سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاسلامروژه نعمت دى/ اورنګ مختار

روژه نعمت دى/ اورنګ مختار

روژه د خداى ج د پېرزوينو څخه يوه ستره معنوي پېروزينه ده چې يوازې هغه څوک پرې پوهيږي چې خداى ج پرې رحم کړى وي، د روژې په نيولو سره انسان ته روحي او جسمي سکون او روغتيا حاصليږي، په دې مياشت کې دا لله لوى کتاب قرانکريم د دنيا اسمان ته نازل شوى دى، هغه کتاب چې په برکت يې ټولې تيارې له منځه ولاړې او د اسلام د دين په ظهور سره انساني تمدن رامنځته شو، روژې ته په قران کريم کې رمضان ويل شوي دي او رمضان د سره کړي(ګرم شوي) شي په معنا دى، هرشى چې سورشي پخيږي اوميکروبونه يې له منځه ځي ، انسان هم د رمضان په نيولوپخيږي او پاکيږي، هم يې ګروهه( عقيده) سميږي او هم يې د بدن ډېرې هغه ناروغۍ لکه ( فشار، شکر، معده، چاغوالي،د زړه تکليفونه، د بډوډو ناروغۍ… ) له منځه ځي چې انسان يې د احتمالي ګواښ سره مخ ؤ، پر دې سربېره روژه د خير ښېګڼې او يوبل سره د همدردۍ مياشت ده، په دې مياشت کې صدقه کول ٧٠ درجې فضيلت لري، چاچې په دې مياشت کې په يو مسلمان باندې روژه ماتى وکړ( يوګيلاس اوبه ياشربت يې ورکړ او يا يې يوه خورما ورکړه) الله ج به دومره ثواب ورکړي څومره يې چې روژه نيوونکي ته ورکوي، څکه نو دې مياشتې ته په احاديثو کې شهر المواسات(د غمخورۍ مياشت) وېل شوې ده.په دې مياشت کې د نفلي مونځ ثواب د فرضو برابر وي او يو فرض د ٧٠ فرضو برابر ثواب لري، ددې مياشتې لس لومړنۍ ورځې د رحمت دي، لس منځنۍ ورځې يې د مغفرت اوبښنې ورځې دي او لس وروستۍ ورځې يې د اور څخه د ژغورنې ( اعتکاف) ورځې دي يعني په دې مياشت کې خداى ج پخپلوبندګانو رحمتونه نازلوي ،د ګناهونو بښنه ورته کوي او د دوزخ له اورڅخه يې ازادوي، د دوزخ اور ډېر سخت دى الله ج په سوره بقره کې فرمايي چې د دې اورلرګي اوخڅ خلک او تېږې دي. په يو حديث شريف کې راځي يوه ورځ حضرت محمد ص په ممبر باندې ناست ؤ، درې ځله يې شونډې مبارکې وښورېدې، له وعظ اونصيحت وروسته ترې کوم صحابي په دې اړه وپوښتل: رسول ص ورته وفرمايل: ماته جبرائيل راغئ او درې کسانو ته يې سختې ښېرا وکړې او ما پرې آمين ووېل، لومړى يې راته ووېل اي محمده ! هلاک دې شي هغه څوک چې ستانوم واوري او درود درباندې ونه وايي ما آمين ووېل، بيا يې ووېل تباه دشي هغه څوک چې مور يا پلار يې زاړه وي او دى يې د خدمت له امله جنت ونه ګټي ما آمين ووېل په درېيم ځل يې راته ووېل هلاک د شي هغه څوک چې په هغه د رمضان مياشت راشي او دى په دې مياشت کې ونه بښل شي ما آمين ووېل. له پورتني حديث څخه مطلب دادى چې په رسول ص درود وېل، د مور او پلار خدمت او په اخلاص د رمضان روژې نيول الله ج د خپلو بندګانو لپاره دجنت ته داخليدا وسيلې جوړې کړې دي او څوک چې له دې فرصتونو څخه ګټه وانخلي نو دالله ج تر ټولومقربه فرښته جبرائيل ع ورته بدعا کوي اود ټولوپيغمبرانو غوره پيغمبرحضرت محمد ص پرې امين وايي، وروڼو او خويندو دا مياشت د تکليف مياشت مه بولئ ، بلکې غنيمت او فرصت يې وګڼئ څو مو هغه ګناهونه تويې شي چې په تېرو يوولسو مياشتو کې درڅخه صادر شوي او که خداى مکړه په دې مياشت کې مو له ټمبلۍ او غفلت څخه کار واخېست او ددې مياشتې روژې مو سمې ونه نيولې نو تباه به ياست. يا ربه توفيق!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب