پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeداسې هم شتهفېسبوک ته د جرمني خبرداری

فېسبوک ته د جرمني خبرداری

د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند د مشر له لوري د نویو وړاندیز شویو مقرراتو له مخې، فېسبوک په هغه صورت کې چې جعلي یا دروغي خبر له خپلې پاڼې لیري نه کړي، د هر خبر پر سر تر ۵ لکه یورو پوري جریمه کېدای شي.

د اندپینډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې، د جرمني حکومت به توماس اوپیرمن وویل، د جرمني حکومت به تر ۲۰۱۷ وړاندې د فېسبوک او نورو ټولنیزو شبکو خلاف کلک دریځ خپل کړي او د کرسمس له رخصتیو وروسته به د جعلي خبرونو په اړه د قانون په اړه کوټلې خبرې وکړي.

پر فېسبوک د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مهال هم د دروغي خبرونو په خاطر سختې نیوکې وشوې.

ښاغلي اوپرمن جرمنۍ مجلې شپېګل ته وویل«فېسبوک له موقع د شکایتونو په ځواب کې اغېزمنه استفاده ونه کړه.»

ده همداراز وویل«که فېسبوک په ۲۴ ساعتونو کې ناسم خبر لیري نه کړ، فېسبوک به تر ۵ لکه یورو جریمه شي او دا پیسې به هغه چا ته د عرامت په توګه ورکړای شي چې د خبر په وجه اغېزمن شوی وي.»

له بلې خوا د فېسبوک ادارې په خپله شبکه کې د دروغي یا جعلي خبرونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نویو اقداماتو اعلان وکړ.

فېسبوک د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره وروسته له دې اقدامات پیل کړل چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لړ کې له دې شبکې ناوړه استفاده وشوه او ورپسې پر فېسبوک فشار راوړل شو چې د دروغي خبرونو مخه ونیسي.

فېسبوک د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې شبکې کاروونکي به کولی شي چې پر جعلي یا دروغي خبرونو د بیرغ نښه کلیک کړي څو فېسبوک یې په اړه څېړنه وکړي.

د اې بي سي نیوز او اسوشییتید پریس خبري اژانس په شان خبري چاینلونه به له فېسبوک سره د جعلي خبرونو په کتلو او معلومولو کې مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب