پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ناټو سرمنشي: د طالبانو تشدد د سولې په پروسه کې اعتماد...

د ناټو سرمنشي: د طالبانو تشدد د سولې په پروسه کې اعتماد ته زیان اړوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۴) د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ خبرداری ورکړ چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدا د سولې په پروسه کې اعتماد زیانمنوي.

ستولتنبرګ په سمنګان کې د افغانستان د ملي امنیت پر ریاست او ښاروالۍ د طالبانو له پروني (چهارشنبه) خونړي بریده وروسته نن په یوه ټویټ کې لیکلي: «د طالبانو د حملو له کبله په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو کچه د سولې په پروسه کې اعتماد ته زیان اړوي. موږ په ټولو خواوو ږغ کوو چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي. د ناټو غړي او متحدان به د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره زموږ د پوځي حضور په اړه سلامشورې ته دوام ورکړي.»

ناټو په عین حال کې یوه اعلامیه هم خپره کړېچې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یې پکې اندېښنه ښکاره کړې ده.

د سمنګان د والي عبداللطیف ابراهیمي په وینا د دغه ولایت د ملي امنیت پر ودانۍ د طالبانو په برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی چې پکې درې ماشومان او اته مېرمنې شاملې دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې تر ۷۰ زیات امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

د سمنګان حمله د ۴ ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده

د افغانستان حکومت وايي چې طالبانو د قطر له موافقې وروسته تشدد ته زور ورکړی او تر بل هر وخت یې زیاته وینه بهیولې ده.

امریکا، چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه یې له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه، دا برید وغانده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایبک ښار کې د طالبانو د حملې د غندلو په ترڅ کې ویلي چې دا حمله هغه کسان پیاوړي کوي چې د سولې مخالفت کوي او د سولې د دښمنانو په خوښه لوبېږي.

ښاغلی خلیلزاد ټینګار کوي چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د موافقې له مخې خپل اقدامات په مشروط ډول ترسره کړي او د بندیانو د تبادلې د بهیر د بشپړولو، د تشدد د کمولو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا تر ټولو معتبرو رسنیو د طالبانو له لوري د سمنګان پر حملې عکس العمل ښکاره کړی او اټکل یې کړی چې دا برید به د افغانستان د سولې پروسه له خنډ و ځنډ سر ه مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز همداراز ویلي چې طالبانو حملو ته زور ورکړی او سږنی کال د افغانستان په نولس کلنه جګړه کې تر اوسه تر ټولو خونړی کال دی.

ورځپاڼه په عین حال کې وايي، د یوه ښار په منځ کې حمله د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې سرغړونه ده چې پر اساس یې امریکا ژمنه کړې چې له افغانستانه به خپل ټول پوځیان باسي.

امریکايي رسنۍ: په سمنګان کې د طالبانو حمله د قطر د موافقې سرغړونه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب