ډوبیږي، او هر څه د پنجاب په ولکه کې راځي، او هیواد د ملا او مجاهد د فتوا او جهاد قرباني کیږي. د دې قصیدې نوم دی: باتور ملت . د یادې قصیدې یوه ټوټه ښاغلي جاوید امرخيل هم په ډیر مهارت سره زمزمه کړې ده. 

دا زمونږ د سترگو وړاندې «غني» گوره څه تیریږي؟

یو باتور ملت غر قیږي، یو مضبوط وطن نړیږي

یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو

دغـروب په لـوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي

پاس دستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې

د آسـمان په شــنو غومـبرو، لارې لارې را بـهیږي

سر چې ږدمه پـه سـر ویږدي، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغاني وطن ډوبیږي

د ارواښاد یوه بله شعري ټوټه هم ډیره د احساس او درد نه ډکه ده، چې دا هم زما خوښیږي، دا هم ښاغلي جاوید امرخيل په ډیر ښکلي انداز سره زمزمه کړې ده: 

څوک په خپل وطن کې د پردیو غلامان شو

څوک د لمر په جنګ کې په تیارو پسې روان شو

څوک د قام او ژبې د تبعیض قهرمانان شو

چا ږیره اوږده کړه د جنت ټیکداران شو

سرې وینې بهیږي د افغان له ټپي تنه 

پاڅیږه وطنه ! پاڅیږه وطنه! 

ارواښاد سلیمان لایق په یو شعر کې د پښتنو ویښتیا خپل آرمان بولي، او د دې ارمان پوره کیدل د هغه په شعر کې داسې انځور شوي.

سوځي مې هډونه، يو علاج  زما د دردو وکه
يو ښکلى تعبير، زما د سرکشو ارمانو وکه
زما له فريادو سره ملگرى که نغمه خپله
ويښ که دغه قوم يو تدبير د پښتنو وکه
دې جامدو غرو ته حرکت ورکه، قوت ورکه
زموږ سره ملگرى شه، ملاتړ د زلزلو وکه

د ارواښاد سلیمان لایق چاپي آثار، چې په پښتو او دري ژبو کې یې لیکلي دي: 

چونغر – شعري جونگ 

کيږدۍ – شعري جونگ 

يادونه او درمندونه 

بادبان – شعري جونگ (دري) 

قصې او افسانې – شعري جونگ (پښتو) 

د اباسين سپېدې – (پښتو) 

شپيلۍ (پښتو) 

د پښتو لنډيو يو تحليلي رساله – (پښتو) 

سمت روشن جاده ها – شعري جونگ (دري) 

ساحل – شعري جونگ (پښتو) 

سپرغکې – شعري جونگ (پښتو) 

تمه ده چې د سلیمان لایق جنازه وروسته د جرمني هیواد د میشتو افغانانو او پښتنو ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو د یو لړ خدای په آماني مراسمو څخه وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته راوړل شي، او په کابل کې به هم د افغان مخورو، علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو لخوا د خدای په آماني مراسمو څخه وروسته خاورو ته وسپارل شي. 

روح دې ښاد، او یاد دې تل ژوندی وی.

6 COMMENTS

  1. عبدالرحمن ڼنګیالی صاحب،
    په یوه جلا لیکنه کی د روسانو راواستل( په واسطه د پرچمیانو چه سلیمان لایق یی وزیر )ښه په تفصیل سره ولیکه.
    روسانو په واسطه قتلونه،جنګونه تر اوسه پوری چه یګانه عوامل یی همدا پرچمیان او خلقیان او سلیمان لایق یی جګپوړی پرچمی وزیر وه،
    ایا یو ادیب،نامتو شخصیت،مطرح څیړونکی شاعر نابغه ،خپلی خاوری ته کفر راوالی؟
    سپینه خبره کوه،چه خلقیانو پرچمیانو کی عقل وای ،په سردار داود خان به یی کودتا نه کوله،
    په همدا بی عقلانو کی یو هم همدا سلیمان نا لایق هم وه چه سردار داود یی د کورنی سره قتل کړ،
    ولس ته سلیمان لایق یو قاتل پرچمی روس راواستونکی دی،او بس
    الله ج به د ټولو شهیدانو حساب له خلقیانو پرچمیانو سره کوی.اوس د ورته ټینګ شی.

  2. دوی لنډی څرګندونی:
    شعر او د شعر ږغول معمولاً د افکارو او عقائدو او احساساتو نمایندګی کوی.
    د سلیمان لایق اشعار هم د هغه د افکارو ښکارندوی دی، له بلی خوا د سلیمان لایق افکار د وولس د عام ذهنیت سره بیګانه او د بلی فکری – سیاسی جغرافیا سره ئی تړاؤ درلود
    بناً لکه څنګه چی د شوروی په لمر پاخه سوی ترخه بادرنګ زموږ د ټولنی د عقائدو په بازار کی مشتری نه درلود نو همداسی د سلیمان لایق اشعار او افکار هم منتفی ګڼل کیږی.
    بله خبره دا چی د ثور د اتمی د غوبل په کراهت او وقاحت کی هیڅ شک نسته خو دا به زموږ سخته کمزوری وی چی خپله تاریخی حافظه بیده وساتو او د جدی دشپږمی د خطرناکی او ویرانوونکی لوبی ویرانوونکی پایلی په هیڅ وشمیرو.
    د خپل وطندار یا وطندارانو سره کینه ښه کړنه نه ده او نه باید د وولس او وطن سره د مینی په غیږه کی د شخصی حُب او بُغض عناصرو ته ځای ورکړه سی خو دا حقیقت باید په رسمیت وپېژندل سی:
    که سلیمان لایق غوندی کسان خپل افکار او مبارزه د وطن پالنی په انګیزه تفسیروی نو هغو کسانو ته دی هم اجازه ورکړه سی کوم چی د سلیمان لایق فکری- عقیدتی مجموعه د وطن پالنی په انګیزه یوه ملی ضد مجموعه ګڼی.

  3. د ارواښاد سلیمان لایق هلی ځلی اوسمهال د یو غښتلي او مضبوط افغانستان د پاره وې، دا له یاده مه باسۍ چې هغه پښتو ژبې ته ډیر خدمت کړی دی، تاریخ په هیچا سترګي نه پټوي او نه رشوت اخلي، د سلیمان لایق د شعرونو نه جوته ده ، چې هغه دې خاورې ته وفا درلوده، او د نوموړي په شعرونو کې د وطن درد ، احساس، د پنجابیانو او ایرانیانو پر وړاندې کرکه او همداسې د اوسني حالاتو سره د ځوانانو را ویښولو سوچ او فکر شته دی.
    هغه په دې ملت دردیدلی دی.
    که یو خوا ته د ارواښاد سلیمان لایق بد ویونکي شته دی، نو بلې خوا ته یې بیا خوښونکي هم شته دی، او دا د یو لایق او بریالي انسان صفت دی، چې هغه به خوښونکي او نه خوښونکي دواړه لري. تر ډیره چې کوم خلک د هغه بد وایي، دریځ یې د ثور ناخوالې نیسې، په کومه موده کې چې دی د اقوامو او قبایلو وزیر و، هیواد ته روسان راوستل د قابیلو چارو د وزیر کار دی او که د اردو سر اعلی قومندان او ولسمشر ؟
    مونږ باید یوه اړخیزه پریکړه ونه کړو، او اوسمهال 2020 کال دی، له تیرو دوه نیمو لسیزو راهیسې هغه د دې هیواد په ګټه خپل قلم او دریځ کارولی دی. نو په دې بنسټ هغه د دې هیواد یو ملي شخصیت دی. او باید د هغه دکړي خدمت قدرداني وشي.
    په درنښت .

  4. سلیمان لایق د هیواد هغه ستره علمي سټه و چې هر ټټو او ټټار یې په قدر نه پوهیږي هغوی چې له کلنو د پنجاب د غلامۍ حلقه په غوږ ګرځوي او د امریکا په پیسو او د هیرا منډوي په فتوا د جهاد تر نوم لاندې د سی آی اې او آی اس آی ګډه پروژه یې بشپړه کړه نو باید هم د سلیمان لایق مخالف وي.

  5. د ټولو موجوداتو نفرین او لعنت دی وی د پنجاب او انګرېز او امریکې پر ګوډاګیانو
    همدارنګه
    د ټول رښتینی پښتون ټبر زیږه زیږه لعنتونه دی وی د شوروی او لینن او برژنیف او سرَه خبیث پوځ پر مینانو او مزدورانو او مبلغینو.

  6. غلام حضرت ورور انصاف ښه شي دی نفرین خو ډیره معتبره خبره ده ددې وژونکو لباره! دا دډیران وږی چرګان په نفرین چېرې پوهیږی .دې چرګانو خوافغانستان ته دطاعون ناروغی راوړې او امپریالیزم ته به یې ښېکنخلی کولې ولې اوس بیا سا دامپریالېزم په روغتون کې ورکوی له اناهیتا نیولې او نور بدو بلا…….،چار سدې ته ما پټه پنا وړی وه.دا په غوږ ویشتلی ملاست له ځانه خبر نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب