پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمیرمنمورې ومې بښه! / مجيد ژړاند

مورې ومې بښه! / مجيد ژړاند

په دواړو لاسونو يې مخ وهل، په زوره، زوره چيغې يې وهلې، ډېرو خپلې اوښکې  د دستمال په پېڅکه پاکولې، شاوخوا ببر سري ماشومان ولاړ و، بې سېکه جسد ته هر چا د خپلې ناهيلۍ اوښکې څڅولې.
په کلي خاموشي خپل وزرونه خواره کړي و، شاو خوا  وسله وال تر سترګو کېدل، چې د کلي خلکو ته يې اخطار ورکاوه، چې همدا جسد په هديره کې خاورو ته ونه  سپاري، بلکې په يوه کډي کې يې واچوئ، څوک چې د یهودو غلامۍ کوي، څوک چې  له خپل لمڅي سره سمې پښې نه غځوي، هغوی لپاره  داسې سزاګانې ټاکل کېږي، موږ سرونه په لاسونو کې اخيستې دي، د استعمار په وړاندې خپلې دنګې ځوانۍ نذرانه کوو، خو له خدایه ناخبره کسان بیا زموږ جاسوسي کوي او  د دولت مخبران دي.
حيرانتيا واخيستم، يا خدایه! ستا څنګه بنده ګان دي، هغه چا چې د بهرنيو استخباراتي کړيو جاسوسي کوله، هغوی نن تر ټولو ښه ژوند لري دولت او رايت دواړه ورته دوه لاسي سلام کوي، ژوند يې په عیش او عشرت کې تېرېږي، خو دغه کنډواله کور چې يواځې دوه خونې له څڅوبي په امان دي، څو ورځې وشوې، چې  له همدې کور څخه د تودې ډوډۍ بوی راغلی نه دی، ماشومان يې ټوله ورځ د یوه او بل په دروازه کې ولاړ وي، ډوډۍ غواړي او هغوی يې په ناهيلۍ شړي.
ناروغه سپين سرې مور چې لار سمه ليدلی نه شي، همدا يو زوی يې د ژوند تر ټولو ستره اسره وه، هغه هم د جاسوس په تور ووژل شو، په دې کلي کې خو عجيبه نظام دی، غريب د هرې ګنا مرتکب ګڼل کېږي، هم يې دولت پر ضد ژر اقدام کوي او يې هم مخالفين سمد واره وژني.
زما په کلي کې خو لا اوس هم  د مرګونو سوداګر مړۍ په غوړو کې ده، هره ورځ يې سل او شل نفره  پر لاسونو ورپرېوځي او ليدل يې پر ځان لازمي بولي.
له نن څخه پوره دېرش کاله همدې ښاغلي د وطن د ورانونې طرحه د اغيارو په کلي کې جوړه کړه، همدې طرحې ته له ډېرو لرو کلو څخه له دين ناخبره مېلمانه راغلي و، هغوی سره  د وطن ورانونې هوکړې ته ورسېدل، نن زما د هيوا د سلګونه کونډې له چا د خپل خاوند د وژلو پوښتنه وکړي، نن په زرګونو مېندې کوم وطن پلورونکی تر ګرېوان ونيسي او د خپل نازولي زوی د وژنې غچ ترې واخلي.
نن زموږ د کلي په زرګونو خوېندې په چا د خپل ورور د قتل ګواهي ورکړي، نن همدې ښاغلي د  مور د سترګو تور او نازولی د خپلې مور په وړاندې په شهادت ورسول، نن همدې  ښاغلي چې د پرديو په جاسوسۍ يې  د ماڼيو سرونه تر اسمانه رسېدلي، خو د يوې سپين سرې  مور ځوان زوی د جاسوسۍ په تور په دار ځړوي.
مورې څنګه او په کومو سترګو تاسو ته  د ستاسو د ورځې مبارکي درکړم، ما وبښه زه تاسو ته مبارکي درکولی نه شم.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب