دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهعامې روغتیا، له کورنیو چارو وزارت د حکیم الکوزي د کلنیک تړلو...

عامې روغتیا، له کورنیو چارو وزارت د حکیم الکوزي د کلنیک تړلو غوښتنه وکړه

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱ مه: د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني د کورنيو چارو وزارت څخه رسما غوښتي چې د حکيم الکوزي کلينيک بشپړ وتړي او هغه تر قانوني څار لاندې ونيسي.

د روغتيا وزارت نن چهارشنبه د‌ يوه رسنيز کانفرانس له‌ مخې خبریالانو ته وویل چې د حکيم الکوزي لخوا په جوړ شويو درملو کې په پراخه کچه نشه يي توکي کارول شوي دي.

هغه وويل: ((موږ د الکوزي د درملو علمي څيړنه وکړه، ددغه درملو په ترکيب کې ۹ ډوله ترياک او نشه يي مواد ګډ دي، چې ممکن په عين وخت کې دردونه له منځه يوسي خو وروسته د اعتياد او ستونزو لامل شي.))

وړمه ورځ د هرات روغتيا رياست خبر ورکړی و چې د کرونا يو شکمن ناروغ کس چا چې د حکيم الکوزي جوړ شوي درمل خوړلي وو مړ شوی دی، په دې اړه حکومت د څيړنو امر کړی و.

د روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر عثماني له کورنيو چارو وزارت غوښتي چې د حکيم الکوزي کلينيک او په بېلا بېلو ولايتونو کې ددې څانګې ژر تر ژره وتړي، همدارنګه حکيم الکوزی ونيسي او قضايي ارګانونو ته يې وړاندې کړي.

دوه اونۍ وړاندې د عامې روغتيا وزارت د الکوزي درملو له څيړلو وروسته پر دغه درملو بندیز ولګاوه، خو د‌الکوزي او کارکوونکو لخوا يې د وکيلانو او ځينو زرواکو او حکومتي چارواکو پرمټ په بېلا بېلو ولايتونو کې عام پلور روان دی

1 COMMENT

  1. دتاند ويب پاڼي څخه هيله کوو چي يو ځاى راته وښيي چي الکوزي خپل درمل پلورلي وي، او که ددرواغو تورلګوى جواب به يي هم واياست!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب