پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمتحده عربي امارات په پروان کې د یو روزنتون د جوړولو چارې...

متحده عربي امارات په پروان کې د یو روزنتون د جوړولو چارې پیل کړي

خبریاله: عاقله اسد (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د شیخ محمد بن راشد المکتوم بنسټ، چې د دوبۍ په واکمنې کورنۍ پورې اړه لري، په پروان ولایت کې د ۲۰۰۰ یتیمانو لپاره روزنتون جوړوي.

د دغه روزنتون یا دارلایتام د بنسټ ډبره په پروان ولایت کې د شیخ محمد بن راشد المکتوم د بنسټ استازي عبدالبصیر واصیل کیښوده.

ټاکل شوې ده چې دا روزنتون، چې د د دوبۍ د امیر د مېرمنې الشیخ هند په مالي ملاتړ جوړېږيد هغې په نوم ونومول شي.

روزنتون به د ماشومانو د روزنې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ټولو تجهیزاتو سره په څلورو مرحلو کې جوړ شي.

په افغانستان کې د شیخ محمد بن راشد المکتوم بنسټ استازي عبدالبصیر واصیل وویل چې د روزنتون د جوړولو په لومړي پړاو کې به د ۴۰۰ یتیمانو لپاره د زده کړې ودانۍ، د ۲۰۰ تنو لپاره د لیلیې ودانۍ، د ۸۰۰ تنو د لمانځه لپاره جومات، څاه او شاوخوا دیوال شامل وي.

په دې مرحله به ۶۵۰ زره ډالر ولګول شي او د راتلونکي کال په اوږدو کې به بشپړ او استفادې ته چمتو شي.

په نورو دریو مرحلو کې د یتیمانو تجهیز او راجلبول، روزنتون ته وده ورکول شامل دي.

د پروان والي د متحده عربي اماراتو، د المکتوم کورنۍ او په ځانګړي ډول د دوبۍ د لومړۍ میرمنې د دې مرستې هرکلی وکړ.

د پروان والي فضل الدین عیار د روزنتون جوړول د یتیمانو تعلیم ته جدي اړتیا ګڼلې.

په ورته وخت کې د پروان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس احمد سهیل وویل چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د شیخ محمدبن راشد المکتوم بنسټ ترمنځ تفاهمنامه لاسلیک شوه.

روزنتون به د چاريکار ښار لویدیځ ته د ګولګانډي په سیمه کې په ۲۵ جریبه ځمکه کې جوړ شي.

د ښاغلي سهيل په وينا په روزنتون به د تعلیم ترڅنګ روغتيايي اسانتياو وي او پر ماشومانو به تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا دا مهال په هیواد کې ۲.۱ میلیونه زیان منونکي ماشومان شته چې له دې څخه ۱.۱ ملیونه یې په سختو کارونو بوخت دي او له ۱۰۰ زرو تنو څخه ډیر یتیمان بې کوره او په ډېر ستونزمن ژوند لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب