دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد وینې ګروپونه

د وینې ګروپونه

داکتر احمد مجیب احمدي
دعمومي جراحی متخصص

د A.B.O سیستم: د سرو حجروغشاء یو ډول انټي جن لري چې د agglutinogen په نامه یادېږي، اګلوتیوجنونه ګلایکو پروتیني ساختمان لريچې د سرو حجراتو د غشاء نه بغیر  د خولې په لعاب، د معدي  په مخاط، خیګر، پانکراس، پښتورګو، سږي، خصیې، منوي مایع او امنیوټیک مایع کې هم پیداکېږي. مهم اګلوټینوجنونه د A،Bڅخه عبارت دي چې د سروحجراتو په غشاء کې د همدي ګلوټینوجنونو د موجوديت په اساس وینه په څلورو عمده ګروپونو باندې وېشل شوې ده، یعنېA،B،AB او O. که یواځې د A اګلوټینوجن موجو وو نو د Aګروپ که یواځې د B اګلوټینوجن موجود وونو د B ګروپ که دواړه موجود وو د ABګروپ او که یو هم نه وو موجود نو د O ګروپ په نامه یادېږي.

د اګلوټینوجنومخالفې انټي بادی د agglutinins په نامه یادېږي چې په پلازما کې موجودي وي او د ګاما ګلوبولین ساختمان لري، دا انټي باډي په طبعي ډول موجودي وی او یا دا چې دوران ته د اجنبي سروحجراتو په داخلېدو سره د شخص په بدن کې جوړیږی. د A,B اګلوټینوجنونو په وړاند موجود اګلوټینینونه ارثي شتون لري په داسی حال کې چې د Rh  او نورو ډيرو انتیجنونو په وړاندي اګلوټینین  د بیګانه شخص د سرو حجراتو سره د مواجه کېدو په صورت کې جوړېږي.

2د A ګروپ لرونکي کسان یا هغه کسان چې د خپلو سروحجراتو په غشاءکې د A اګلوټینین ولري همېشه پخپله پلازما کې د B د اګلوټینوجن په وړاندې پراخېانټي باډۍلريچې د  Anti B agglutinin  په نامه یادېږي. له همدې وجې کله چې د نوموړو افرادو پلازما د B دګروپ د حجراتو سره ګډه کړل شي نو په پلازما کې موجود اګلوټینینونه د اګلوټینوجنونو سره تعامل کوي او د B د ګروپ وینې د  لخته کېدو یا (agglutination) سبب کېږي چې بالآخره د هېمولایزس په لوري پرمخ ځي.

همدارنګه د B ګروپ کسان د Aانټيجن په وړاندي په پراخه کچه انټي باډۍ( Anti
A agglutinin)لري همدارنګه د O د ګروپ کسان دواړه ډول یعنېAnti A او Anti Bانټي باډۍ لري اما دABګروپ له دې اګلوټینونو څخه هېڅ یو هم نلري.

کله نا کله د A اګلوټینوجن لرونکې کسان  یو بل اضافی اګلوټینوجن هم لريچې د A1 په نامه یادېږي، له دي کبله د A ګروپ بیا پخپل وار په دوو نورو ګروپونویعنېA1 ګروپ یا هغه ګروپ چې هم د A  او هم د A1 یعنې دواړه انټي جنونه ولري او بل د A2 ګروپ یا هغه چېیواځې د Aانټيجن ولري تقسیم شويدي.

د Rh سیستم:

لنډ شاینر په ۱۹۴۰ کال کې د یو ډول شادي(چې د rhesus په نوم یاديده) د سرو حجراتو په عشاءکې د يو بل ډول انټيجنیک ساختمان په پیدا کولو باندي بریالی شو چې وروسته همدا جوړښت د انسان د سروحجراتوپه غشاءکې هم ولیدل شو، څرنګه چې دا ساختمان د اول ځل لپاره د Rhesus شادي په سروحجراتو کې کشف شو نو له همدي وجې د Rh factor په نامه باندي یاد شو.

د Rh سیستم مختلف دولونه انټي جنونه په بر کې نیسي چې دهغو له جملې څخه یواځېDډير قوې انټي جنیک خصوصیات لري. هغه کسان چې د ډې انټي جن پخپلو حجراتو کې ونلري د Rhمنفيس کسانو په نامه یادېږي، خو باید په یاد ولرو چې په داسې اشخاصو کې د ډي انتیجن لرونکې وینې تر زرق وروسته د  شخص پ بدن کې د ددغه انټي جن په وړاندي قوي اګلوټینین منځته راځي او د وینې د هیمولایز سبب کېږي. تقریباً له ۹۹ فیصدو څخه زیات آسیای نفوس د ډي انتیجن لرونکې دي، ددغه ګروپ یوعمده خاصیت دا دی چې مربوطه اګلوټینین یعنېAnti Rh agglutinin په طبعې ( ارثي) ډول په وینه کې موجود نه وي هر کله چېRh+ وینه RH-شخص ته ترزیق شي نو په دوهم شخص کې په تدریجي ډول د نوموړي اګلوټینوجن په وړاندي اګلوټینین په جوړېدو پیل کوي اوپه تدریجي ډول په ظرف د دوو الی څلورو میاشتو کې لازم غلظت ته ځان رسوي.

په بدن کې د سروحجراتو تولیدونکې ساحې: دداخل رحمي ژوند په اولو هفتو کېprimitive nucleated red blood cells په yolk sacکې تولیدېږي. دداخل رحمي ژوند په وسطني ترایمستر کې ځیګر د سروحجراتو د تولید  آساسي عضوه ده اما یو زیات شمېر په spleen او لمفاويغوټوکې هم جوړېږي، تر دې وروسته یعنې د دداخل رحمي ژوند په آخري میاشت او یا وروسته تر ولادت  دوینې سرې حجرېد هډوکي په مغز کې جوړېږي.تر ۵ کلنۍ پورې تقریباً ټول هډوکې د وینې سرې حجرېجوړوي.د وخت په تېرېدو سره د ټولو اوږدو هډوکو مغز زیاتره برخه شحم نیسي او وروسته تر ۲۰ کلنۍ نور سرې حجرې نه جوړوي ماسوا له  proximal portion of the humeri and tibiae ، اما تر ۲۰ کلنۍ وروسته د وینې د سرو حجراتو د جوړېدو وظیفه  دغشاءیيهډوکو مغز په سر اخلي لکه دملا فقرات،د پښتیو هډوکی، سترنوم اونور…

Compatibility and incompatibility

( تطابق او عدم تطابق):

دپرکتیک په وخت کې دا مهمه ده چې پوه شو چې آیا دوېوینې یو له بل سره دامتزاج او ګډېدو قابلیت لري او د لخته کېدو سبب نه کېږی(compatible) او یا دا چې د لخته کېدو سبب کېږی(incompatible). باید ذکر کړم چې اګلوټینونه د اګلوتینوجنونو لپاره د تماس سطحېلري او په دې ترتیب دعدم تطابق په صورت کې د یو بل سره دچسپېدو سبب کېږی چې وروسته له څو ساعتونو یا ورځو د ریتکولو انډوتیلیل سیستم په واسطه تخریبږی او هیمولایز منځته راوړ.

د پورته مشکل په نظر کې نیولو سره امتزاجیت اوعدم امتزاجیت د وینې د ورکړې په وخت کېډير زیات اهیمت لري او په دې اړه د توجه نه درلودل د جدي جطراتو حتی مرګ سبب کېدلای شی،ددې خاصیت  د مطالعی لپاره د لاندې متیودونو څخه استفاده کوو:

  1. دوینې د ګروپونوتعینول: تر ټولو ساده طریقه د slide techniqueڅخه عبارت ده. په دې طریقه کې د سلاید د پاسه یو مقدار typing sera( د اسیروم دهغو اشخاصو له وینې څخه چې فوق العاده قوي الفا او بیتا اګلوتینین ولري تهیه کېږی)اچول کېږی، وروسته له وخذې دناروغ وینه د همدې سرا دپاسه اچول کېږې اوتر ۳۷درجو دحرارت لاندې د څه وخت لپاره پرېښودل کېږی او د اګلوټینیشن او لخته کېدوله نظره مطالعه کېږي.په لاندي شیما کې داحالت کتلای شو:

2همدرانګه د Rh د تعین لپاره په پورته ډول له anti Dسیرم څخه کار اخیستل کېږی.

د Oten-bertدقانون په آساس اګلوټینشن په رقیق سیروم کې صورت نه نیسي.بناءً د کم مقدار وینې د تطبیق په صورت کې د ورکوونکې شخص د اګلوټینین څخه صرف کولای شو ځکه په ورکړل شوی وینه کې موجود اګلوټینین د اخیستونکې د وینې دکتلی په وړاندي ناچېزه ښکاری او نشی کولای هغه غلظت ته ځان ورسويچې داخیستونکې شخص د وینې د 2سروحجراتو دلخته کېدو سبب وګرځي.په دې قانون کېیواځې دورکونکي سره کریوات او داخیستونکي پلازما په نظر کې نیول کېږی، نو له دېوجې دا قانون حکم کوی چې که چېری د ورکېدونکې وینې اندازه داخیستونکې د مجموعی وینې له ۵۰٪ څخه کمه وي نو اګلوټینین د اخیستونکي په وینه کې رقیق کېږی اود اګلوټینسن او لخته کېدو سبب نه کېږی، نو کولا شو  په دې صورت کې له compatibleوینې څخه استفاده وکړو، که چېری د ورکېدونکې وینه د اخیستونکې دمجموعی وینې له ۵۰٪ څخه زیاته وي نوپه دې صورت کې دا وینه د اخیستونکې په وینه کې نشی رقیق کېدالای او داګلوټینشن امکان منځته راوړی نو ځکه په دې صورت کې باید له isogroupوینې څخه استفاده وشی.

د پورته شیما له مخې کولای شو ووایو څرنګه چېO ګروپ داګلوټینین د نه لرلو له وجې هر بل ګروپ ته وینه ورکولای شی نو ځکه د universal donor په نامه یادېږي، اما د AB ګروپ وینه پخپله پلازما کې د دواړو اګلوټیننو د نلرلو له وجې له هر ګروپ څخه وینه اخیستلای شی او د universal recipient په نامه یادېږي.

2

2 COMMENTS

  1. یوه په زړه پورې لیکنه وه، ‌‌‌‌‌‌ډېر څه مې ترې زده کړل هیله ده چې لا ‌‌‌‌‌‌ډېر روغتیايي معلومات په پښتو ژبه خپاره کړئ.
    بیا هم مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب