چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeمیرمنمیرمن|| حمد الله ارباب

میرمن|| حمد الله ارباب

“ورکه یې کړه، هغه څه مردار خوره ده!”:
دا خبره به ما هم خپلو میرمنو ته ډیر ځلې کړې وي او ممکن تاسو کې هم ډیرو دغه او دغې ته ورته الفاظ خپلو پاک لمنو میرمنو ته د قار او مستۍ نه کارولې وي!

رابه شم اصلي غرض ته!

که څه هم ما په دا رنګه موضوعاتو ډیر فېس بوکي لیکل کړي دي خو د حسنه تکرار به خاطر یې بیا لیکم
ځکه
پرون مې د یو چا نه واوریدل چې یو تعلیم یافته پښتون ځوان خپله میرمن سره د یوې لور په کلي کې په مریض حال د خپل دهقان پلار کره د څپیاکو تپلو لپاره پريښې ده او خپله په ښار کې په ډالري معاش وظیفه کوي، کله د خپلو لنډه غرو ملګرو سره هند ته چکر او کله دوبۍ ته چکر، د خپل ژوند نه خوندونه اخلي، ځینې ملګرو ورته سرسري د خپلې میرمنې د ښوند د ښه والي په هکله خبرې کړي دي خو هغه ورته دا خبره کړې ده چې “ورکه یې کړه، هغه څه مردار خوره ده!”.
که غیبت ورته وایئ نو غېبت سهي او که د ټولنې د اصلاح لپاره بحث ورته وایئ نو هم سهي
خو
مونږ پرون د دغه ځوان د روان ژوند په اړه دقیق/مستند بحث وکړو او اخر دې نتیجې ته ورسیدلو چې یو ځل ورسره کینو او خپلو نیمګړتیاو او د خپلې میرمنې په حق کې د روان بد رفتار په هکله ورته توصیه وکړو، باقي هدایت کونکی الله پاک دی.

ممکن
تاسو ته دا سوال پېدا شي چې دا زه څومره ښه پښتون یم، حال دا چې داسې نه ده، زه خپله کوم بزرګ د زمانې نه یم، زه هم د ژوند دوه ملګرې لرم، د جهالت له مخې مې د دواڼو سره ډیرې نا انصافیانې کړې دي او نن هم خپل وجدات ته ملامت یم، په کراتو مې ترې د خپلو جهالتون پښنې هم غوښتلې دي او بیا به یې هم غواړم، خو تر خپله وسه مې کوشش هم کړی دی چې لکه د ملګرو ورسره ژوند مخکې یوسم، یو بل خپلو نیمګړتیاو ته متوجې کړو او د یو بل سره په ګډه خپل ژوند مخکې یوسو، کله هغوۍ راسره ګوزاره وکړي او کله زه، کله کله ښه خطرناک جنګونه هم کوو!! 🙁 او بیا روغه جوړه هم!! خو خېر دا د ژوند سره تړلې مسایل دي او کوشش باید وشي چې د د ژوند د ملګریو ترمنځ باید یو داسې تفاهم رامنځته شي چې مسایل په خبرو اترو او د یو بل سره په مرسته کولو حل کړي.

#فیلنګ: مونږ چې د دغه ځوان د ژوند ظاهري حالات وڅیړل نو دې نتیجې ته ورسیدلو چې که دغه ځوان او د هغه مور او پلار سره خبرې وشي او قناعت یې حاصل شي نو ممکن د میرمنې په حق کې یې روان تاو تریخوالی په مینه او خوشالۍ بدل شي.

په عمومي شکل یې هغه نیمګړتیاوې او د حل لارې، چې مونږ پرې ځان پوهه کړی دی، ستاسو مخې ته ږدو:
دغه ځوان تعلیمیافته دی، د کلي ژوند یې تیر کړی دی، کله چې یې په ښار کې وظیفه نه وه نو ښه په قلاره یې د خپل ژوند د ملګرې سره ګوزاره کوله، خو وس چې د ښار آسوده ژوند او ځینو ښکلاګانو سره مخ شوی دی نو د خپلې میرمنې نه د سپیاکو، بوس او ټانټو (د نغري/تناره د سوخت مواد) بويونه ځي، د خپل کلي د خټو قلا، د غواګانو اخور او داسې نور شیان ورته خوند نه ورکوي.

حل لاره یې څه ده؟!
مونږ خو دا مشوره وکړله چې دغه ځوان باید په دې خبره پوه کړئ شي چې که چیرته غواړي چې خپل ژوند بهتر کړي، د خپلې میرمنې او مور او پلار په حق کې روانه نا انصافي پاې ته ورسوي نو یا خو دې خپل ټول کور ښار ته انتقال کړي ترڅو دغه دلایل چې دئ یې وایی ختم شي
او
که چیرته مور او پلار یې د ښار د ژوند سره نه لږیږي نو بیا دې په کلي کې هغه سهولتونه چې نن سبا په دیره اسانۍ سره برابریدلی شي، خپلې کورنۍ ته برابر کړي
لکه
– کوټې/پخلنځی/تشنانونه سیمټ کول!
– سولر سسټم لګول ترڅو په کور کې برق ولري.
– د لرګو/بوسو/څپیاکو/ټانټو په ځایې ګازي ډبه اخیستل.
– په تشناب کې شاور سسټم لګول چې ډیر کم مصرف پرې راځي، د کور د پاسه دې پلاسټیکي ټانکی نصف کړي، یو څو متره پایپ او شاور لګول، د کويي (سا) نه ورته واټر پمپ لګول هم دومره خرچه نه غواړي.
– یوه ورځ دې میرمن د ځان سره ښار ته بوځي او هر لباس چې دغه جوناب خوښ وي، د رنګ انتخاب دې دواڼه په خپله خوښه وکړي.

– د کوټې لپاره دې هم د رنګ کولو رنګ د دواڼو په مشوره او خوښه انتخاب کړي.
– د عطرو، باډي سپری، شامپو، صابون ویم د لپيسییرن (لِپ سټِک) نه نیولې د غوږ والیو او د خوب د جامو پورې دې هرڅه په مشوره او خوښه واخلي.

– بیا دې نو دغه ځوان خپلې میرمنې ته یو ټچ سکرین والا موبایل هم واخلي، تري جي او ټو جي وس تر سالنګه رسیدلی دی، سافټویرې دې ورته انسټال کړي، په طریقه دې پوه کړي او چې کله یې هم په ښار کې کومه ګل ګل شوې پیغلوټه لیدلی نو خپلې بي بي ته زنګ وهي چې څنګه یې!! 🙂
– دواڼه دې سره یو ماښام دوه درې چاینکه شین چاې وکړي او ښه په قلاره دې یو بل د خپلې خوښې/ناخوښې، خوراک او ټولو هغه عادتونو په اړه خبرې وکړي چې یو بل له پرې قار ورځي،
مطمئن یم
چې که دغه فارموله دغه ځوان عملي کړله
بیا به ورته د خپل کور پاکه د ګل پشان نازکه د ژوند ملګرې تر هر بلې نارواح ښځې ډیره خوږه او ښایسته ښکاري.
الله پاک دې مونږ ټولو ته په دغه رنګ خبرو کولو د عمل توفیق راکړي.
مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب