دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهامریکا او د افغانستان حکومت د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

امریکا او د افغانستان حکومت د طالبانو د اوربند هرکلی وکړ

تاند (سې شنبه، د اسد۷) د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د نوي اعلان هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې افغانان به ژر په خپل منځ کې خبرې پیل کړي.

په افغانستان کې د امریکا جګپوړي دیپلومات روز ویلسن د سې شنبې په ورځ وویل «زه د اختر د اوربند هرکلی کوم. افغانان د دې مستحق دي چې د اختر رخصتۍ په سوله کې تېرې کړي.»

ښاغلي ولیسن په خپله ټویټرپاڼه کې همداراز لیکلي«له دواړو خواوو تمه لرم چې خپلې ژمنې پوره کړي او ژر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

ویلسن دا څرګندونې وروسته له دې خپرې کړې چې د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې خپلو پلویانو ته وویل چې د اختر په شپو ورځو کې له بریدونو لاس واخلي.

ده له خپلو کسانو غوښتي چې تر خپل نفوذ لاندې سیمو ونه ووځي او همدارنګه حکومتي کسانو ته په خپلو سیمو کې د ورتګ اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د درې ورځیني اوربند د اعلانېدو هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په سمه توګه رعایت کړي.

صدیقي دغه راز ویلي «د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.»

دا دریم ځل دی چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د طالبانو له لوري رسمي اوربند کېږي.

1 COMMENT

  1. د هر افغان د پام وړ۰۰
    لطفاأ واوری په افغان جرمن ان لاین ویب ثا یت کښی نن سه شنبه جولای ۲۸

    درد دل یک هندوی افغان
    درد های مهاجرت و واقعیت ها را به شما بیان میکند۰

    هر هندو او سنګهه د اخترام وړدی ۰اخترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب