Homeجنرال وزیريد وسله والو ځواکونو دندی

د وسله والو ځواکونو دندی

لیکوال: جنرال دولت وزیري

په ټوله کې د وسله والو ځواکونو دندی د دښمن څخه د خپلې خاورې ساتل او په هيواد کې د دولتي واکمنۍ ټینګول دي. د دې تر څنګ د یوه هیواد د وسله والو ځواکونو دنده د هيواد د پولو ډاډمن ساتل او د هغو نا امنیو پر ضد په کلکه مبارزه کول دي، چې د یوه هیواد ملي حاکميت او ملي ګټې تر ګواښ لاندې نیسي.

په جګړه کې د وسله والو ځواکونو ګډون او کارول باید د کاروني وروستۍ وسیله وي. ټول وخت بايد کوښښ وشي چې واکمن داسې شرایط را منځ ته کړي چې وسله وال ځواکونه د ښوونې او روزنې او د غښتلی نظامي وړتیا په خوندي کولو او ساتلو سره په مدني کارونو او په بیړني وختونو کې د خلکو سره په مرستو بوخت شي.

له دې سره وسله وال ځواکونه د خلکو باور، ملاتړ او مينه تر لاسه کوي او د هیوادنۍ دندو په تر سره کولو کې بريالي کیږي. خلک دوی د خپل ځان او د ملي حاکميت ساتندوی ګڼي.

د باوري او غښتلو وسله والو ځواکونو پرته یو هیواد د ډاډ وړ امنیت ته نه شي رسيدلاي او ټول وخت به د نورو د برید او لاسوهنې لاندې وي.

نظامي پوهان تل په دې نظر دي چې د ملي او غښتلي وسله وال پوځ پرتله به هيڅ يو هيواد په ډاډمن امن کی نه وي. هغه هیواد چې خپلې ملي لښکری او هغه زړورتيا چې د هیواد څخه د ساتنې له پاره اړینه وي ونه لري، نو ځان دې خپل بخت ته وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...