شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسپینې ماڼۍ د احتمالي خطرونو سره سره د ښوونځیو د بیا پرانیستل...

سپینې ماڼۍ د احتمالي خطرونو سره سره د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو پریکړه وکړه

تاند (شنبه، د اسد ۴) سپینه ماڼۍ د کورونا ناروغۍ د پراختیا له احتمالي ګواښونو سره سره د ښونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کوي.

د سپینې ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي سره ددې که معلومه هم شي چې ماشومان کورونا ویروس انتقالولی شي، نور باید په امریکا کې ښوونځي پرانیستل شي.

د سپینې ماڼۍ دغې پریکړې امریکا کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

تر دې وړاندې د یادې پرېکړې په غبرګون کې د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند جوبایډن ویلي و چې ټرمپ دغه کارونه د خپلو کمپایني غونډو لپاره  تر سره کوي.

بایډن له خلکو غوښتي تر هغه چې کورونا په بشپړه توګه نه وي ختمه شوي په خپلو کورونو کې دې پاتې شي او د باندې دې نه راووځي.

سپینې ماڼۍ دغه پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د کورونا د قربانیانو شمېر نږدې ۴ میلیونه ته رسیدلی او لا هم د پراختیا په حال کې ده.

1 COMMENT

  1. د تاندمحترمې ادارې ته .
    ستاسو د مطلب عنوان اصلاح شویدی خو په اخري پاراګراف کې د 4 میلیونو مړو شویو شمېر ناسم پاته دی . شاوخوا 4 میلیونه خلک پدې ویروس اخته شویدي ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب