جمعه, مې 10, 2024
Home+دوکان د آدم خان/ استاد سعدالدین شپون

دوکان د آدم خان/ استاد سعدالدین شپون

 مومند بابا په خان آباد هم شین ډنډ نوم ایښی و خو د ځایونو نومونه هم د نیالو د پیوند غوندي دي چې کله لګېږي کله نه. هغه د هرات والا ولګېد د خان اباد نه. که نه خان آباد بالکل شینډنډ دی. له کندوزه چې لار ورتېره شوې بیدو د شولګرې په مینځ کې ده.

دا قیر سړک ګرد سره کږ لېچ نه لرې، نېغ لکه امسا. دواړو خواوو ته شولګره، په اوړي یو زنګون اوبه ورکې ولاړې وي. اوس یو دوکانګی یو ځای د سړک په څنډه نیمه شنو اوبو. نیمه په قیر سړک، شته، درې ټوکرۍ ورکې پرتې دي، آدمخان لالا، یخت و شنې، کله وي کله نه وي. یوې کې تارو ستن. تار کجي، ستن د غوندي. ورسره اورلګیت. آدمخان لالا وایی تعجب دی چې اورلګیت کله لګیږی کله نه، دا به د شولې کسر وي، یا به ګفت ورته شوی وي. دنداسه هم شته، د آغوزو د ونو پوټکي نه سازیږي. نیمزالې جناکۍ ترې تاړیږي او بدله وایي: توت دانې خورده بنجاړه ماره دنداسه یته (ته او خدای، ما ته دنداسه راکړه)، دا ځلی خو نشته بي بي بل ځلي به راوړمه.

همداسې تاویږي او تاویږی او تاویږی. یا یوه جلۍ ناوې پړونی پرې واچوي نورې ترې تاویږي: بي بي پوندرې پوندرانه، راڼۍ وایه کلیمه، او هغه سر د منفی په علامه ښوروي، یعنې نه مسلمانیږم. دا پوندرانه مې چې وپوښتله ویل یې پندانه، مقصد د شعر قافیه یې لګولې. نارنه و په دوکان پسې ترانې جوړې کړي: دوکان د آدمخان دی + د درو شکرو مقام دی + څلور کې خټکي، دوه هندواڼې اویو بانجان دی، دوګان د آدمخان دی. وروسته کالونو کې خلکو پرې مغازه بزرګ آدمخان نوم کیښود چې بیا کرار کرار د شولو د پټي اوبو لاندې کړ، ادمحان هم ومړ خو اوس هم چې چا ته پته ورکوي، یا موټروان ته ځای ښیی، وایي د آدمحان دوکان کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب